سپورټ

سکای سپورټ له اسټرالیاوي کریکټ بورډ سره د لوبو خپرولو تړون وکړ

لیکنه: بهار سمسور تر نړیوال جام وروسته اسټرالیا د خپلو کریکټ لوبډلو د لوبو خپراوي د لا پوښښ په هڅه کې له نیوزلینډۍ غښتلې تلویزیوني شبکې سکای سپورت سره د لوبو خپراوي تړون وکړ. د معلوماتو له مخې سکای سپورت تلویزیوني شبکه به د اسټرالیا د ټولو کریکټ لوبډلو لوبې په ژوندۍ بڼه مینوالو ته ښکاره کوي،چې دا تړون د راتلونکو شپږ کلونو لپاره شوی دی. د معلوماتو له مخې په دې قرارداد کې به … نور ولولئ
اقتصاد

د هلمند د انګورو حاصلات زيات شوي

راپور: صابر حمیدي هلمند دا مهال په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه ګڼ شمېر د انګورو باغونه لري، چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر يې سږ کال حاصلاتو کې  مسوولين د زياتوالي خبر ورکوي. بڼوال وایي، چې د انګورو له سږنیو حاصلاتو راضي دي، خو د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالی اندېښمن کړي دي. د هلمند د کرهڼې رئیس وایي سږکال به د انګورو له باغونو ۸۹ زره ۷ سوه … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ عمران خان ته بېټ ډالۍ کړ

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واک تر ترلاسه کولو وروسته امریکا ته لومړی سفر وکړ، چې د امریکا د لوړ رتبه چارواکو سره د لیدو کتو په دوام یې د امریکایي ولسمشر سره ملاقات هم وکړ. د نوموړي دا سفر له یو شمېر نیوکو، ناندریو او تبصرو سره لا جالب دی، داسې چې په هغه کچه، کوم چې امریکا ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د تګ … نور ولولئ
سپورټ

وروسی بوکسر په مسابقه کې له ټپي کېدو وروسته ومړ

روسی سوک وهونکی ماکسېم ډاډاشیف د هغه ټپ له امله ومړ کله، چې نوموړی په امریکا کې د مسابقې پرمهال ټپي شوی و. د شیف مړینه د روسیې هېواد د سوک وهنې فېدراسیون تائید کړې ده. د روسیې د سوک وهنې فدراسیون د جولای په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ، چې ماکسېم له خپل سیال سوبریل ماټیاس سره د جولای په ۱۹ مه نېټه په لوبه کې د ضربې له امله سخت ټپي شو، چې … نور ولولئ
سپورټ

د کرهڼیزو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د فوټبال سیالۍ پيل سوې

راپور: صابر حمیدي د هلمند ولایت په کرزي فوټبال لوبغالي کي د فوټبال بیلابیل ټورنمنټونه او لیګونه روان دي، چي د هغه ترڅنګ د تیري شنبې په ورځ د وطني کرهڼیزو تولیداتو په ملاتړ د فوټبال لوبي پيل سوې. د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس رنګین خان دفتاڼي یاران ته وویل، چي دا سیالۍ د لیګ په ډول دي، چي پکښي د هلمند ولایت څخه ۱۱ الف لوبډلو ګډون کړی دی. د دفتاڼي په … نور ولولئ
سپورټ

د مجيب الرحمن لوبډلي په انګلستان لیګ کي دويمه بريا خپله کړه.

ليکنه: مدثر دعوتْ د انګلستان په ليګ کي تيره شپه ميډلیکس او سوري لوبډلي سره مخ سولې. د لوبي پچه ميډليکس لوبډلي وګټله او د توپ وهني پريکړه يې وکړله. د مجيب الرحمن ميډليکس لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۰ منډي هدف وټاکی. ايسکينزي ۴، لوبډلمشر ډيويډملان ۱۱۷ او سکاټ ۳۵ منډي وکړلې. د سوري لوبډلي لپاره ټام کرن ۲ او عمران طاهر يوه ويکټه ترلاسه کړه. د … نور ولولئ
افغانستان

تاريخ دې يو ځل بيا شاهد وي

لېکوال: پوهاند دوکتور محمد اسمعيل يون د زبرځواکونو تېروتنې هم غټې وي، همدا تېروتنې يې د زوال سبب هم شي، په تېره بيا په داسې حال کې چې د واک پر ګدۍ يې هم نامعقول، سرتمبه او لېوني اشخاص واکمن وي. امریکا اوس هم په همدغسې يو حالت کې ده. يو سرتمبه سوداګر يې د واک مزي په لاس کې نيولي، داسې ملکونو ته اخطار ورکوي چې د دوی د هېواد تر جوړېدو يې عمر … نور ولولئ
سپورټ

پخوانی بنګلديشی کريکټر افغان لوبډلي ته حيران دی.

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان الف کريکټ لوبډله اوسمهال په بنګلديش کي ده. افغان لوبډلي د بنګلديش څخه د ۲ څلور ورځنيو لوبو لړۍ ۱-۰ وګټله او د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ هم د افغانستان په ګټه روان ده. د ۵ يو ورځنيو لوبو څخه افغانستان او بنګلديش تر اوسه ۲ لوبي ترسره کړي پداسي حال کي چي دواړي لوبي افغانستان ګټلي. همدې روانو لوبو ته په کتو د بنګلديش پخوانی کريکټر او د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوشاله انسانانو ۳ مهم رازونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل ټول پوهان په دې باندې باوري دي، چې مثبت انسانان معمولاً خوشاله دي. موږ ټول داسې انسانان پېژنو، چې تل خوشاله دي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي، خو څه څیز د دې سبب ګرځي، چې هغوی دومره خوشاله دي؟ په حقیقت کې دا ډول کسان د اروایي فشار ورانونکې اغېزې را کموي. کله نا کله دا مثبت او خوشاله انسانان هم له اروایي فشار او اندېښنې سره لاس و … نور ولولئ
سپورټ

ګریزماین: سواریز راته مبارکي راکړه، خو میسي تر اوسه هم نه !

راپور: صابر حمیدي انتونیو ګریزماین د چلسي فوټبال لوبډلي په وړاندي تر ننۍ دوستانه لوبي مخکي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چي لیونل میسي تراوسه راسره تماس ندی نیولی، مګر لیویز سواریز راسره تماس ونیوی، مبارکي ئې راکړه او بارسلونا لوبډلي ته ئې ښه راغلاست راته ووایه. ګریزماین وویل، چي د بارسلونا پاته نورو ټولو لوبغاړو راته ښه راغلاست ووایه او خوشحاله یم، چي د دوی سره په څنګ کي لوبیږم. هغه د اتلاتیک ماډریډ … نور ولولئ