ادبیات

د شاعر او ليکوال عرفات پردېس دوه تازه نثري ټولګې د چاپ په ګاڼه سينګار شوې

راپور: محمد عزيز پردېس د افغانستان د شمال ختيځ زون مخکښ او پياوړي ليکوال عرفات پردېس دوه نثري ټولګې (له حرمه تر حرمه) او ( داوود خان او ملاقُلي ) تازه په تازه په کابل کې د رحماني خپرندويې ټولنې لخوا په خورا ښه کيفيت سره چاپ او د ادب بازار ته راووتې. لومړی کتاب (له حرمه ترحرمه) د ليکوال په هغه تاريخي سفر راڅرښي چې نوموړي له مکې مکرمې څخه تر مدينې منورې پورې … نور ولولئ
سپورټ

حسن علي له هندۍ پېغلې سره واده کوي

لیکنه: بهار سمسور د جیو نیوز خبري شبکې د خبر له مخې د پاکستانۍ کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علی پلان لري, چې له یوې هندۍ پېغلې شامیا ارزو سره د خپل پاتې ژوند تار وغځوي. پېغله شامیا د یو خصوصي هوایي شرکت سره کار کوي، زده کړې یې په انجینري کې کړي دي او دا وخت په دوبۍ کې له خپل مور و پلار سره ګډ ژوند کوي،خو د کورنۍ نیمه برخه … نور ولولئ
خواړه

کوم کسان د وېټامین D له کمښت سره مخ کېږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي  هغه د لوړ عمر کسان چې د لمر له وړانګو محروم دي یا تل د لمر ضد کریمونو څخه ګټه اخلي، د وېټامین D له کمښت سره مخ کېږي. هغه کوچنیان چې د مني یا ژمي په موسم کې زېږېدلي د هوا د سړښت له امله له لمر بې برخې کېږي او د وېټامین D بشپړ دوز هم نه کاروي. هغه کسان چې د ځینو ناروغیو له امله لکه فلج یا د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په خپل ځان کې د بدلون رامنځته کولو لپاره غوره تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ ټول ځینې ځانګړنې لرو، چې نه مو خوښېږي او غواړو خپل ځان ته بدلون ورکړو، خو څنګه په خپل ځان کې دا بدلون رامنځته کړو؟ موږ به تاسو ته ووایو. که داسې احساس کوئ، چې د ژوند تګلوری مو ناسم دی، نو باید په هغه کې بدلونونه رامنځته کړئ. د دې بدلونونو لپاره لڼد مهالې او اوږد مهالې موخې وټاکئ او یوه بېلګه پیدا کړئ، چې تاسو ته په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خپل شپږم حس پياوړي کول

ژباړه: نسیمه محمدي سري یا شپږم حس، هغه حس دی چې د فرد پنځه ګوني حسونو پورې تړاو ونه لري او د ذهن له لارې اطلاعات اخلي. د ترسره شویو څېړنو په بنسټ، زمونږ غریزې ځینې وختونه له عقل او منطق وړاندې شرایط درک کوي او د بدن په ژبه یې ژباړي. په حقیقت کې کله هم هغه څه څیز چې باید پرې پوه شو مخکې له دې په هوښیارتیا او د مغز له لارې … نور ولولئ
روغه سټه

ولې له پرنجي سره سترګې پټوو؟ دلته یې ولولئ

ژباړه: نسیمه محمدي کېدای شي د ډېری کسانو سره دا پوښتنه وي چې کله پرنجېږو سترګې مو ولې پټېږي؟  ولې کله چې پرنجېږو سترګې پټېږي؟ پرنجل یو غېرې ارادي عمل دی چې کوچنۍ ذرې لکه ګرد او دوړې له پوزې پورته ځي غشا تحریکوي او د غبرګون د تولید لامل ګرځي او یا د فني پلوه د پوزې له مخاط سره د ګرځنده ځورونکو تماس دی، درې ګوني عصب تحریکوي، او د مغز ښکتنۍ برخې … نور ولولئ
ژوند بڼه

۴ جملې، چې هېڅ مېرمن یې باید خپل خاوند ته حتا په بدو شرایطو کې هم ونه وايي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ځینې ارواپوهان په دې باور دي، مېرمن باید له ځینو رښتیا خبرو څخه، چې خاوند یې ځوروي او خواشینی کوي، ډډه وکړي. دا څلور خاوند ځورونکې رښتیا خبرې په دې ډول دي: په ګډ ژوند کې مېرمن او خاوند نباید یو بل ته دروغ ووایي، تل او په هر حالت کې باید له یو بل سره رښتیني واوسي، خو په دې حالت کې، داسې موارد شته، که خاوند ته مو یې … نور ولولئ
سپورټ

د چېلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پرون پیل شوې

د چېلنج کپ يو ورځنيو ولایتي سياليو وروستی يا ګرېډ ون پړاو پرون (د جولای په ۳۱مه نېټه) په ننګرهار او خوست لوبغالو کې پيل شوې. د کرکټ بورډ په وېنا په دغه پړاو کې ۸ لوبډلې ګډون لري، چې څلور لوبډلو (کابل، ننګرهار، خوست او پکتيا) د چېنلج کپ ولايتي سياليو لومړي پړاو او څلور لوبډلو (کندهار، بلخ، لوګر او هرات) د دويم پړاو څخه ګرېډ ون یا لومړۍ درجه سياليو ته لار پېدا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

یوه پاکستانۍ جلۍ له هندۍ جلۍ سره واده کوي

په ټویټر د د یوې پاکستانۍ او هندۍ جلۍ عکسونه ښکته پورته کیږي، چې پکې لیدل کیږي، دواړه خوله په خوله یو بل سره ښکلوي. انډیا توډي لیکي، دا یوه جلۍ پاکستانۍ رسامه سنداس ملک ده، چې غواړي غواړي له هندۍ جلۍ انجلي چکرا سره واده وکړي. د دواړه نجونو عکسونه د هغوې عکاس خپاره کړي او ورسره يې لیکلي: “په نیویارک کې د مینې داستان”. په تصویرونو کې ښکاري، چې دواړه نجونۍ په باران … نور ولولئ
افغانستان

نوماندانو ته چېلنج؛ غني وایي: دا ګز دا میدان، ټاکنې په قاطع اکثریت رایو ګټم!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، وایي په غوڅ اکثریت به دا ځل ټاکنې وګټي. ښاغلي غني دا خبره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پيل په ورځ د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونه پلویانو ته د غونډې پر وخت وکړې. یاران د بې طرفه اطلاع رسونې د اصل له مخې دلته خپلو لوستونکو ته د ولسمشر غني د دغې وینا مهم ټکي وړاندې کوي. ستومانه … نور ولولئ