بریا او پرمختګ

که بریا غواړئ، نو داسې ژوند وکړئ

لیکنه: عایشه حیدري د انسانانو ژوند له پېښو ډک سفر دی، دغه سفر کله کله زړه‌راښکونکی او ښکلی وي، خو کله کله له ستونزو، خنډونو او کړاوونو سره مل وي. د ژوند له ټولو ښکلاوو او زړه‌راښکون سره سره، د نننۍ نړۍ د انسانانو ژوند له ډول ډول، ستونزو، کړاوونو، اندېښنو او بدبختیو ډک دی. د ځینو خلکو په ژوند کې دومره ډېرې ستونزې وي چې ژوند یې ور تریخ کړی وي او دا ستونزې … نور ولولئ
افغانستان

د افغان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا له امله مړ شو!

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پخوانی تکړه ګول ساتونکی صادق ابراهیمي په کرونا ویروس اخته وو، چي بلاخره همدې ویروس ورڅخه ژوند واخیست. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا ویروس څخه مړ شو. د افغانستان فوټبال فدراسیون د هغه پر مړینه خواشینۍ څرګنده کړې. صادق ابراهیمي له ۲۰۰۲ څخه بیا تر … نور ولولئ
افغانستان

فراه‌ کې د هندواڼو حاصلات ۶۸۹ زره ټنو ته رسیږي؛ حکومت وايي، دا ځل به ترې خوسا نه شي

راپور: بشر درویش د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینه کړې، چې ددې ولایت د هندواڼو د حاصلاتو سږنۍ کچه ۶۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو ته رسیږي. ددې ریاست د چارواکو په خبره سږکال د فراه ولایت په ۱۹ زره او ۱۵۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي. د فراه ولایت پشت‌رود، خاک‌سفید، بالابلوک، بکوا، شیب‌کوه او پشت‌کوه ولسوالۍ او دغه راز ددې ولایت د مرکز اړونده کلي هغه سیمې … نور ولولئ
پوهنه

ډیپلوماسي او په ډیپلوماسۍ کې د لیکونو بېلابېلې بڼې

ژباړه او راټولونه: رفیع الله ساحل ډیپلوماسي د ډیپلومات له کلمې اخیستل شوې چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو هنر ته ویل کیږي. خو په عموم کې ډيپلوماسي هغه فن دی چې بهرنی سیاست اداره کوي، نړیوالې اړیکي تنظیموي او نړیوال اختلافات او کړکېچونه په سوله‌ییز ډول حلوي. د ملي ګټو د حوزې ټاکل، د جګړې د پایته رسولو لارې چارې، له نورو سیاسي اړخونو سره یووالی او د ورګډېدلو لارې چارې، د اقتصادي بندیز … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښوونکي بايد دا تېروتنې ونه کړي

ليکنه: شپنه سلګۍ ښونکی هغه څوک دی چې د پوهې په ګاڼه سمبال دی. ښوونکی دی چې ټولنې ته سالم او پوه شخصيتونه وړاندې کوي. ښوونکی دی چې په تياره ذهنونو د د نور پلوشې شيندي. ښوونکی دی چې د بشريت ګمراهي له منځه وړي. پوه او پر ځان‌باوري ښوونکی تل هڅه کوي چې په دنده کې خپله رښتنولي ثابته او خپلې نيمګړتياوې اصلاح کړي. په دې ليکنه کې مو ځينو هغو تېروتنو ته ګوتنيونه … نور ولولئ
افغانستان

چټک توپ اچونکی حمید حسن نن ۳۳ کلن شو!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن نن دوشنبه ۳۳مه کلیزه ده. هغه نن ۳۳ کلن شو. حمید حسن د ۱۹۸۷م کال د جون میاشتي په لومړۍ نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کي زېږېدلی. حمید حسن د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره ۳۶ یو ورځنۍ او ۲۲ بیا شل آوریزه لوبي ترسره کړي دي. دې لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کي ۵۹ او شل آوریزه لوبو کي یې … نور ولولئ
افغانستان

نبیل: ISI له افغانستان سره خواخوږي طالبان کمزوري کوي او د حقانې شبکې ملاتړ پراخوي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي امنیت پخواني لوی رییس نبیل په تازه څرګندونو کې د طالبانو په اړه نوې خبرې کړي دي. هغه ویلي چې د طالبانو په ډله کې د اختلافاتو په پیداکولو او کمزوري کولو سره د پاکستان استخباراتي شبکه اې اېس اې د خپلو موخو لپاره کار کوي او په کې مخکې وران دي. هغه ویلي چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ او ګډوډۍ هم رامنځته شوي … نور ولولئ
افغانستان

د اقتصاد عالي شورا فوق العاده غونډه کې پر طرحو بحث او پرې نیوکه

راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه. ارګ وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د تجارتي اتشو کوربه هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزو پروفایلونو، د صادراتو او صنعتي پراختیا پلان، د غالیو د صادراتو د راپور، د تعرفې د پالیسۍ، د نفتي موادو او مایع ګازو په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شل تګلارې چې په وسیله یې نورو ته انګېزه ورکولای شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا تر دې دمه په ژوند کې کوم چا انګېزه درکړې ده او د یوه خوشاله او روغ ژوند لپاره یې هڅولي یاست؟ که ځواب مو مثبت وي، نو په بشپړه توګه په ژوند کې مو د انګېزې ارزښت په ښه توګه درک کړی دی. آیا غواړئ د هغې مثبتې انګېزې د جبران لپاره، چې له کوم چا څخه یې ترلاسه کوئ، تاسو هم د هغه د ښه کېدو سبب شئ؟ … نور ولولئ
اقتصاد

جاپان سیلانیانو ته پر ګرځېدو پیسې ورکوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي جاپان د ډېرو سیلانیانو جذبولو او پیدا کولو په موخه غواړي مسافرینو ته د ورځې ۱۸۵ ډالره ورکړي. د میګ نیوز د راپور پر بنسټ جاپاني چارواکو پرېکړه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې ګرځېدونکو سیلانیانو ته ۱۸۵ ډالره ورکړي. له دې کار څخه یې موخه دا ده، چې له کرونا ویروس وروسته یو ځلې بیا جاپان د سیلانیانو په صنعت کې وده او پرمختګ وکړي. د راپورونو له مخې … نور ولولئ