افغانستان

د دریو سرپرست وزیرانو برنامې؛ ولسمشر غني ترې څه وغوښتل؟

راپور: بشر درویش جمهوررئیس غني د کانونو او پټرولیم، پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزارتونو نوماند او سرپرست وزیران رسماً معرفي کړل ارګ وايي، افغان ولسمشر اشرف غني پرون مازیګر محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند او سرپرست وزیرانو په توګه رسماً معرفي کړل. د معرفۍ دا مراسم په ارګ کې … نور ولولئ
سپورټ

سنګاکارا: کولي سرښندونکی او له نورو جلا لوبغاړی دی

د سریلانکا هیواد د کرکټ ملي لوبډلي پخواني تکړه او نوموتي لوبغاړي کمارا سنګاکارا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ویراټ کوهلي د کرکټ په نړۍ کي د نورو لوبغاړو څخه یو جلا لوبغاړی دی. سنګاکارا ویلي، چې ویراټ کوهلي د اسټرالوي لوبغاړي ډونالډ براډمن څخه راوروسته لوړ مهارت، ښه فزیکي جوړښت او ښه چټکتیا لري. هغه زیاته کړه: «ویراټ کوهلي په واقیعت کې یو فټ لوبغاړی دی. زه په دې پوهېږم او هم … نور ولولئ
سپورټ

د لوبغاړو د رسمي اکاونټونو څارپيلیږي؛ کرکټ نړیواله شورا دا کار ولې کوي؟

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې دوی له دې وروسته د لوبغاړو رسمي اکاونټونه په خورا جدیت سره څاري. دا اقدام وروسته له هغه کېږي، چې د یادې شورا د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د ځېنو لوبغاړو له اکاونټونو یا ګڼونونو د فساد مسیجې ولېدلې. د کرکټ نړیواله شورا وایي د کرونا ویروس له امله د لوبو ځنډېدلو په وجه لوبغاړي او د لوبډلو مالکان یو بل نه ویني، چې دې چارې د … نور ولولئ
افغانستان

له هرات وروسته نورو ښارونو کې هم له محاکمو د قبالو ورکړه، انتقالیږي

راپور: بشر درویش ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزي د وزارت د ځمکوالۍ چارو تنظیم معینیت تر چتر لاندې د ټولو برنامه، شویو کړنو، لاس ته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه د رپوټ واورید. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ځمکوالۍ چارو تنظیم معین ګل الرحمان توتاخېل د ځمکوالۍ شالید تشرېح کړ او د جیودیزي، کدستر او قبالې عمومي رییس ظاهر سلطاني او دغه راز ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان، ایران ته د یو لړ مهمو مسایلو په اړه لوړپوړی پلاوی استوي

راپور: بشر درویش د افغانستان حکومت ویلي چې ایران ته د یو لوړپوړی پلاوی استوي چې د وروستیو پيښو په شمول په یو لړ مهمو مسایلو به خبرې کوي. حکومت یاده پریکړه د افغان ملي امنیت شورا په غونډه کې کړې. دا غونډه پرون ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوې ده. ارګ په دې اړه یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې غونډه کې د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو … نور ولولئ
افغانستان

ده سبز کې د دوه میلیونه نفوس په ظرفیت د کابل نوی ښارجوړیږي

راپور: بشر درویش ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محمود کرزي د وزارت یو شمېر معینانو سره مل د دغه وزارت د سروې او ښاري برنامه جوړونې انجینیرانو سره په کتنه کې په ده سبز ولسوالي کې د نوي کابل ښار جوړولو طرحې په اړه خبرې اترې وکړې. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر وویل: «د کابل نوي ښار جوړول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تازه او … نور ولولئ
ادبیات

مورې ناروغه مورې! – شعر

شعر:شپنه سلګۍ مورې ناروغه مورې! زه دې د ځان سره ناروغه کړمه درته کتى نه شمه مورې!له کله نه چې ناروغه شوې يې ته ما له هغې ورځې نه ستا په هندارو ليونو سترګو کې ځان ته کتلې نه دي سترګې دې نه غړيږي ما له هغې ورځې نه ستا مهربانه سترګې د خپل اسمان د سپوږمۍ په پلوشو باندې مينځلې نه دي مور جانې يه مورجانې! اخر ته ولې ماته غږ نه کوې؟ سترګې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

یو څوک باید ولرې (د لړۍ تحلیل و تاثر)؛ زموږ ژوند او پیغام

لیکنه: سعید خان صایم څو میاشتي کېږي په یاران وېب پاڼه کې داغلې مهر تاج د لیکنو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده. دا لړۍ چې عنوان یې دی (یو څوک باید ولرې) د ډیریو پیغلو او ځوانانو د خوښې وړ ګرځېدلي. ما دا ټولې لیکنې له لومړۍ برخې تر اوسه له کمنټونو او د هېوادوالو له نظریاتو سره لوستي، غواړم دلته یې په لنډو کې له خپل لیدلوري تحلیل کړم. دا لیکني د یوې … نور ولولئ
خوندیتوب

د پرله‌پسې اېشول شوو اوبو زیانونه

ژباړه: عایشه حیدري عامه ذهنیت دا دی چې د اوبو اېشول، په اوبو کې موجود میکروبونه او مضرې بکټریاوې وژني، چې دا خبره تر یوې کچې سمه ده، خو کله مو فکر کړی دی چې د اوبو بیا بیا اېشول او ترې ګټه اخیستل څه زیانونه لري؟ د هارورډ د پوهنتون د څېړونکو په وینا، د اوبو په اېشولو سره په د اوبو په ترکیب کې ځينې ژور بدلونونه را منځته کېږي، په اوبو کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له ستونزو تېښته، د حل لاره نه ده

ژباړه: خالد دانشيار سيدي تاسې به له خلکو اورېدلې وي چې ژوند اسانه نه دی. هو رښتيا ده، که چېرې ژوند اسانه وای، خوندونه به يې نه و. ژوند له ټولو چارو سره د مبارزې په معنا دی، چې په يو وخت کې له مختلفو ستونزو سره مخ کېږو، خو بيا هم دا ځانګړی خوند لري. موږ ټول په ورځني ژوند کې ډېرې ستونزې لرو، او ورسره مخ کېږو. اکثره وخت راته ډېره ستونزمنه وي … نور ولولئ