سپورټ

په لسګونو لوبغاړو کې د محمد نبي د لوبولو ارمان

یاران سپورټس محمد نبي عیسی خېل چې ۲۰۱۹م کې د انګلستان په بلاسټ سیالیو سوداګریزو سیالیو کې له کېنټ لوبډلې سره ولوبېد، ۱۴۷ منډې یې وکړې او ۸ وېکټې یې ترلاسه کړې وې. سږ کال د کرونا ویروس له امله لوبې ځنډېدلي او ښایي چې انګلستان کې د وېټلېټي بلاسټ سیالۍ هم ترسره نشي. تمه ده چې سږ کال د بلاسټ شل اوریز سوداګریز کرکټ لیګ درېیم پړاو په انګلستان کې جون په ۲ یمه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دې قوانینو یا اصولو عمل مو ژوند ته ښکلا او روښانتیا ور بښي

لیکنه: حکمت الله ریحان نړۍ او په نړۍ کې ټول موجودات د ځانګړي طبیعي قوانینو پر بنسټ په حرکت دي. څوک چې له دې قوانینو سرغړونه وکړي، له ستونزو سره مخ کېږي. له بله اړخه که دا قوانین پلي کړي او کار ترې واخلي، نو د نېکمرغۍ او نېکبختۍ سره مخ کېږي، پر مختګ کوي او انسانانو ته آسانتیاوې برابروي. د بېلګې په ډول د ثقل د کشش قانون که مات کړئ او د لوړځایه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

چین: کرونا ویروس له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی

ژباړه: محمدصابر حمیدي د چین هېواد ډاکټران وايي، چې کرونا ویروس د چین هېواد له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. د ډيلي مېل په حواله په چین هېواد کې له کرونا سره د مبارزې ډاکټران وايي، چې د کویډ ۱۹ ناروغي یا د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. یاد ډاکټران وايي، دوی د هغو ټولو حیواناتو د غوښو نمونې، چې په ووهان ښار کې پلورل کېدلې، … نور ولولئ
افغانستان

الکوزی: روغتیا وزارت ته چلینج ورکوم چي زما په درملو کي جانبي عوارض نشي پيداکولای.

حکیم الکوزی ادعا کوي، چي د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي او هیڅ جانبي عوارض نلري. ښاغلي الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، روغتیا وزرات ته یې چلینج ورکړی، چي په درملو کي دي یې جانبي عوارض پیداکړي. هغه وايي، چي درمل یې هیڅ زیان نلري او د کرونا ویروس درملنه ورباندي ډېر ژر او په سم ډول کیږي. الکوزي زیاته کړه: «ما خپله دوا عامي روغتیا وزارت ته ورکړې، چي په خپلو … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي د حکیم الکوزي کلینیک وتړل شو!

د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر نن شنبه په کابل کي د حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، پکښي حکیم الکوزي د کرونا ضد درمل خلګو ته ورکول. د عامي روغتیا وزرات د شکایاتو دفتر په یوې خبرپاڼي سره ویلي، چي وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پوري به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي. ددې دفتر یو پلاوي د حکیم الکوزي السبحان کلینیک … نور ولولئ
افغانستان

راشدخان: زه په پاکستان کي نه بلکي جلال آباد کي یم!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبغاړي راشدخان آرمان ویلي، چي په پاکستان کي نه بلکي په جلال آباد کي دی. ملي سپورټ وايي، چي راشدخان ورته یو ږغیږ پیغام لېږلی او ورته ویلي یې دي، چي په جلال آباد ښار کي له خپلي کورنۍ سره یو ځای اوسي. ملي سپورټ وايي، هغه ټولي اوازې بې بنسټه دي، چي ګواکي راشدخان آرمان دي پېښور کي وي. ملي سپورټ یې په اړه پر خپلي رسمي فیسبوک … نور ولولئ
په زړه پورې

د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر هندوانو د ظاهرې وصيم په وړاندي سخت غبرګون وښود!

خبريال: مدثر دعوت ظاهره وصيم پر ټولنيزو رسنيو د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر مجبوره سوه چي خپل د ټويټر،فيسبوک او انسټاګرام اکاونټونه غير فعال کړي. د باليووډ سينما پخوانۍ ښځينه لوبغاړې هغه وخت د هندوانو د سخت غبرګون سره مخ سوه چي هغې د الاعراف سورت ۱۳۳ ايات پر خپلو ټولنيزو رسنيو خپور کړ. د الاٴعرَاف سُوۡرَةُ ۱۳۳ ايات: فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ ءَايٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا … نور ولولئ
خواړه

د ماشومانو ماغزو ته په دغو خواړو وده ورکړئ

ژباړه: عایشه حیدري له خوړو څخه په سمه او منظمه توګه ګټه اخیستل نه يوازې دا چې د ماشومانو د فزیکي ودې لپاره ډېره ګټه لري، بلکې د ماشومانو ماغزو ته هم ډېره ګټه رسوي او د دې لامل کېږي چې د ماشوم ذهن ښه یادښت، سوچ او غوره فعاليت ترسره کړي. کله چې موږ خواړو خورو، بدن له دغو خوړو د خپلې اړتیا وړ مواد جذبوي او موږ ته انرژي راکوي او کولای شو … نور ولولئ
ادبیات

د مورنۍ ژبې اهميت

ژباړن: حمیدالله خيال په اوسني وخت زموږ ټولنه په داسې لوري روانه ده، چېرې چې انګليسي د زده‌کړې او اقتصاد ژبه ګرځېدلي ده او زموږ فاصله له مورنۍ ژبې سره ورځ تر بلې په زياتېدو ده. لومړۍ ژبه چې ماشوم یې د پيدايښت څخه په زده‌کړه پيل کوي، مورنۍ ژبه ده او همدغه ژبه زموږ د ژوند په مختلفو اړخونو کې مهم رول لوبوي. د مې د مياشتې نهه‌ويشتمه نېټه د پښتو ژبې ورځ ده، … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ؛ افتاب عالم له لوبډلې سره مل کېدای شي

یاران سپورټس کرکټ بورډ ویلي چې د افغان لوبډلې تکړه او چټک بالر افتاب عالم له دې وروسته کولای شي، چې له ملي لوبډلې سره یو ځای شي او تمرینات وکړي. د افتاب ورور نعمت عالم یاران وېبپاڼې ته وویل، چې د هغه د بندیز شل اوریزې پاتې وې او دغه شل ورځې ورته د لوبډلې د روزونکي انډي مولز لخوا معاف شوې او له دې وروسته کولای شي، چې په تمریناتي کمپونو او لوبډلې … نور ولولئ