سپورټ

افغان ۱۶کلن فوټبال ټیم خپله لومړۍ لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ۱۶ کلني ملي لوبډلي په آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون جمعه د قرغزستان په وړاندي ترسره کړه، چي یاده لوبه ئې د قرغزستان سره ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسوله. د افغانستان د فوټبال فدارسیون پر رسمي فیسبوک پاڼه لیکل سوي، چي په یاده لوبه کي د افغان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لپاره رامین امیري او ذکریا حسیني ګولوهني وکړې. افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د يارکر باچا له يو ورځنيو لوبو تقاعد سو.

ليکنه: مدثر دعوت  د کريکټ د نړۍ مشهوره لوبغاړي لاسيت ملينګا د يو ورځنيو لوبو څخه تقاعد سو. د نړۍ په هر کونج کي که څوک کريکټ پيژني نو لاسيت ملينګا به خامخا پيژني . ملينګا يو له هغو توپ اچوونکو څخه وو چي د خپل مسلک له پيل څخه تر پايه بريالی وو. سريلانکايی لاسيت ملينګا تيره ورځ د بنګلديش په وړاندي وروستۍ يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه او په خورا عزت سره د … نور ولولئ
سپورټ

پخوانی هندی لوبغاړی اظهار الدین: ډوني باید کریکټ ته دوام ورکړي

لیکنه: بهار سمسور روان ۲۰۱۹ کال د اېم اېس دوني د کریکټ د پای ته رسیدو په نوم پیل شوی،داسې چې هندي کریکټ مینوال په دوه ډلو ویشل شوي دي؛ځینې وایي دوني دې نور رخصت واخلي،خو نور بیا وایي دوني باید خپل کریکټ ته دوام ورکړي. د کریکټ مبصرین،هغوی چې دوني له نیږدې څاري،هم په دوه ډلو ویشل شوي،خو په خپله د نړۍ بهترین،خاموش او د نیمې نړۍ په زړونو راج چلونکی لوبغاړی دوني هم … نور ولولئ
سپورټ

ایرلېنډ دریم هېواد شو، چې ټېسټ لوبوکې یې لوبډله په کمو منډو سوځېږي

ایرلېنډ چې د انګلستان ګاونډی هېواد دی، د دواړو هېوادونو لوبډلو یوه ټېسټ لوبه درلوده، ایرلېنډ، انګلستان ته د یواځېنۍ ټېسټ لپاره سفر کړی و؛ دا سفر د جولای په ۲۴ مه نېټه شوی و او پرون پای ته ورسېد. تمه وه چې ایرلېنډۍ لوبډله به د شنبې تر ورځې د جولای تر ۲۷ مې نېټې ولوبېږي؛ خو کرېس ووکس او سټورټ براډ دوی تر وروستۍ ورځ لوبې غځولو ته پرېنښودل. انګلستانۍ لوبډله په لومړۍ … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکا او چین اقتصادي جنګ ۲ میلیونه چینایان وزګار کړي

د معتبرو رسنیو تازه ارقام ښيي، چې د امریکا او چین اقتصادي جګړې تراوسه تر ۲ میلیونو پورې چینایان وزګار کړي او له کاره ویستي. د اسیا نیوز رسنۍ د راپور له مخې د دغې اقتصادي جګړې زیات تاوان د چین صنعتي برخو ته رسیدلی. د سرچینې په حواله د چین صنعتي نظام په وروستیو کې ټول ۵ میلیونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړي، چې نیږدې دوه میلیونه یې د امریکا د اقتصادي جګړې له … نور ولولئ
په زړه پورې

د تونس ولسمشر ومړ؛ دلته یې د ژوند لوړې ـ ژورې ولولئ

د تونس ولسمشرمحمد الباجی قائد السبسي د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له خپلې ناروغۍ ځوریده او په یوه پوځي روغتون کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. خو نوموړی څوک و؟ سیاست ته څنګه راغی؟ څه لوړې ـ ژورې یې پکې ولیدې؟ دلته به همدې مسئلو ته نظر واچوو. زوکړه او زده کړې الباجی قائد السبسي د 1926 میلادي کال د نومبر په ۲۶ مه د … نور ولولئ
سپورټ

شعیب اختر؛ سرفراز احمد دې لوبډلې مشري پریږدي

لیکنه: بهار سمسور وروسته تر هغې،چې په وروستي نړیوال جام کې پاکستان ښه ونه لوبیده،پر لوبډله خاص کر لوبډلمشر باندې له لر او بر انتقادونو زور واخیست. دا لړۍ لا هم ادامه لري،چې د مینوالو وروسته پخواني کریکټ لوبغاړي،مبصرین او نور د پاکستانۍ کریکټ لوبډلې نه یوازې د لوبډلمشر بدلون ضرورت ګڼي،بلکې د روزونکو په اړه یې هم انتقادونه شتون لري. وروستۍ ګوت څنډنه بیا د پاکستاني پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ده،چې وایي؛ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا له ناستې، افغانستان څه تر لاسه کړل؟

لیکنه: بهار سمسور د کریکټ نړیواله شورا د کال په جریان کې بېلابېلې ناستې او غونډې لري،چې د شورا غړي/بشپړ عضویت لرونکو هېوادونو عمومي او اجرایه ریسان پکې ګډون کوي. سره له دې چې کریکټ نړیواله شورا د خپل تېر او راتلونکي جوړ شوي پلانونه شریکوي،خو د هر هېواد بورډ مسؤلین هم خپل تېر کړي کارونه ښایي ،راتلونکي پلانونه هم شریکوي او خپلې هغه غوښتنې، چې په تېر کې یې له کریکټ نړیوالې شورا څخه … نور ولولئ
سپورټ

ریشب پنت: د ډوني ځای ناستي ته چمتو یم

لیکنه: عبدالله عادل د هند کرکټ ملي لوبډلي ځوان او پياوړی لوبغاړی ریشب پنت چي دا مهال د مهیندر سینګ دهوني ځایناستی بلل کیږي د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کي څلور لوبي ترسره کړې او په یادو لوبو کي يې پر څلورم نمبر توپ وهنه وکړه چي په ترتیب سره یې ۳۲،۴۸،۴،۳۲ منډي جوړي کړې . دا مهال د هند لوبډله په پنت کي د څلورم نمبر توپ وهونکي اوږدمهاله حل ویني دا ځکه … نور ولولئ
افغانستان

د اتمر واورې پر غني اچوي؛ عطا نور ارګ د ملت د ناموس د غلو مرکز ګڼي

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له نیږدې کیدو سره ټاکنیز ټیمونه د یو بل خلاف د سختو تبلیغاتو او لفظي بریدونو تیاری نیسي. په دې ترڅ کې د بلخ مخکیني جنجالي والي او د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور د حکومت پرضد ترټولو تونده ادعا ( د فحشا تورونه) را میدان ته کړي. نور له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه جنجالي مرکه کې په دې اړه تر ټولو توندې ادعاوې مطرح … نور ولولئ