افغانستان

حکومت: د ښوونځیو پرانیستلو اجازه نشته، که سرغړونه وشوه، جدي قانوني برخورد کوو

راپور: بشر درویش د ننګرهار د پوهنې ریاست یوه خپره کړې خبرتيا کې ویلي چې هېڅ ډول ښوونځیو پرانیستلو ته اجازه نشته. یاد ریاست ویلي: «تر هغې چې په لوړه دولتي کچه د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو په اړه پریکړه نه وي شوي، هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر ښوونیز مراکز پرانیزي. د سرغړونې په صورت کې به جدي قانوني برخورد ترسره کیږي.» د ننګرهار پوهنې ریاست ویلي؛ د کرونا وایروس خپریدا مخنیوي … نور ولولئ
سپورټ

له ډوني ویرات کولي ته د لوبډلمشرۍ لېږد پروسه

لیکنه: سمیع الله درانی پوهېږو چې د هندوستان کرکټ لوبډله به بیا د ډوني په څېر ښه لوبډلمشر او رهبر ونه مومي، خو د کرکټ لوبو اصل دا دی، چې د یو ښه لوبغاړي په زړېدو سره ځای یو نوي لوبغاړي ته پرېږدي او دغه نوی لوبغاړی به داسې یو شخص وي، چې د مشرۍ اهلیت ولري او د لوبډلې لپاره مثبت تمامېدای شي. ځوان لوبغاړی باید د لوبډلمشرۍ ځېنې ځانګړنې ولري لومړی لوبغاړی باید … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ندیم امیري؛ هغه افغانی الاصله فوټبالر چې هېڅ وخت خپل هېواد نه هېروي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هېواد د لورکوزن فوټبال ملي لوبډلې بریدګر لوبغاړی افغانی الاصله ندیم امیري یو ځلې بیا خپل افغانیت وښایه. ۲۳ کلن ندیم امیري، چې په جرمني هېواد کې پيدا شوی، خو اصلاً د افغانستان دی. هغه د جرمني هېواد په لومړۍ درجه لیګ (بوڼډیسلیګا) کې د لورکوزن لوبډلې لوبغاړی دی. دې لوبغاړي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې یو ځلې بیا یوه داسې لیکنه کړې، چې دی په اصل کې د افغانستان دی … نور ولولئ
اقتصاد

د کرنتین پر مهال له انسټاګرامه تر ټولو ډېرې پيسې ترلاسه کوونکي ورزشکاران

لیکنه: محمدصابر حمیدي  د پرتګال هېواد د فوټبال ملي لوبډلې او یوونټوس کلب تکړه لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د کرنتین دې شپو او ورځو کي هغه ورزشکار دی، چې تر نورو ټولو یې زیاتره پيسې له انسټاګرامه ترلاسه کړي. د انګلستان هېواد د ډیل یمیل نشراتي ټیم په حواله د کرنیتن په مهال رونالډو د نورو ورزشکارانو په پرته له انسټاګرامه تر ټولو ډیرې پيسې ترلاسه کړي او پر انسټاګرام تر ټولو ډېر رونالډو څارل شوی. … نور ولولئ
افغانستان

د ناکامورا لور افغانستان ته راځي!

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کې د وژل سوي جاپاني ډاکتر مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي. ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور وو تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له له لورې د خپلو څلور ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل سو. د ناکامورا په مړينه ټول افغانان سخت خواشيني سوه او داسي انګيرل کېده چې د خپل هيواد يو … نور ولولئ
خوندیتوب

له کرونا څخه د اروپا تر ټولو امن ترینه هیوادونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي دا چې کرونا ویروس اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، د آسیايي هېوادونو ترڅنګ یې اروپايي هېوادونه هم سخت ځپلي. خو د  European Best Destinations په نامه یوې خبري رسنۍ د هغو اروپايي هېوادونو فهرست خپور کړی، چې د مسافرۍ پر مهال د کرونا ویروس څخه تر ټولو امن هېوادونه دي. یادې رسنۍ ګرجستان په لومړي ځای، یونان په دویم او کرواسې بیا په درېیم ځای کي راوستلې ده. دا خبري … نور ولولئ
خوندیتوب

د جلال آباد اوړی او د ځان ساتلو لارې چارې

لیکنه: سمیع الله درانی هغه څوک چې د ننګرهار په ګرمو سیمو، لکه جلال باد ښار او شاوخوا لنډو ځایونو کې اوسېدلي دي، د جلال اباد د دوبي پته ورته لګېدلې ده، د دې سربېره چې څوک یو ځل له نورو ولایتونو جلال اباد ښار ته راغلي وي او د دې ځای اوړی یې لیدلی وي، نو خامخا به یې له بیا راتګ څخه زړه موړ شوی وي. ځینې کسان لا دا هم وایي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د فوټبال له نړیوال روزونکي سره د عامې روغتیا د نوي وزیر جالب ورته‌‌والی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د عامې روغتیا نوی وزیر احمد جواد عثماني څېره کټ مټ د فوټبال د ایټالوي کلب یوونټوس روزونکي مائوریتسیو ساري ته شوې. پر ټولنیزو رسنیو د احمد جواد عثماني او مائوریتسو ساري انځورونه یو ځای په زیات شمېر سره خپاره شوي او د ټولو پام یې ځان ته راړولی. دوی د ټوکې په ډول ویلي، چې د یوونټوس کلب روزونکی مائوریتسو ساري د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر وټاکل … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه هیوادونه چې د نړۍ تر ټولو پاک ځایونه په کې دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي انسانان طبیعتآ پاک، ښایسته او ښایسته ځایونه او دغه راز تازه، پاکه او ملایمه هوا خوښوي، خو له بده مرغه اوس د نړۍ ډېری سیمې خپله د انسانانو په لاس په داسې ځایونو بدلې شوې دي، چې ورځ تر بلې په کې ژوند کول سختېږي. له دې سره سره لا هم په نړۍ کې کاملا پاکې سیمې پیدا کېږي، چې له ځینو یې دلته یادونه کوو. د یوه ښار د پاک ساتلو … نور ولولئ
روغه سټه

روغتیا ته د ککړې هوا له امله شپږ اوښتوکي زیانونه

ژباړه او زیاتونه: عزت الله پېژاند یو شمېر د نظر خاوندان په دې اند دي چې د یوویشتمې پېړۍ وګړي د پاکې هوا د نه لرلو له امله بدبخته ګڼل کېدای شي. ځکه دوی وايي چې د ککړې هوا تنفسول نه یوازي ستونزمن وي، بلکې خطرناک هم وي. افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هوا یې ککړه ده، او دا ستونزه په پلازمېنه کابل کې چې د شاوخوا شپږ میلیونو وګړو … نور ولولئ