سپورټ

فوټبال: نن بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه لوبي لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۲مي اونۍ په لوبو کي د نړۍ دوې قوي لوبډلي بارسلونا او ریال ماډریډ دواړه په یاد لیګ کي لوبي لري. بارسلونا د لوانتې په وړاندي او ریال ماډریډ بیا د ریال بیټیس فوټبال ټیم په وړاندي میدان ته کښته کیږي. د بارسلونا او لوانتې لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه ماښام د کابل په وخت اوه نیمي بجې پېلیږي. دا لوبه د لوانتې لوبډلي په کوربتوب کوتات ډي والینسیا په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ کې هېڅ خنډ شتون نه لري

ژباړه: نسیمه محمدي هېڅ خنډ او مانع په نړۍ کې شتون نه لري. که تاسې د یوې چارې د سرته رسولو لپاره د زړه له تله پرېکړه وکړئ تر سره کولی یې شئ. یو سپين ږیري سړي په یوه کلي کې یوازې ژوند کوو. هغه غوښتل خپله کرونده د آلوګانو د کرلو لپاره یوي( قُلبه) کړي، خو دا چاره ده ته ډېره سخته وه. یواځنی زوی يې چې کولی یې شو له خپل پلار سره … نور ولولئ
سپورټ

سريلانکا د اسټراليا له لوري کلين سويپ سوه!

ليکنه: مدثر دعوت اسټراليا په دريمه نړيواله ۲۰ اووريزه لوبه کي هم سريلانکا ته ماته ورکړه. د سريلانکا او اسټراليا ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو لړۍ دريمه لوبه کي اسټراليا د لوبي پچه وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. سريلانکا په پوره ۲۰ اورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۳ منډي هدف وټاکی. د سريلانکا لپاره کوسل پريرا ۵۷،پرنیندو ۲۰ او راجاپکسا ۱۷ منډي وکړې. د اسټراليا لپاره ميچل سټارک،ريچارډسن او … نور ولولئ
سپورټ

ګلین مکسویل ته سارا ټېلر د ژر رغېدو دعا کړې!

سمیع الله درانی ګلېن مکسویل چې د اسټرالیا مېډل ارډر چټک توپ وهونکی او توپاني الراونډر دی، په شل اوریزو لوبو کې تر دې دمه دوهم نمبر توپ وهونکی هم دی. نوموړی وخت ناوخت داسې توپ وهنه کوي، چې نړیوال ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. هغه د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې د اسټرالیا لپاره چټکه توپ وهنه وکړه. هغه په ۲۷ … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د هنډ بال ساحلي لوبي پیل شوې

د مسئولنیو په خبره پرون چهارشنبه د کابل بدني روزني عمومي ریاست په ورزشي لوبغالي کي د هنډ بال ساحلي لوبي پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل دي. د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کي د افغانستان بدني روزني او اُلمپيک ملي کمېټې رئيس حفیظ الله ولي رحیمي او یو شمېر نورو ورزشي مسئولینو ګډون کړی وو. د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري په خپره … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي لوبي پیل شوې

د چهارشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د سولي په نوم د فوټبال ولایتي ټورنمنټ پیل سو، چي پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی. د یاد ټورنمنټ د پیل مراسمو کي د کندهار امنیه قومندان تادین خان او د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب تر څنګ نورو چارواکو، لوبغاړو او مینوالو ګډون کړی وو. د یادو سیالیو مالي ملاتړ هم امنیه قومندان تادین خان او مرستیال والي عبدالحنان منیب کړی. د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ټول بریالي مدیران دا پنځه ځانګړتیاوې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری کسان په دې باور دي، چې ځینې ځانګړتیاوې په ښو او بریالیو مدیرانو پورې تړاو لري؛ د بېلګې په توګه د سازمان لپاره تر خپل مدیریت لاندې د مشخص او رښتیني لر لید انځورول، دا بېلګه او موارد هغو ځانګړتیاوو په څېر دي، چې ډېر زیات مشخص او روښانه دي، خو یو بریالی مدیر په بشپړه توګه له ډېرو نورو ځانګړنو څخه برخمن دی. په مدیریتي بحثونو کې دا پابته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنگه ځان خوشحاله ساتلى شو؟

د ځان د خوشحاله ساتلو لپاره ځیني لارې چاري دي ترڅو موږ خوشحاله کړي: ۱: د امریکا د یېل پوهنتون د دماغي زده کړو او روانپوهنې پروفیسوره لوری سانتوس وایي: خوشحالي داسي څه نه ده چې پخپله کېږي، بلکې که موږ یې تمرین وکړو نو دایې ښه لاره ده. دا وایي: ساینس ثابته کړې چې د ځان خوشحالول یو ډول خوارۍ ته اړتیا لري دا اسانه کار نه دی، وخت غواړي نو غوړه لاره یې … نور ولولئ
سپورټ

سندکن د سټیف سمېت په رن اوټ کولو کې غلط شو او د خلکو د مسخرې شو!

د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د اکټوبر په ۳۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په برېسبېن ښار کې ترسره شوه. سریلانکا ۱۹ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷ منډې وکړې. اسټرالیا دا هدف په ۱۳ اورونوکې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه. اېرون فېنچ په صفر وسوځېد؛ خو ډېوېډ وارنر یو ځل بیا ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ارنلډ شوارزنګر: هند ته د تګ لپاره اوس وخت نه لرم

د هالیوډ مشهور فلم ستوري ارنلډ شوارزنګر نه یوازې دا چې په امریکا کې ډېر زیات مینوال لري، بلکې په ټوله نړۍ کې ښه پرېمانه مینوال او خوښوونکي لري. په همدې تړاو خپاره شوی خبرونه کې ویل شوي وه چې دغه لوبغاړی به روان کال نومبر په میاشت کې هند ته سفر وکړي. داسې خبرونه خپاره هم شوي وه چې ارنلډ به د هندي په مهاراشټرا ایالت کې پاتي او هلته به د فټنس په … نور ولولئ