سپورټ

انوشکا شرما: زیات دلایل دي،چې زه په ویرات کوهلي ویاړم

لیکنه: بهار سمسور د هندي سینما وتلې ستورې اداکاره د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي میرمن انوشکا شرما وایي، زیات دلایل موجود دي،چې زه باید په خپل خاوند وویاړم. د یوې ورزشي ادارې له خوا په جوړوشویو مراسمو کې هندي کریکټ لوبډلمشر ویرات کوهلي او انوشکا شرما ګډون کړی و،په دې مراسمو کې ویرات کوهلي هم ویلي و،چې د خپلې میرمنې سره خوښ دی او ژوند یې په ښه ډول سره روان دی،خو انوشکا شرما هم … نور ولولئ
سپورټ

سنګاپور په شل اوریزه لوبه کي زیمبابوې ته ماته ورکړه.

لیکنه: عبدالله عادل زیمبابوې موده وړاندي د کوربه بنګلدېش او افغانستان تر منځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي افغانستان ته ماته ورکړې وه خو تېره شپه یې د سنګاپور لوبډلي څخه د څلورو منډو په توپیر ماته وخوړه. لوبه د کوربه سنګاپور، نیپال او زیمبابوې تر منځ د درې اړخیزه شل اوریزو لوبو د لوبلړۍ په لړ کي ترسره سوه . سنګاپور لوبډلې له ټاس ګټلو وروسته د لومړي وار توپ … نور ولولئ
خواړه

ګل ختمي او روغتیایي خواص یې !

ژباړه: نسیمه محمدي د ګل ختمي پاڼې او ګلان د دم شوي چای او شیرې په بڼه د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي. ګل ختمي سر بېره پر دې چې د غټو او رنګارنګ ګلانو په درلودو نه یواځې د کور او باغچې د ښکلا لپاره کارول کېږي، بلکه ډېری ناروغیو ته د درملو په توګه هم کارول کېږي. ګل ختمي په بېلابېلو فرهنګونو کې په تاریخي لحاظ ګل ختمي په ډېری فرهنګونو … نور ولولئ
خواړه

که مو د زړه رګونه بند وي، تره تېزک وخورئ!

ژباړه: نسیمه محمدي تره تېزک یو کلن بوټی دی، چې جګوالی یې شل تر دېرش شانتي مترو ته رسېږي او خام، خوړو ته خوند ورکولو لپاره او دم شوی بڼه کارول کېږي. نیازي فرد، چې د کرنې څېړنیز مرکز غړی دی وایي، د تره تېزک د پاڼو پر مخ د سپینو لکو شتون د ناروغۍ لامل دی او له خوړلو یې باید ډډه وشي. نیازی وړاندې وایي، تره تېزک ته په محلي ژبه کې تره … نور ولولئ
سپورټ

سیر بهادر زاده هم ماته وخوړه!

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه او نوموتی لوبغاړی سیر بهادرزاده تېره شپه د اتریشي سیال، چي په اصل کي د روسیې دی ولوبېد او په کم توپیر ئې ورڅخه ماته ومنله. د سیربهادر زاده یاد اتریشی سیال اسماعیل نوردیف نومیږي، چي د یاد هیواد ډېر تکړه لوبغاړی دئ. د بهادر زاده او نوردیف ترمنځ دا لوبه د آزادي مبارزې د یوه وتلي سازمان(UFC) له جملو څخه یوه لوبه وه. تر یادي لوبي مخکي سیر … نور ولولئ
سپورټ

باسکیټبال: افغان معلولینو ټیم په حنالاهود کپ کې اتلولي خپله کړه

د افغانستان د باسکيټبال معلولینو ملي لوبډلي د حنالاهود کپ په نړیوالو سیالیو کی لومړی مقام خپل کړی. دا لوبي د لبنان هیواد په کوربتوب د میزان میاشتي په لومړۍ نېټه پیل سوي وې، چي پرون د یادي میاشتي په شپږمه د افغان معلولینو ملي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په دې ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون ۵ هیوادونو کوربه لبنان، فلسطین، لیبیا او سوریې هیوادونو ګډون کړی وو. افغان لوبډلي د … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: د عُمان په وړاندي لوبې ته افغان لوبډله اعلان شوه

د راتلونکي اکتوبر میاشتي په ۱۰مه نېټه (راتلونکې پنجشنبه نه بله پنجشنبه) افغان فوټبال ملي لوبډله د عُمان فوټبال ملي لوبډلي سره لوبیږي، چي یادي لوبي ته افغان فوټبال فدراسیون پرون شنبه ۲۳ کسیزه ټیم اعلان کړ. په دې ۲۳ کسیزه لوبډله کي دا لوبغاړي شامل دي: په دې لوبډله کي د تېر په څېر دوه بدلونه راغلي هغه دا چي د ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی مصطفی آزادزوی او په افغان غوره لیګ کي د … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ مینوال، بارانونو تر پوزې راوستل

د کرکټ هغه مینوال چې کرکټ یې په زړه ورننوتی او لیدلو ته یې خورا لیواله دي، دوی شکایت کوي، چې د کرکټ لپاره باید اب و هو بدله شي. اورښت او د هوا حالات مخکې هم په کرکټ ډېر منفي تاثیرات غورځولي دي، حتی د نړیوالو پنځوسو اوریزو جامونو لوبې، ټېسټ لوبې او ان شل اوریزې لوبې یې ننګولي دي او ستونزې یې جوړې کړې دي. تازه د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د … نور ولولئ
سپورټ

مسلمان بالر په جېپور ښارکې کرکټ اکاډمي پرانېسته

عرفان پټان چې ۳۴ کاله عمر لري او د یوسف پټان ورور دی، اصل د هندوستان د ګوجرات ایالت اوسېدونکی دی، هغه د هند لپاره له کرکټ سره مخه ښه کړې ده او غواړي چې په مسلکي کرکټ اکاډمیو سره په هند کې مسلکي کرکټ لا پیاوړی کړي او معیاري اکاډمیانې جوړې کړي، تر دې دمه یې په ډیلي، نوېډا، رنچي، لودیانا، کوټا، پټنا، بنګلور، راجکوټ، مېن پوري، موربي، اکولا، پورټ بلېئر او لوناواډا سیموکې … نور ولولئ
سپورټ

نیپالي خدکا د سنګاپور خلاف لوبه ګټونکې سلیزه جوړه کړه.

لیکنه : عبدالله عادل د زیمبابوې ، نیپال او کوربه سنګاپور تر منځ د شل اوریزو لوبو د درې اړخیزه لوبلړۍ د نن په لوبه کي نیپال د سنګاپور لوبډلي ته په نهو ویکټو سخته ماته ورکړه. د لوبي ټاس د سنګاپور لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه دوی په ټولټال شل اورونو کي د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډي جوړي کړې او مقابلي لوبډلي نیپال ته یې د … نور ولولئ