ټولنیز ژوند

ماشومان د والدینو دا چلندونه هېڅکله نه هېروي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د والدین چلند د ماشومانو په ذهن کې یې د تل لپاره پاتې کېږي، ځکه چې د ماشومانو لپاره تر ټولو لومړۍ او اصلي بېلګه یې مور او پلار دي. خپله ځیرکتیا او دقت لاپسې ډېر کړئ، ځکه ماشومان ستاسو ټولو چلندونو ته په ډېر دقت سره ګوري. که چېرې فکر کوئ، چې ماشومان د والدینو چلند ته نه ګوري او دغه راز ورته پام نه کوي، نو ستره تېروتنه کوئ. … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا د افغان لوبغاړو هڅې او وړتیاوې ستايي

نن سبا د آې سي سي په انټرنیټې پاڼو د افغان لوبغاړو او لوبډلو انځورونه ښکته پورته کېږي، دا یواځې انځورونه نه دي بلکې د دې انځورونو په دننه کې دومره ځواکمنې کلمې لیکل شوي، چې د افغانانو هیلې ژوندۍ کوي او لوبغاړو ته لوړ ځواک وربخښي. د کرکټ نړیوالې شورا اوس د خپلې پاڼې کور فوټو یا کور انځور د افغانستان د لوبغاړو څخه لګولی دی او دا چې افغانستان لومړۍ تاریخي بریا خپله … نور ولولئ
افغانستان

د توماس جاسېلین او بېل روګیو لیکنه: له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

سرچینه: پولیټیکو ژباړه: ډاکټر فهیم ساپی داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولي لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ اراده لري چې ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر له یوولسمې پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده. تېره اونۍ، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې … نور ولولئ
سپورټ

د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې په لومړي ځل پنځه افغان لوبغاړي راڅرګند شول

دا چې افغانستان اوس تازه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړی او یواځې دوه ټېسټ لوبې یې کړي دي؛ نو په ۲۰۱۹ کال له مارچ میاشت وړاندې یې لوبډله او لوبغاړي په درجه بندۍ کې نه وو شامل؛ خو اوس د افغانستان پنځه لوبغاړي په بې ساري پرمختګ سره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې راګډ شوي او پرمختګونه یې کړي دي. افغانستان ایرلېنډ ته په یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې په ۷ وېکټو ماته … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت او ټرمپ د ادارې خوږه دوستي ولې خرابه شوه؟ د سیاسي علومو له ډاکټر احمد ویس وردګ سره پرې غږیدلي یوو.

احمد ویس وردګ د سیاسي علومو ډاکتر او دا مهال د امریکا په هارټفورډ پوهنتون کې استاد دی. نوموړی د امریکا په نورو پوهنتونو کې هم استاد پاتې شوی او د امریکا د سیاست، نړېوالو اړیکو او مقایسوي سیاست تدریس کوي. هغه تر دې مخکې په افغانستان کې د ګوربت فرهنګي ټولنې او ګوربت مجلې موسس و. ګوربت دوه میاشتنۍ مجلې هغه مهال د ملي ارزښتونو په روزلو کې بې سارې ونډه درلوده. له ویس … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د فکر د مثبت بدلون لپاره اته ګامه

ژباړه: محمدشبیرحسن زي که غواړئ چې د فکر بڼه مو مثبته شي، لاندې اته ګامه په دقت تمرین کړئ. لومړی ګام: د تمرکز بدلون او د مثبتو مواردو لټه باید یو ښه پلټونکې واوسې چې د ژوند پر مثبتو اړخونو دې تمرکز کوې. په افرادو کې د نیمګړتیاوو پر ځای هڅه وکړه چې د هغو ښېګڼې او مثبت ټکې پیدا کړې. ددغه مطلب یادونه ځکه کوم چې موږ ډېری داسې عادت شوي یو چې منفې … نور ولولئ
روغه سټه

هغه عوامل چې د حافظې د کمزوتیا سبب ګرځي – ژباړنه: سپوږمۍ شېرزاد

ژباړنه: سپوږمۍ شېرزاد ذهني کمزورتیا یوه عامه ناروغي ده چې د عمر په ډېریدو سره خلک پرې اخته کيږي. د آمریکا د خوړو او درملو نړیوالې ادارې د وړاندیز له مخې ‎هر هغه څه چې په تفکر او یاداښت اغیز کوي کولی شي چې حافظه هم زیانمنه کړي. دبیلګې په ډول د ځينو درملو کارول لکه: د خوب درمل، د اندیښې ضد درمل، انتي هیستامینونه او داسې نور درمل چې په حافظه اغېز ولري. د … نور ولولئ
پوهنتونونه

د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د پنجشېر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د دغه ولایت د خلکو په غوښتنه او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۰ ز کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو د … نور ولولئ
افغانستان

د نړۍ تر ټولو پرمصرفه ټاکنې؛ هندي کاندیدان د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ د جادوګرانو لمنه نیسي

ژباړه: بشر دروېش هندوستان د نړۍ هغه هېواد اعلان شوی، چې تر بل هر هېواد ډېر یې پر ټاکنو لوړ مالي لګښتونه کیږي. د دې هېواد د راتلونکې میاشتې ټاکنو په اړه وړاندوینه شوې، چې تر اوو میلیاردو ډالرو پورې لګښت به لري. په داسې حال کې، چې د امریکا د پېچلو ولسمشریزو ټاکنو لګښت په ۲۰۱۶ کې ۶،۵ میلیارده ډالره و. ولې ترټولو قیمتي ټاکنې؟ د هند پارلماني ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي، چې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د درې ملګرو په وسیله حېدراباد په اتلولۍ نازولی شي!

دا چې راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په کچه لومړی نمبر بالر دی او ایکانومي یې خورا ښه ده؛ نو د حېدراباد لوبډلې پرې ډېره تکیه کړې او غواړي چې د راشدخان په وسیله خپل ځان تر اتلولۍ ورسوي. سپورټ کیډا وېب پاڼې یوه مقاله خپره کړې ده، په دې مقاله کې یې لیکلي دي، چې راشدخان د نړۍ لومړی بالر کولای شي د درې نورو ملګرو په وسیله د ۲۰۱۹ م … نور ولولئ