سپورټ

زیمبابوې له سنګاپور څخه تر ماتې وروسته نیپال ته ماته ورکړه.

لیکنه : عبدالله عادل د کوربه سنګاپور ، زیمبابوې او نیپال تر منځ د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لوبلړۍ کي زیمبابوې لوبډلې له سنګاپور څخه تر ماتې وروسته ښه بیرته راتګ وکړ او تېره شپه یې نیپال ته ماته ورکړه. د نیپال او زیمبابوې تر منځ د شل اوریزې لوبي ټاس نیپال وګټی او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه . زیمبابوې په ټاکل سویو شل اورونو کي ۱۶۰ منډي جوړي کړې … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ بایللې لوبه مساوي کړه

ليکنه: صابرحميدي د اروپا تر ټولو ستر د فوټبال لیګ چمپېنزلیګ دوې اونۍ مخکي پیل سو، چي پرون سې سنبه ماخستن ئې ۸ لوبي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره سوې. د یادو سیالیو له ډلي ریال ماډریډ فوټبال ټیم د ګلب برګ لوبډلي کوربتوب په سانتیاګو برنباوو لوبغالي کي وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پای ته ورسېده. په یاده لوبه کي لومړی دوه ګولونه … نور ولولئ
سپورټ

خوست کې د کم عمره لوبډلې لپاره ازموینه واخیستل شوه

لیکنه: بهار سمسور د دوشنبې په ورځ د خوست کریکټ ملي ایکاډمۍ کې د ولایتي شپاړس کلنې کم عمره یا انډرسېکسټین لپاره ددغه ولایت له درۍ سوه ۳۰۰ تنکیو ځوانو لوبغاړو څخه ازموینه واخیستل شوه. یاده یوه ورځینۍ ازموینه د مس عینک زون رئس خوشال نیازي ، ددغه زون روزونکو محمدخان ځدراڼ او محمدجان حقیار، د خوست کریکټ نماینده سیدعالم، او د خوست ورزشي خبریالانو په شتون کې تر سره شوه. ازموینې ته د خوست … نور ولولئ
اقتصاد

انټرنیټي پېر و پلور؛ دا شیان ترې واخلئ، دا مه اخلئ

انلاین پېرو پلور نن په نړیواله کچه یو ورځینی کار ګرځیدلی او زیات خلک د اسانتیا لپاره له انټرنیټ څخه ډېر شیان پېري. په وروستیو کلونو کې دا مسئله په افغانستان کې هم عامه شوې ده او زیات خلک په انلاین بڼه د خپلې اړتیا وړ شیان پیري. دلته یو شمېر هغه توکي در پېژنو، چې په انټرنیټ یې اخیستل نه دي په کار. کوم توکي واخلو؟ ځینې شیان چې مشخصات یې اسانه او د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سور رنګ او جذابیت؛ ښځې یې ولې د نارینه وو د خپلولو لپاره کاروي؟

سور رنګ ته د مینې رنګ وایي. ویل کیږي، چې ډېر ځله ښځینه د نارینه وو د جذبولو ان د جنسي تحریک لپاره یې له دغه رنګ څخه استفاده کوي. د جنسي لارښوونو په اړوندو ځینو سپارښتنو کې خو دا سپارښتنه هم شوې، چې ښځینه دې د خپلو ژوند ملګرو د تحریکولو لپاره د خوب پر وخت له سور رنګه لباسونو څخه ګټه واخلي. د مینې په ورځ( ولینټاین) کې هم له سور رنګه ډالیو، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه د نړۍ یوه غوره د ژوند ملګرې اوسئ؟!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي له شک پرته ستاسي په ژوند کي حتمي داسي ورځي راغلي دي چي احساس کړي مو دي، د خپل مېړه له پاره د دنیا بهترینه ماینه تاسي یاست او دغي پایلي ته رسېدلي ياست چي یو د بل له یوځای اوسېدو او خبرو کولو څخه خوند آخلئ. خو څه پېښيږي چي دغه شېبې دوام نه پیداکوي؟ دا سمه ده چي په ژوند کي ترخې او خوږې وي، خو څنګه کولای … نور ولولئ
افغانستان

د ملاعمر او طالب حکومت ځینې جالبې؛ ملا مطمین یې په اړه څه وایي؟

ملا عبدالشکور مطمین، چې د طالب واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې د مشر ملامحمد عمر مجاهد نیږدې سلاکار او ملګری و، د یک تلویزون په ککتوس خپرونه کې مېلمه و. شکور مطمین د تکواندو استاد و، چې له کبله یې د ملاعمر د واکمنۍ پر مهال د بدني روزنې د ریس په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه په دې خپرونه کې د خپل ژوند، طالبانو تحریک، د دې ډلې د واکمنۍ، د ډاکټر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ترکیې له فرهنګي ښارونو او میراثونو سره اشنا شئ

ترکیه د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې زیات یې د لیدو لېواله دي. یاد شوی هېواد د عثماني امپراتورۍ مرکز و او اوس یې هم وراثت ور په غاړه دی. دغه هېواد د نورو ښیګڼو ترڅنګ جالب فرهنګي ارزښتونه او میراثونه هم لري. دلته به د دغه هېواد له فرهنګي میراثونو او مهمو فرهنګي ښارونو سره اشنا شئ. استانبول فرهنګي ښار استانبول جالب او خورا په زړه پورې ښار دی. داسې کورونه لري، … نور ولولئ
افغانستان

نجیب کابلی او اسراییلو سره اړیکې؛ وایي کابل کې د ګلونو نړیوال برج جوړوي

د افغانستان یو متنازع سیاستوال نجیب الله کابلی، چې ډېر وخت د ناندریو له کبله د ژبو پر سر و، په یوه تازه مرکه کې له اسراییلو سره د خپلو اړیکو تورونه رد کړل. هغه د یک تلویزون په ککتوس خپرونه کې مېلمه و، چې د مرکې مهم ټکي یې یاران خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. کابلی څوک دی؟ نجیب الله کابلی نیږدې ۴۸ کاله مخکې په کابل کې زیږیدلی. هغه د لېسې د زده … نور ولولئ
خوندیتوب

الوتکې ته تر ختو مخکې دا امنیتي ټکي مه هېروئ

الوتکه کې مزل نن یو عام او مهم انساني ضرورت دی. که غواړئ کنه، مجبوره یئ، چې یو ځای نه بل ځای ته په الوتکه کې هم لاړشئ. خو اکثره هغه خلک، چې زیات له الوتکو او قواعدو سره یې نه وي بلد، د سفر پر وخت ګڼو ستونزو سره مخ کیږي. دلته ځینې دغه قواعد یا اصول درسره شریکوو، تر څو په الوتکه کې د سفر پر وخت ستونزې سره مخ نه شئ. ټیکنالوژیکو … نور ولولئ