سوله

پاکستانیان عمران خان ته نوبل جایزه غواړي

نیږدې ۳ سوه زره پاکستانیانو د ډله ییزو لاسلیکونو په کولو سره خپل صدراعظم عمران خان ته د سولې د نوبل جایزې په نومانداتو کې د نوم لیکنې غوښتنه کړې ده. د هندي پیلوټ خوشې کیدل دا پاکستانیان د عمران خان په امر د هند د یوې جنګي الوتکې د پیلوټ خوشې کول سولې ته د عمران خان قرباني او لېوالتیا ګڼي. دوی باور لري، چې د صدراعظم دغه کار یې د هندوستان او پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان پر وړاندې د هند او افغانستان ملامتول؛ حکمتیار د پاکستان دفاع ته راووت

د حزب اسلامي مشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید ګلبدین حکمتیار د پاکستان او هند د وروستیو ناندریو په اړه اعلامیه ورکړه. په دې مطلب کې د اعلامیې مهم ټکي او شننه وړاندې کیږي: د حکمتیار اندیښه ګلبدین حکمتیار په اعلامیه کې د پړې ګوته هند ته نیولې او په مقدمه کې یې پر ازاد کشمیر د هند د هوایي ځواک د بریدونو پیل د وروستیو ناندریو سبب ګڼلی. هغه د دغه برید په … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ کې وایټ واش او کلین سویپ

کرکټ کې ډېر زیات اصطلاحات دي، لکه څنګه چې کرکټ د انګلستان لوبه ده، نو د دې لوبې زیاتره ترمېنالوژي هم په انګریزي ژبه ده. د کرکټ په اصطلاحات کې به تاسې د نو ریزلټ ( بې پایلې)، ډیلېډ ( ځنډېدل)، انټرپټ ( مداخله) او داسې نور اصطلاحات اورېدلي او یا به د کرکټ اړوند وېب پاڼو کې لیدلي وي. دا هره یوه اصطلاح به مونږ د یاران له لارې در پېژنو؛ خو اوس درته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ۵ خبرو لپاره برېښنا لیک مه لېږئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل برېښنالیک د اداري چارو لپاره ډېر ښه دی، د غونډو د همغږي کولو، د اړیکو د تنظیمولو او د وروستیو پړاوونو د تائید لپاره ترې ګټه واخلئ. لاندې له ۵ مواردو څخه یادونه شوې ده، چې هېڅکله باید د هغو لپاره برېښنا لیک ونه لېږئ. که چېرې ستاسو بالقوه پېرېدونکی ( مشتري ) د برېښنا لیک په اوږدو کې، له دې سر لیکونو څخه هر یوه ته یې نږدې شي، هغه … نور ولولئ
سپورټ

د سمیت او وارنر د راتګ په اړه د لوبډلمشر څرګندونې

لیکنه: بهار سمسور ډېوېډ وارنر او ایرون فېنچ څه کم یو کال له هغه بندیز کړیږي چې د جنوبي افریقا خلاف په ټېسټ لوبه کې د توپ خرابونې په قضیه کې د بېن کرافټ تر څنګ له نړیوال کریکټ محروم کړل شوي دي. د اسټرالیاوۍ لوبډلې اوسني مشر ایرون فېنچ په هندوستان کې رسنیو ته ویلي فکر نه کوي چې دغه دواړه لوبغاړي به په مارچ میاشت کې د پاکستان خلاف د یوه ورځینیو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

په هندوستان کې نوی یو اوریز کریکټ پیلیږي

لیکنه: بهار سمسور د یو شمېر مشهورو لوبغاړو ویرینډر سهواګ، سریش رینا،برینډان مکلم،تلکرتني دلشن،هربجن سېنګ، محمد کېف، ځوان شبمېن ګېل او ځينو نورو لوبغاړو په شتون کې د یو اور (سوپر اور لیګ) پیلیږي. د دغې لوبې قوانین د کریکټ پر ټولو اصولو مالامال دي، خو د سوپر اور په څېر هره لوبډله به دری لوبغاړي لري او همدا دری لوبغاړي به توپ وهنه او توپ نیونه کوي. دغه ټورنمېنټ د روانې مارچ میاشتې په … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کوهلي غواړي چې تر ای پي اېل مخکې نړیوال جام ته لوبډله اعلان شي

لیکنه : بهار سمسور هندی لوبډل مشر ویرات کوهلي وايي ای پي اېل د لنډ فارمټ شل اوریزه لوبې دي، خو د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریزه لوبې په مخکې لرو، باید کورنۍ د کم اورونو لوبې د نړیوال جام لپاره لوبډلې ته مخکې نه کړای شي. کوهلي زیاتوي: «دا سمه ده چې یو یا دوه هغه لوبغاړي چې باید په نړیوال جام کې د هند په لوبډله کې وي خو په ای پې اېل … نور ولولئ
ژوند بڼه

له لېوانو سره لوی شوی سړی وايي، انسانانو سره ژوند ستړی کړی

مارکوز رودریګز پانتوجا، هغه هسپانوی دی چې ۱۲ کاله یې په یو غره کې له لیوانو سره تیر کړي دي. نوموړی چې اوس له ډیر کلونو راهېسې له انسانانو سره ټولنه کې اوسیږي، وايي: له انسانانو سره له ژوند ناهیلی او ستړی شوی دی. مارکوز څنګه لېوانو سره لوی شو؟ کله چې مارکوز ماشوم و مور یې مړه شوه، هغه وايي ښايي شپږ کلن یا پنځه کلن به و چې نشه يي پلار یې پر … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکایي میلیونر کیسه؛ یو وخت زوی سره په تشناب کې ویده کیده

ژباړن: بشر درویش کریس گاردنر هغه امریکایي میلیونر دی، چې یو وخت د سخت غربت له کبله له خپل زوی سره په تشناب کې ویده کیده. هغه اوس د نړۍ له مطرحو میلیونرانو څخه دی. په دې مطلب کې به د دغه میلیونر د ژوند او لوړو ژورو کیسه درته وکړو: دا سړی سختیو مات نه کړ! کریس گاردنر هغه میلونر دی، چې د ژوند سختیو ځانته تابع او مات نه کړای شو. دغه میلیونر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د غاښونو ډاکټري؛ په دې ډول یې ښه ډاکټر موندلی او ورتللی شئ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د غاښونو ناروغي یوه عامه ناروغي ده؛ په افغانستان کې خو له څه مودې راهیسې د دغې ناروغۍ له زیاتوالي او هم یې د درملنې د کیفیت له خرابوالي شکایتونه زیات شوي. تاسې یا د کورنۍ غړي مو هم ممکن له دې ناروغۍ سره په عذاب اوسئ او اړتیا به لرئ، چې د ښه ډاکټر/ ډاکټرې په موندلو کې یې مشوره درکړل شي. نو راځئ دا مطلب ولولئ، ځینې مشورې … نور ولولئ