سپورټ

مصباالحق وایي، د اسټرالیا هوا او حالت له نورې نړۍ سره توپیر لري.

سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مصباالحق ویلي، چې اسټرالیا کې له اسټرالیا سره لوبه کول، ستره ستونزه ده؛ بل د هغه ځای هوا سره د لوبغاړو بلدتیا بله ستره ننګونه ده، چې دوی به یې مخکې ولري. د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی اوس له دې هم وېره لري، چې سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته په لاهور ښار کې ماته ورکړه او پاکستانۍ لوبډله یې وایټ واش کړه، اوس یې دوهمه … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون یکشنبه عربستان هیواد ته ولاړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د راتلونکي نومبر میاشتي د ۶مي نېټې څخه د یادي میاشتي تر ۱۰مي نېټې پوري د عربستان هیواد په کوربتوب الخبر ښار کي ترسره کیږي. په … نور ولولئ
سپورټ

ډېوېډ وارنر د خپلې زوکړې ۳۳ مه کلیزه په سلیزه ولمانځله.

سمیع الله درانی د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه وهلې او هغه یې هم د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ووهله. پرون د اکټوبر ۲۷ مه د وارنر د زوکړې له ۳۳ مې کلیزې سره برابره وه، دی لومړی لوبغاړی شو، چې د خپلې زوکړې په ورځ سلیزه وهي او ریکارډ یې ثبت کړ. وارنر … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد کې د ځوانانو د تفرېح لپاره د کريکټ لیګ پیل شو.

سمیع الله درانی د جلال اباد ښار په زړه د سراج العمارت زرغون بڼ کې د شرق او مېټرو په نومونو د دولس اوریز کرکټ لیګ پرانېستنه پرون سهار د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه وشوه. دا کرکټ لیګ د لس لوبډلو په ګډون د شایق مطبوعاتي نېټ ورک او مېټرو ادارې په مالي ملاتړ پیل شو. دې لیګ کې لسګونه ځوانان د سولې او له نشه یي توکو څخه د ژغورنې پېغام رسولو په … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا شپږمه لوبډله شوه، چې شل اوریزو لوبو کې په ستر توپیر بریا خپلوي.

سمیع الله درانی د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ اسټرالیا د سریلانکا د درې شل اوریز سیریز کوربنه وه، دا کوربتوب به د نومبر تر لومړۍ نېټې وي. دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې کوي، چې لومړۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په اډیلایډ ښارکې ترسره شوه. دې لوبه کې د اسټرالیا توپ وهونکو خورا وېروونکې توپ وهنه وکړه، سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه. … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: کابل کي د ۱۴ کلنو ترمنځ لوبي پاي ته ورسېدې.

ليکنه: صابرحميدي دوې اونۍ مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي فوټبال لوبغالي کي د ۱۴ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال لوبي پيل سوي وې، چي پرون شنبه د مکرویان لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د مکرویان لوبډلي سره د یادو سیالیو پایلوبي ته رسول شهید لوبډلي لاره پیداکړې وه، چي د یادو لوبډلو ترمنځ لوبه ۱ ګول په مقابل کي د ۱ ګول په … نور ولولئ
په زړه پورې

مشهورې امریکایې فلم ستورې، ریکارډ جوړ کړ

مشهورې امریکایې فلم لوبغاړې او فلم جوړونکې جینیفر انیسټن په انسټاګرام کې د لومړي ځل لپاره راتلو او اکونټ جوړولو وروسته نړیوال ریکارډ مات کړ. فلم لوبغاړې څو ورځې وړاندې په انسټاګرام باندې یو اکونټ جوړ کړاو پرې د خپلو همکارانو او فلم لوبغاړو سره تصویرونه خپاره کړل. جینیفرانسټین د انسټاګرام اکونټ جوړولو خبر یې د مینوالو تر منځ په ډېرې تیزۍ سره خپور شو په یوازې پنځه ساعتونو او ۱۶ دقیقو کې د نوموړي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې مېرمن او خاوند باید یو بل ته ډالۍ ورکړي؟

۱)ځکه کله چې مېرمن خپل خاوند ته ډالۍ ورکړي یا هم خاوند خپل مېرمني ته ډالۍ ورکړي نو دوی یو بل ته نیږدې کیږي او ددوی مینځ کې د صمیمت فضا منځ ته راځي. ۲)ځکه کله چې خاوند یې خپلي مېرمني ته ډالي ورکړي نو خانمه یې دا احساس کوي او پوهېږي چې زه خپل خاوند ته ارزښت لرم همداسي خاوند یې هم. ۳)مېرمني په ډالۍ اخستلو خوشحالیږي. ۴)ډالۍ ورکول د خاوند او مېرمني ترمنځ … نور ولولئ
روغه سټه

یوازې د درې ورځو په لړ کې د بڼو ګڼوالی تجربه کړئ!

ژباړه: نسیمه محمدي د ښایسته او لوړو بڼو درلودلو لپاره د بڼو کرلو او نورو درملنو ته اړتیا نشته تاسې کولای شئ د بڼو د ګڼوالي او سترګو ښکلا لپاره د یوې ګټورې طریقې څخه، پرته له هېڅ ډول زیان ګټه واخلئ. څنګه کولای شو یواځې د درې ورځو په جریان کې، د بڼو او وریځو ودې ته چټکتیا وبښو؟ که څه هم هېځوک نشي کولای د ډېرو لاملونو له کبله لکه: جنېټک، خاص روغتیایي … نور ولولئ
په زړه پورې

پاکستانۍ سندرغاړې، په نریندرا مودي ځانمرګي برید لپاره چمتووالی ښودلی

پاکستانۍ سندرغاړې د ځانمرګي د واسګټ سره یو تصویر په ټولنیزه رسنۍ کې خپور کړی او پر نریندرا مودي یې د ځانمرګي برید هیله کړې. پاکستانۍ هنرمندې رابيې پیرزاده په انسټاګرام دغه تصویر خپور کړی خو وروسته یې بېرته ډیلیټ یا پاک کړی. تر دې وړاندې هم رابیې پېرزاده په یوه انسټاګرام پوسټ کې یوه ځنګلي قضیه وړاندې کړې وه چې په کې د هند د لومړي وزیر توهین او سپکاوي ښکاري، تر دې وروسته … نور ولولئ