افغانستان

ساده خوشحالۍ؛ ICC دا جمله دې افغان ماشومانو ته کارولې!

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د دریو افغان ماشومانو هغه انځور خپور کړی، چې د کرکټ په لوبه بوخت دي. دې انځور کې درې افغان ماشومان د کرکټ کولو په حال کې دي، چي یو ماشوم توپوهنه، بل ماشوم توپ اچونه او درېیم ماشوم بیا ډګر ساتنه کوي. د کرکټ نړیوالې شورا د دې انځور سره د «ساده خوشحالۍ) جمله لیکلې، چي د ډیرو کورنیو او بهرنیو … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا کې د کرکټ ۱۲ اوریزه لوبې وځنډول شوې!

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د درو لوبډلو ترمنځ په سویلي افریقا کې د کرکټ نوي فارمټ سیالۍ پلان کړې وې، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدلې. د رواني جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوري د دریو ځايي لوبډلو ترمنځ  د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پیلیدې، خو د کورونايې ګواښونو له امله نامعلومې نېټې ته وځنډول شوې. د سویلي افریقا کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې … نور ولولئ
سپورټ

سریلانکا اګسټ میاشت کې د کرکټ کورنی لیګ پيلوی

د سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې په راتلونکې اګسټ میاشت کې به د سریلانکا د کرکټ کورنی شل اوریزه لیګ پيل کړي. د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې له هند او بنګله دېش سره بیلابیل سریزونه درلودل، چې دا سریزونه د کورونا ویروس له امله د خطر سره مخ شوي دي. خو اوس سریلانکا کرکټ بورډ پلان نیولی، چې د یادو سریزونو په ځای راتلونکې اګسټ میاشت کې خپل کورنی د کرکټ لیګ پيل کړي. … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو ته په هند کې د افغان پناه غوښتونکو ليک.

خبريال: مدثر دعوت په هند کې مېشتو افغان پناه غوښتونکو د ملګرو ملتونو سرمنشي او د اروپايي ټولنې رئيس ته ليک لېږلی. دې پناه غوښتونکو له دواړو ادارو غوښتې چې ددوی د پناه غوښتنې په اړه دې سر وګرځوي او د پناه غوښتونکو پر عالي ادارې دې فشار وارد کړي. دوی وايي چې ژوند يې د جنګي اسيرانو په څېر دی،د ژوند لپاره لومړنۍ اسانتياوې نه لري او ماشومان يې له زده کړو بې برخې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا درجه‌بندي او پکې د لسګونو افغان لوبغاړو شتون

لیکنه: سمیع الله درانی افغان لوبغاړي اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې مطرح لوبغاړي دي او په درې واړو ډولونو لوبو درجه‌بندۍ کې د جدول په سر منځ او اخر کې یې ځایونه خپل کړي دي. ټېسټ کرکټ لوبې او پکې د افغان لوبغاړو شتون د ټېسټ لوبو د توپوهنې په درجه‌بندۍ کې څلور افغان توپوهونکي شته دی. رحمت شاه زرمتی د ۴۰۰ نومرو په لرلو سره په سلو توپوهونکو کې ۷۷ یم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په څو ګټورو تګلارو سره د وخت له بېځایه لګښت څخه مخنیوی

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو له هغو پوښتنو څخه، چې تل ورسره مخ یو، دا ده چې څنګه د وخت له بېځایه تېرېدلو څخه مخنیوی وکړو او څنګه چلند وکړو، چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه ولرو. دا مقاله به په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي. موخې مو وپېژنئ په دې ځای کې زموږ منظور ستاسو ټولیزې موخې دي، څه د کار او څه د شخصي ژوند لپاره وي، مثلاً تاسو … نور ولولئ
پوهنه

ولې ځیني کسان ډیرې خبرې کوي یا خاندي؟ په اړه یې ارواپوه درسره غږیږي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو آیا داسې کسان مو لیدلي، چې ډېرې خبرې کوي، ډېر خاندي او په اصطلاح نور ترې په عذاب وي؟ نن د همداسې یوې اروايي ګډوډۍ اړوند له استاد شرف الدین عظیمي سره غږېدلې یم. د دې موضوع فکر هله راته پيدا شو، چې د یوې بلې مرکې په موخه د استاد دفتر ته راغلې وم، هغه مهال له یوې ښځې سره معرفي شوم چې خپله لور یې استاد … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ: فرهان یوسفزی له دندې نه لرې کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي سلاکار انجنیر عبدالله بارکزی وایي چې په کرکټ بورډ کې اوسنۍ رهبري په خپل ځای پاتېږي. عبدالله بارکزي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د افغان کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د ادلون او بدلون موضوع هېڅ حقیقت نه لري. بارکزي ویلي، چې فرهان یوسفزي د نورو مسوولینو خلاف د کرکټ د پرمختیا او پراختیا لپاره بنیادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپیریال … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان لخوا ایم ایس ډوني څنګه بولډ شو؟

لیکنه: سمیع الله درانی مایکل هسي؛ ډوني مې نصیحت ونه مانه، نو د راشد خان د توپ اچونې ښکار شو. د سوځولو کیسه یې د اسټرالیا پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي او د چینای سوپر کېنګز کرکټ لوبډلې د توپوهنې برخې روزونکي مایکل هسې کړې ده. هغه وایي “د ۲۰۱۸ م آی پي اېل سیالیو مهمو یا پلی آف لوبو پرمهال ما ډوني ته مشوره ورکړه، چې د راشدخان ګوګلي او لېګ برېک توپ ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په یوه پاڼۍ کې زیاتې شپږیزې او ریکارډونه

لیکنه: سمیع الله درانی په کرکټ کې هر لوبغاړی هڅه کوي چې مثبه کارکرده‌ګي وکړي. ځینو لوبغاړو بیا د ځان، لوبډلې، هېواد او ان د کرکټ نړۍ ته په ریکارډونو جوړولوسره ویاړ وربښلی دی. د زیاتو شپږیزو ریکارډونو کې پر افغانستان د مورګن ریکارډ ۲۰۱۹ م نړیوال پنځوس اوریز جام د افغان لوبډلې لپاره له ننګونو ډک و، پر افغان کرکټ لوبډله ګڼ ریکارډونه جوړ شول، چې یو له دغو ریکارډونو د انګلستان د یو … نور ولولئ