سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ د اتلولۍ په لټه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۶مې اونۍ په لوبو کې تېره شپه ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د ګراناډا فوټبال لوبډلې سره میدان ته کښته شوه. په یاده لوبه کې ریال ماډریډ ۲ ګولونه پر ۱ ګراناډا ته ماتې ورکړه. د ریال ماډریډ لپاره پرلینډ مینډي په ۱۰مه او کریم بنزمان بیا په ۱۶مه دقیقه کې ګولوهنې ترسره کړې. د ګراناډا لپاره بیا یوازینی ګول ډروین مېچیس د لوبې په ۵۰مه دقیقه کې وواهه. په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: زموږ ځوان لوبغاړي پر نړیوال کرکټ باچاهي کولای شي!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشدخان ارمان ویلې، چې د افغان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي کولای شي پر نړیوال کرکټ باچاهي وکړې. راشدخان ارمان د آزادي راډيو سره په یوې مرکه کې وویل، چې ملې لوبډلې ته اوس نوي استعدادونه راغلې، که خواري او مهنت وکړي، نو پر نړیوال کرکټ به باچاهي وکړي. راشدخان ارمان زیاته کړه: « په تېرو دریو کلنو کې ملې لوبډلې ته یو نوی استعدادونه راغلې دي، … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: پرونۍ حمله د نه منلو ده او حالاتو ته په کتو به نور ګامونه واخلو

راپور: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې پرونۍ حمله چې درانه زیانونه یې اړولي غندې او د نه منلو وړ یې بللې ده. هغه پر ټویټر لیکلی چې دداسې بریدونو ګټه هغو ته رسیږي چې د سولې مخالفین دي او مخته یې خنډونه اچوي. نوموړي ویلي پرونۍ حمله چې د موټر بم په واسطه د ولایت مرکز کې شوې، د نه منلو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سعودي عربستان: د حج مراسمو ته د نارسمي داخلېدونکو لپاره لس زره ریاله جریمه اعلان کړه

ژباړه: نسیمه محمدي د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د حج د مراسمو په دوران کې مکې مکرمې ته له جواز پرته داخلېدونکو وګړو ته، في کس، لس زره ریاله جریمه اعلان کړه. د العربیه د راپور پر اساس، د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ، په یوه بیان کې وویل چې جریمه به د جولای د ۱۹- بیا د اګست تر دویمې پورې نافذه وي. سره له دې که بیا هم کوم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افسانه‌یي کېدلو لپاره ورځنۍ فلسفه

ژباړه: نجم الرحمن ناصري ژوند لنډ دی له دې څخه چې له خپلو استعدادنو څخه ګټه پورته نه کړئ. تاسو له یوه مسوولیت سره نړۍ ته راغلي یاست چې افسانه یې شئ. دې نړۍ ته راغلي یاست چې ډېرې سترې پروژې په بریالیتوب ترسره کړئ، طراحي شوي یاست چې ډېرې بااهمیته موخې واقعیت کړئ او منځته راغلي یاست چې په دې وړوکې سیاره کې د ښېګڼې لپاره یو قوت اوسئ. د نړۍ ټول لوړپوړي کسان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کار ځای دودیزې تېروتنې، چې یوازې وخت مو بېځایه تېروي

ژباړه: عطا محمد میاخېل یوه سخته او بوخته کاري ورځ تېروئ، خو کله چې په هغه ورځ کې ترسره شویو کارونو ته فکر کوئ، زیات کارونه مو نه دي ترسره کړي. دا په دې خاطر دی، چې ستاسو ډېر وخت په بېلابېلو ګډوډونکو حواسو باندې مصرف شوی. پرته له دې چې زموږ د ژوند له پرمختګ سره کومه مرسته وکړي، د ورځې ډېری ساعتونه د ټولنیزو پاڼو په لوستلو باندې تېروو. په حقیقت کې ډېری … نور ولولئ
ادبیات

د اردو ادب بې سارې جوړه: د بانو قدسیه او اشفاق احمد ځانګړی ژوند او مینه

دوی د اردو ادب هغه دوه ستوري دي چې بیخي ځانګړې جوړه ده او زه یې ځانګړې منیواله یم، دوی دواړه نه زما ایډیال لیکولان و/دي، بلکې د دوی ژوند، مینه، علم و پوهه هم ماته بې مثاله او یوه عالي جوړه وه چې زه ترې متاثره وم او لا هم یم. نن دغه بې مثاله جوړه درپیژنم. مشهور عالم، ادیب، ډرامه لیکوونکی، نقاد او ژورنالیست اشفاق احمد په کال ۱۹۲۵د اګسټ د میاشتې په … نور ولولئ
افغانستان

تر ۷ کلن ځنډ وروسته د بست تصدۍ فابريکه فعاله سوه

خبريال: مدثر دعوت تر ۷ کلونو ځند وروسته د بست د تصدۍ فابريکه فعاله او د پنبې د پروسيس بهير پيل سو. مسولين وايي چې د هلمند د بست تصدۍ فابريکې لپاره به سږکال ۴۰۰۰ ټنه پنبه د بزګرانو او کروندګرو څخه رانيول سي. د هلمند والي جنرال ياسين خان چې ددې فابريکې د بيا پرانيستلو په مراسمو کې ګډون درلودی رسنيو ته وويل چې زرګونو کروندګرو او تر ۳۰۰ ډېرو کسانو ته به د … نور ولولئ
په زړه پورې

د چین په لرغوني ښار کې اسمانڅکه ودانۍ؛ چینایان ولې لوړې ودانۍ جوړوي؟

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري نن سبا د لوړو ودانیو جوړول که له یوه لوري ښکلا ده، له بل لوري له کمې ځمکې ډېره ګټه اخیستل هم دي، او هېوادونه هڅه کوي په کمه ځمکه لوړې ودانۍ جوړې کړي او ډېر نه ډېره ګټه ترې واخلي، له بل لوري دغه ودانۍ سیلانیان هم ور ماتوي او خلک یې لیدلو ته ورځي چې دغه چاره په خپله د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي. چین چې … نور ولولئ
سپورټ

کریم صادق: د نړیوال جام په اړه به د راشد هیله ډېر ژر پوره شي!

د افغانستان کرکټ ملې لوبدلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق ویلې، د کرکټ نړیوال جام په اړه به د راشد ارمان ډېر ژر پوه شي. کریم خان صادق پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلې، په راشدخان ارمان ویاړ کوو، چې پر ملې لوبډله او لوبغاړو د جام ګټلو باور لري. هغه لیکلې: «راشدخان ارمان دغه ارمان به ان شاء الله زر پوره شي، ستا په دغه باور چې په ځان او لوبډله یې لرې موږ … نور ولولئ