خواړه

کوچنې ته د مور د شیدو ورکولو ګټې

نوې پیدا شوې کوچنې ته باید تر هر څه ژر دمور شیدې پیل شي. اسلام موږ ته د پوره دوه کلونو لپاره دشیدو ورکولو سپارښتنه کوې. اوسنی ساینس نه یوازې دا چې ددې کارګټې دکوچنې لپاره ثابتوې بلکې خپله مور دکوچنې په نسبت زیاته ګټه کوې. الف: دکوچنې ګټې ۱: دمور شیدې دکوچنې د ودې او هضمې سیستم لپاره تر ټولو مناسب خواړه دي، چې د نړۍ هیڅ فورموله ( پوډرې شیدې) ېې ځای نشي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ۵ دقیقو کې داسې خپله ذهني نارامي ختمه کړئ

ذهني نارامتیا د اوسني عصر د انسان یوه عامه ستونزه ده. د دې نارامۍ لپاره هره شېبه په سلګونه دلایل پیدا کیږي. یانې ډېر داسې لوی او واړه شیان شته، چې انسان ذهناً ناراموي او نه پریږدي، چې نورماله ژوند او حواس ولري. خو حل لاره څه ده؟ څنګه کیدای شي، چې خپله ذهني نارامتیا په لږ وخت کې له منځه یوسو؟ دلته به په دې اړه ځینې مهمې مشورې درسره شریکې شي: ـ شین … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هند د کرکټ لوبډلې دوه لوبغاړي د فلم نړۍ ته راځي

د هند د کرکټ لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي به ډېر ژر د فلم نړۍ کې راښکاره شي او د کرکټ تر څنګ به د فلم ستوري هم شي. د راپورونو له مخې د هند د کرکټ د لوبډلې توپ اچونکي عرفان پټهان او هربجن سنګ به په تامل فلمونو کې کار وکړي. عرفان پټهان د هند د کرکټ لوبډلې پخوانی تیز بالر دی چې په خپل وخت د هند لوبډلې لپاره کلیدي رول لوبولی و. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په افغانستان کې د بې مزي غوږیو بازار تود شوی

د موبایلونو او د اړوندو توکو تولیدوونکو شرکتونو خبر ورکړی، چې افغانستان کې اوس د بې لاینه ګوشکیو یا بې مزو غوږیو بازار په ګرمېدو دی. دا ګوشکي د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر میاشت کې افغانستان ته هم راغلل او اوس یې خال، خال خلک په غوږونوکې لري. د کرېک بز وېب پاڼې یو مطلب خپور کړی، په دې مطلب کې راغلي، چې د ایکو بیټ په نامه غوږۍ اوس د کابل ولایت په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خفګان اصلي مقصر څوک دی؟

ژباړه: نسیمه محمدي خفګان، زر مخه لرونکې ناروغي ده، چې د ودې په حال کې هېوادونو، لکه زمونږ هېواد کې، پېچېدلی حقیقت لري داسې چې خُلقي نښې یې، بې اشتهایي، بې انګېزېتوب، بې خوبي، د پوچۍ احساس او مرګ ته لېوالتیا معمولاً د جسمي علایمو وروسته څرګندېږي. د جسمي علایمو څخه چې معمولا وګړي ورته ژر متوجه کېږي کولای شو د کمزورۍ احساس یا د مفصلونو دردونو څخه د دې ناروغۍ اړوند یادونه وکړو. ناروغ … نور ولولئ
افغانستان

همایون همایون: ظاهر قدیر د خپلې شتمنۍ په اړه دروغ ویلي

د ولسي جرګې پخوانی غړی او لومړی مرستیال همایون همایون، چې له مشهورو لانجمنو افغان سیاستوالو دی، تېره اونۍ د یک تلویزون د کاکتوس خپرونې مېلمه و. همایون په دې خپرونه کې مختلفې جالبې خبرې لرلې، چې مهم ټکي به یې دلته د یاران درنو لوستونکو سره شریک شي. همایون څوک دی؟ همایون همایون اصلاً د خوست ولایت اوسیدونکی دی. هغه ۴۴ کاله مخکې په کابل کې زیږیدلی او تر ۱۵ کلنۍ یې دلته ژوند … نور ولولئ
سپورټ

روهېټ شرما د اسټرالیایي توپ وهونکي ریکارډ مات کړ!

سمیع الله درانی د هندوستان اوپنر توپ وهونکي روهېټ شرما چې اوس یو ځل بیا ټېسټ لوبو ته مخه کړې او درې ټېسټ لوبو کې یې رول د لمر په څېر ځلاند څرګند شو، له خوښیو او جایزو سره مل دی. شرما په ۲۰۱۳ م کال کې د هندوستان لپاره د ټېسټ لوبو پیل د ویسټ انډیز خلاف کړی و؛ خو ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا د افریقا خلاف ټېسټ لوبو کې واخېستل شو؛ … نور ولولئ
سپورټ

پنځه هغه لوبغاړي، چې BBL کې تر لوبېدو وروسته به يې IPL هم ولوبوي.

سمیع الله درانی د کرېک ټرکر وېب پاڼې د دوو افغان لوبغاړو په ګډون پنځه داسې لوبغاړي رااخېستي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ م کال اسټرالیایي بېګ بېش لیګ به هم لوبوي او د دې سربېره به په آې پي ایل لیګ کې هم د پلور ښه بازار ولري. کرېک ټرکر وېب پاڼې د دوو افغان لوبغاړو ظاهرخان پکتین او قېس احمد یادونه کړې ده. د بېګ باش لیګ بولي د ۲۰۱۹ م کال د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د شخصي پرمختګ لپاره لنډ پلان

لیکنه: براین ټراسي ژباړه: غازي عابد هر څوک خپل مالي، روغتیايي او د ژوند د بیلابیلو رنګونو خپلولو اهداف لري، خو دا اهداف هسې نه ترلاسه کیږي، بلکې زیار و کوښښ غواړي. تر ټولو لومړی مطالعه یا لوستنه ده او همداراز کار… نور څو ټکي: ۱- ارزښتونه مو وپيژنئ. مخکې له دې چې ته یو کار پيل کړې، تر ټولو لومړی باید په دې پوه شي چې ستا لپاره مهم یا ارزښتونه څه شي دي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فعال او نوښتګر خلک دا ۱۰ عادتونه هم لري

لیکنه: میډو مهروس ژباړه: غازي عابد  هغه خلک چې فعاله او کارنده وي، تر ډیره ځیني هغه کړنې کوي چې فعاله یې ساتلی شي. دلته هم هغه څو ځانګړنې چې که ترسره یې کړئ، ممکن فعاله اوسئ او ابتکار مو په برخه شي. ۱- سپورت کوي. هغه خلک چې موږ یې فعاله بولو، هغوی ورزش کوي او په همدې سره د لا نور ابتکار او فعاله اوسیدو لپاره ځان چمتو کوي. ۲- هغوی هغه څه خوري چې صحت … نور ولولئ