افغانستان

د کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل یو شمېر ځوانانو د ایران ظلم په سختو ټکو وغانده

خبریال: فضل الله فضلي د ایران حکومت له پېړیو پېړیو راهسي افغانان نه خوښوي او په تاریخ کي یې د شدیدو ظلمونو یادوني سوي دي. له څه مودې راهسي یوځل بیا ایراني پولیسو ایران ته پر اوښتونکو افغان ځوانانو باندي سخت ظلمونه کړي دي. ایراني ځواکونو څو موده وړاندي د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې لسګونه افغان ځوانان د اوبو سیند ته واچول، چي له جملې یې تر ۱۶ ډېر کسان مړه سول. له دې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس مثبتې پېښې له ۷ مېلیونو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ مثبتې پېښې تر یو لک اوړي او د نړۍ په ډېرو زیاتو هېوادونو کې یې مثبتې پېښې ثبتېږي. اوس مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو د کرونا وبا زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، خو نن نیوزلینډ هېواد اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس ته یې بشپړه ماته ورکړه او په هېواد کې يې ختم شوی دی. حکومت یې وايي چي … نور ولولئ
افغانستان

ولسي جرګې ته د ولسمشر ځواب؛ وزيران معرفي کوو، سرپرستي ژر پای ته رسوو

راپور: بشر درویش د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې کتنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وویل، په تېرو دوو اونیو کې مو د اړیکو جوړولو او همغږۍ زیاتولو لپاره ملي شورا سره کار کړی دی. د سیاسي اجماع هرکلی د ولسي … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا پلان وروستی شو؛ دا پلان څو ګټې او موخې لري

راپورونه: بشر درویش ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د کندهار ښاروال، یو شمېر ولایتي چارواکو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا چوکات (SDF) پلان وروستي کېدو لپاره غونډه وشوه. د ښار جوړولو وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د … نور ولولئ
افغانستان

ګلبدین نایب: هڅه کوو له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هڅه کوي له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلي. د ګلبدین نایب دا تازه څرګندونې افغان کرکټ بورډ په یوې ویډیو کې خپرې کړي. ګلبدین په نایب یادې ویډيو کې ویلي: «تر دې مخکې موږ دوې نیمې میاشتې کرنتین کې وو. دا تمریناتي کمپ زموږ لپاره ډېره ښه زمینه برابرولا شي. کومې لوبې چې دوې میاشتې وروسته … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس اصلي شمېر تر رسمي هغې لوړ دی

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په هیواد کي د کرونا وبا اصلي شمېر تر رسمي شمېر لوړ دئ. د رسمي شمېر له مخي په کرونا ویروس ککړ خلګ معاینات کوي او او پایله یې د عامي روغتیا وزار سره ثبتیږي، خو ډېر خلګ په کرونا وبا اخته دي، خو معاینات نه کوي. په هیواد کي د کرونا ویروس رسمي ثبت سوي پېښي تر ۲۰ … نور ولولئ
افغانستان

کونړ او بدليدونکې دودیزه کرنه؛ کروندګر له حکومت بازار موندنه کې مرسته غواړي

راپور: بشر درویش په کونړ کې د باغدارۍ سکتور د ودې او د خلکو لیوالتیا په زیاتېدو اوس په دې ولایت کې ورځ تربلې دودیزه کرنه په سوداګریزې کرنې بدلیږي. دا ولایت چې کرنې لپاره ښه اقلیم لري او زیات شمېر وګړی یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. د کونړ ولايت مقام د مطبوعاتو مسوولينو ويلي؛ د دولت له لوري د سربندونو او ویالو په جوړېدو، د لمریزې برېښنا … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې ۹۲ کورونو ته د ملکيت سندونه جوړ او خوندي شول

کابل کې ۹۲ غیررسمي کورونه د ملکیت سندونو په ترلاسه کولو سره خوندي شول. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، دا وزارت کابل، هرات، مزارشریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت برنامې له لارې په تازه توګه د کابل پر ۹۲ غیررسمي کورونو د ملکیت سندونه ووېشل. یاد کورونه د کابل په دویمه ښاري څانګه کې پراته دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ځان بښلو یوولس لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کله چې خپګانونو او نارامیو پر تاسو بری وموند، تاسو هم اجازه ورکوئ چې درباندې برلاسي شي. د همدې لپاره باید د ځان بښلو یوه لاره ومومئ. ګاندي وايي: “کمزوري کسان هېڅکله بښنه نه شي کولی، بښل د پیاوړو کسانو کار دی.“ تریخوالی او کینه د زهرو په څېر دي. که هغوی ته اجازه ورکړل شي، تاسو په شا بیايي، آن دومره چې نور به ځان هم ونه پېژنئ. انسانان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه رازونه چې متاهل نارینه باید پرې پوه شي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د مېرمنو په اړه ځینې داسې رازونه حتماً شته چې متاهل نارینه باید پرې پوه او د نېکمرغۍ په لار کې ترې ګټه واخیستلی شي. کله چې یوه ښځه مینېږي، ښکلي د ښځینتوب احساسات ورته پیدا او څو چنده کېږي. د یوې مېرمنې نازول هغې ته ځواک وربښي او د ژوند غوره انګېزه ورکوي. د ښځو تل دا خوښېږي چې د ځان پر وړاندې د خاوند له احساساتو ډاډه شي. … نور ولولئ