ټولنیز ژوند

لړۍ: ۶ مه برخه؛ یو څوک باید ولرې

یو څوک باید ولرې؛ چې ورته په رسېدلو (خپلولو) یې ووایي، تاسره ژوند کول لکه بیا چې له سره زېږدلې یم. هغه هم درته ووایي، ښا نو بیا خو دې زوکړه مبارک شه! … پدې سره دواړه لاسونه ترې امېل کړې او په خندا شئ… یو څوک باید ولرې؛ چې د سهار ورزش/ منډه یو ځای سره وهې، اخر کې درته ووایي، ته باید خپل وزن ته په کتو تر ما زیات دوام ورکړې، لږه … نور ولولئ
پوهنه

د سیند د ژورو تیارې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري اقیانوس زموږ په سیاره کې د تروو اوبو غټو سیندونو ته وایي چې د ځمکې د اوبو یوه څانګه جوړوي او د غټو وچو ترمنځه یې مرزونه جوړ کړي. د ځمکې د اوبو ۷۱ سلنه برخه تروې اوبه جوړوي چې ۳۶۱ میلیون متره مربع مساحت کېږي د سیندونو حجم په ټوله کې ۱.۳ میلیارده کیلومتره مکعبه او عمق یې په متوسط ډول ۳۷۹۰ متره ده. له نیم څخه ډیرو سیندونو له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا؛ په هېواد کي د ویروس له خپرېدلو سره د حکومت نوې پرېکړې

خبریال: فضل الله فضلي تېره ورځ په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ۹۱۵ مثبتي پېښي ثبت سوې او د نن نوي مثبتي پېښي ۵۸۲ دي. د تېرې ورځي مثبتي پېښي په هیواد کي د ویروس تر ټول وخت لوړ ثبت دئ. د نن ۵۸۲ مثبتو پېښو د ثبت ترڅنګ ۶۸ تنه روغ سوي او ۱۸ تنه بیا له ویروسه مړه سوي دي. له دې سره په هیواد کي د کرونا … نور ولولئ
خوندیتوب

د بورډ د غوراوي کمېټې د مشر پښه د ناروغۍ له امله پرې شوه

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان له کرکټ بورډ څخه ځینو سرچینو یاران میډیا ته تایید کړل، چي د بورډ د غوراوي کمېټې د مشر پښه ډاکټرانو په عملیاتو کي ور پرې کړې ده. سرچينې زیاته کړه، چي انډي مولز د شوګر (شکري) ناروغي لرل او تر سخت تکلیف وروسته ورته ډاکټرانو د پښې پرې کېدو سپارښتنه کړې وه. اوس مهال انډي مولز چپه پښه نه لري او پر ځای یې مصنوعي اوسپیزه پښه نصب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د جورج فلایډ وژنه او په امریکا کې لاريونونه

سمیع الله درانی د مې په ۲۵ مه د امریکا په منېسوتا، مېني پولیس سیمه کې یو تور پوستی چې جورج فلایډ نومېده، د پولیسو لخوا ونیول شو او بیا د ډېرېک چاوېن پولیس لخوا ووژل شو. د وژنې کیسه یې هغه له موټره راښکته کړل شو، ډېرېک د هغه په مرۍ ګونډه کېښوده، ۹ دقیقې یې د جورج فلایډ ساه بنده کړې وه، په دې وخت کې هغه ویل، چې زه ساه نشم اخیستلای … نور ولولئ
خواړه

د انیمیا کورنۍ درملنه

ژباړه: عایشه حیدري د وینې کمښت یا انیمیا (Anemia) ډېره عامه ناروغي ده، په دې ناروغۍ امېدواره مېرمنې او له ۱۴ څخه ۴۳ کلونو عمر لرونکې مېرمنې او نجونې ۵۰ سلنه پرې اخته کېږي، خو انیمیا یا د وینې کمښت څه ډول ناروغي ده؟ په دې لیکنه کې به لومړی د انیمیا په اړه لنډ مالومات درکړو او بیا به یې د درملنې او مخنیوي ځینې کورنۍ لارې چارې در په ګوته کړو. انیمیا یا … نور ولولئ
افغانستان

د زیمبابې او سریلانکا سره د افغان لوبډلي لوبي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

ټاکل شوې وه افغان کرکیټ ملي لوبډله په تیره مې او روانه جون میاشت کي د زیمبابې او سریلانکا کرکیټ ملي لوبډلو سره په جلا جلا ډول شل آوریزه او یو ورځنۍ لوبي ترسره کړي، خو د کرونا ویروس له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د افغانستان د کرکیټ بورډ اجراییه رییس د پنجشنبې په ورځ وویل، چي کرونا ویروس د نورو هیوادونو ترڅنګ د افغان کرکیټ ملي لوبډلي ټولي چاري هم په … نور ولولئ
ادبیات

د روسي ژبې په اړه ځینې په زړه‌پورې حقیقتونه

ژباړه: نسیمه محمدي ۱ – روسي ژبه د نړۍ پنځمه مروجه ژبه ده روسي ژبه د ۱۷میلیونه وګړو مورنۍ او ۱۱۳ میلیونه وګړو دویمه ژبه ده. د پراختیا له پلوه د انګلیسي، چینايي، اسپانیايي او عربي وروسته پنځمه ژبه ده. ډېری روسي کډوال په ټوله نړۍ کې په روسي ژبه خبرې کوي. د بلاروس، اکراین، قزاقستان هېوادونو رسمي ژبه ده. ۲ – روسي ژبه د نړۍ له غني او پېچلو ژبو شمېرل کېږي. د دې … نور ولولئ
اقتصاد

د ډوني سرمایه او موټرې

لیکنه: سمیع الله درانی د هندوستان ځینو ورزشي وېبپاڼو راپور ورکړی، چې د هندوستان پیاوړي کرکټ لوبغاړي ایم ایس ډوني د خپلو موټرو په ګراج یا تم ځای کې یو سواراج په نامه ټراکټور هم ور اضافه کړ. د کرېک ټرېکر وېبپاڼې لیکلي، چې ډوني د کرکټ لوبغاړو له منځه یو غني او بډایه لوبغاړی دی، چې د کرکټ له طریقه زیات سرمایه‌داره شوی دی او اوس یې د ځان لپاره یو شمېر موټرې او … نور ولولئ
خوندیتوب

د هوا له پلوه د نړۍ پاک او ناپاک هېوادونه

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري ایا له ککړې هوا سره حساسیت لرئ؟ ایا کله چې د ښار منځته ننوځئ ساه‌بندي (نفس‌تنګي)، ګنګسیت، د سترګو سوځېدا درته پیدا کېږي؟ هغه کسان چې په سترو ښارونو کې اوسي د راحته او سوتره ساه اخیستل یې یوه هیله ده. غواړم په دې لیکنه کې د نړۍ تر ټولو پاک او تر ټولو ککړ هېوادونه در وپېژنم. که غوښتل مو دغو هېوادونو ته سفر وکړئ، نو د هوا له … نور ولولئ