ټولنیز ژوند

دېرش کلنۍ ته تر رسېدو دمخه مو باید دا ۱۱ درسونه زده کړي وي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي هغه چي وايي ژوند کښته پورته او لوړي و ژوري لري، رښتيا دي. هر څونده چي د انسان عمر زیاتېږي، هغونده ئې تجربه هم زیاتېږي، فکر او آند ئې تغیرېږي او نور نو د ماشومتوب په رقم هیلي او آرزوګاني نه لري. تغیر ډېر ښه دئ خو چي پر سمه طريقه او خوا باندي وي او انسان خپلو لوړ اهدافو ته ورسوي. ددې له پاره چي د خپلي ځوانۍ د … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ژوند د ملګري / ملګرې دا غوښتنې به نه منئ

ژباړه او زیاتونه:صادق طارق عاطفي اړیکې داسې دي، چې ډېر څه درنه هېروي او مجبوروي مو، چې هرڅه ورته شاته وغورځوئ او همدې اړیکې ته لومړیتوب ورکړئ. د دغو اړیکو په سرکې د ګډ ژوند اړیکه هم راځي. له ګډ ژوند څخه واده کول دي. که یوه ښځه یا نارینه له کوم چا سره واده وکړي؛ واده یې مجبوروي چې تر هر چا زیات خپل د ژوند ملګري/ ملګرې ته زیات لومړیتوب ورکړي او غوښتنې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا عادتونه مو په سرطان مرض له اخته کیدو ساتي

عام ګومان دا دی، چې یوازې عمر خوړلي یا تر ۵۰ کلنۍ وراخوا خلک به د سرطان په خطرناکې ناروغۍ اخته کیږي. خو داسې نه ده؛ په وروستیو کې مو ممکن پخپله شاوخوا کې هم زیات لږ عمره خلک لیدلي وي، چې سرطان نیولي او له پښو غورځولي. د دې وضعیت یو لوی دلیل دا دی، چې ځوانان د سرطان ناروغۍ په اړه نه غواړي ځانونه سم پوه کړي. دلته غواړو، چې پر دې ناروغۍ … نور ولولئ
په زړه پورې

منځنۍ اسیا؛ د ځانوژنې ۶۰ سلنه نړیوالې پېښې ولې دلته رامنځته کیږي؟

یوه تازه څېړنه ښيي، چې د نړۍ په کچه د ځانوژنې تر ۶۰ سلنې پېښې په منځنۍ اسیا کې رامنځته کیږي. دا څېړنه د تاجیکستان د یوه پوهنتون څېړونکو تازه کړې ده. د څېړنې په حواله په نړۍ کې هرکال تر یونیم میلیونو پورې کسان ځانوژنه کوي، چې ۶۰ سلنه یې د منځنۍ اسیا په اړوندو هېوادونو کې دي. نور جزیات دا څېړنه د اسیا ټایمز په نوم خپرونې خپره کړې او ویلي، چې د … نور ولولئ
په زړه پورې

حج مراسمو ته تلونکي دې دا مشورې په پام کې وساتي

حج د اسلام له پینځو لویو فرایضو څخه یوه فریضه ده. دا اوس هم د نړۍ له مختلفو سیمو میلیونونه خلک سعودي عربستان ته تلي څو دغه مبارکه فریضه ترسره کړي. حج د نړۍ په کچه ترټولو ستر مذهبي مراسم دي، چې په یوه خای کې ترسره کیږي او ترټولو زیات خلک پکې را ټولیږي. دلته به هغو کسانو ته چې هلته ورځي، یو شمېر مهمې مشورې وړاندې کړو. که ستاسې خپل ـ خپلوان د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سهارنی سر درد د مغزي تومور نښه ده

ژباړه: نسیمه محمدي  سهارنۍ سردردي کېدای شي د مغزي تومور یوه نښه وي. پوهېږو ځینې وختونه سر دردي د ګواښوونکو ناروغیو لکه د مغزي تومورنو نښه ده په ځانګړي ډول د نورو حالتونو سره، سره او دا چې د ورځې په ځانګړي وخت ډېر او سخت شي. د مغز او اعصابو یو متخصص په دې بیان سره چې د پښو او بازوګانو سوزش ډېر کم وخت په مغزي سرطان د اخته کېدو نښه ده، وویل: … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اس نال؛ ولې او کله نه د نېک شګون په حیث کاریږي؟

د اس د پښو نال له پخوا زمانو څخه د نېکمرغۍ د شګون په توګه کارول کیږي. اوس په افغانستان کې دا رواج کم شوی، خو لا هم یوه برخه خلک باوري دي چې دغه نال د نظر ماتي، نیکمرغۍ او خوشالۍ لپاره ضرور دی. په ډېرو سیمو کې به مو لیدلي وي، چې خلکو د کورونو پر دروازو، د کاروبار په دوکانونو او دېرو کې دغه نالونه په لوړ ځای ټک وهلي. ولې نېک … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا ۱۰ څیزونه په پام کې ولرئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ فزیکي او ذهني روغتیا مو تر نورو څیزونو ډېره مهمه ده، نور څیزونه په دویم پړاو کې دي. ۲ ـــ دا چې خپل ژوند ته کومو کسانو ته لاره ورکوئ، یو حیاتي تصمیم دی، له هغه سره د یوه چانسي تصمیم په څېر چلند مه کوئ. ۳ ـــ که چېرې پیسو، مقام او څوکۍ ته اعتبار او ارزښت ورکړئ، هرڅه چې ولرئ، درته بسنه به ونه کړي. ۴ ـــ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ډېر کار کول او بدې پایلې يې

ژباړه: نسیمه محمدي  د معمول سره سم سهار ژر کار ځای ته ځو او د شپې ناوخته کور ته راځو. خپل ځان او کورنۍ ته اندېښمن یو. خپلې ورځنۍ چارې تر سره کوو. خپل ایمېلونه په کور یا د وزګارتیا په وخت چک کوو. کله، کله هم هیله کوو چې کاش ورځ مو له ۲۴ ساعته زیاته وایې. ډېر کار کول مو پر جسم او روح ناوړه اغېز لري. د لا پوهېدو لپاره زمونږ سره … نور ولولئ
سپورټ

ای سي سي د لوبڅار کمار دهرمسینا له پرېکړې دفاع وکړه

لیکنه: بهار سمسور د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پای لوبه له ناندریو او بحثونو ډکه ده، د دې نړیوال جام اتل انګلستان شو، خو لا یې هم په اړه انتقادات، تبصرې او مرکې کیږي. دا ځل د کریکټ معتبرې خبري رسنۍ اي اېن پي اېس کریکنفو د لوبڅار کمار دهرمسینا د هغې پرېکړې په اړه،چې په (اورترو) سره یې شپږ منډې انګلستان ته ورکړې، د کریکټ نړیوالې شورا عمومی مدیر (جنرال منیجر) جوف الرجیس پوښتلی،چې … نور ولولئ