بریا او پرمختګ

د بریالیو خلکو د بریالیتوب ۸ مشترک لاملونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي بریالیتوب د هر انسان غوښتنه ده او هیڅ یو انسان نه غواړي چي په ژوند کي دي ناکامي وویني. ډېری ځوانان د ټولني له بریالیو افرادو څخه غوښتني کوي چي دوئ ته د بریالیتوب لاري چاري ور وښيي. لیکوال او څېړونکي، ډاکټر ریچارد اس. تی. جان د يوه اوږدمهاله تحقیق په ترسره کولو سره دې پوښتني ته جواب ویلی دئ. یاد تحقیق د نړیوالي ټولني په سطحه د ۵۰۰ بریالیو … نور ولولئ
سپورټ

جالبه لوبه؛ بایرن مونیخ خپل سیال ته ۲۳ ګولونه ورکړل

د چهارشنبې په ماښام د جرمني هیواد تکړه ټیم بایرن مونیخ په یوه دوستانه لوبه کي خپلي سیالي لوبډلي ( روټاچ ایګیرن) ته ۲۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بایرن مونیخ لپاره د یادي لوبډلي لوبغاړو دا ۲۳ ګولوهني د لوبي په ۶مه، ۷مه، ۹مه، ۱۶، ۲۰مه، ۲۹تمه، ۳۴مه، ۳۸مه، ۴۰تمه، ۴۱تمه، ۴۲، ۴۹تمه، ۵۵مه، ۵۹مه، ۶۱تمه، ۶۳تمه، ۶۷تمه، ۷۳یمه، ۷۶یمه، ۷۹یمه، ۸۱یمه، ۸۲یمه او ۸۸یمه دقیقه کي ترسره … نور ولولئ
سپورټ

د ولایتي سیالیو په لړکې ننګرهار او کابل پایلوبې ته رسېدلي

د افغانستان چلېنج کپ ولایتي سیالۍ چې د تېرې جولای میاشت په ۳۱ مه نېټه په خوست او ننګرهار کې د اته لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، نن د اګسټ په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ یې پایلوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې روانه ده. په دې سیالیو کې ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، کندهار او بلخ لوبډلې ولوبېدې، یواځېنۍ لوبډله ننګرهارده، چې تر اوسه یې په دې سیالیوکې ماته نه ده … نور ولولئ
سپورټ

عمر اکمل: د میچ فیکسینګ وړاندیز راته شوی

لیکنه: بهار سمسور عمر اکمل د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د مېډل ارډر (منځینۍ برخې)توپ وهونکی دی،خو کم و زیات دوه کاله کیږي،چې له ملي لوبډلې پاتې دی. عمر اکمل چې دا وخت د کاناډا په تجارتي لیګ کې بوخت دی پر پخواني پاکستاني لوبغاړي منصور اختر تور پورې کړی، چې نوموړي څخه يې په ګلوبل شل اوريز لیګ سيالیو د درغلۍ کولو غوښتنه کړې، خو ده رد کړې ده. د عمر اکمال په وينا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

همدلي؛ زده کول یې د هر انسان له پاره لازمي دي!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي آیا پوهېږئ چي همدلي یعنی څه؟ دماغ مو لېري مه بیایاست. په همدې خپل ورځني ژوند او ستاسي پر شاوخوا باندي لږ دقت وکړئ، خپله به جواب ترلاسه کړئ. دغه همدلي معنا دا چي پوه سئ مقابل طرف له کوم درده ځورېږي، او ځان د هغه/ې پر ځای باندي احساس کړئ. همدلي مو د کورنۍ سره اړیکه ټینګوي، او اجازه درکوي چي هغوی درک کړئ او هغوی هم تاسي درک … نور ولولئ
سپورټ

د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستلو په ویاړ د فوټبال ټورنمنټ پيل سو

د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د پنجشنبې په ماښام د ۵۰ آزادو بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۰مي کلیزي سم لمانځل دي. دا سیالۍ چي د پټۍ په پرېکېدو سره د پنجشنبې په ماښام پيل سوې، پر مهال ئې د کندهار والي حیات الله حیات، د کندهار فوټبال فدراسیون مسئولینو، مدني فعالانو، ځوانانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پښې د غټې ګوتې (شصت) انحراف او لاملونه یې

ژباړه: نسیمه محمدي د پښو د ګوتو انحراف د ډېری خلکو ستونزه ده چې هېڅ معلومات یې په اړه نلري. که چېری تاسې یا خپلوان مو د دې ستونزې سره مخ یئ، نو اړینه ده دا مطلب ولولئ. د پښو د شصت ګوتو کوږوالی ارثي ریښه لري   د پښو د شصت ګوتو انحراف زیاتره ارثي وي. دا په دې معنا نده که پلار یا نیکه دا ستونزه ولري، نو زوی یا لمسیان به یې … نور ولولئ
سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د دوو افغان بالرانو مقابله

په بلاسټ سیالیوکې درې افغان کرکټ ستوري، مجیب الرحمن، محمدنبي او راشدخان په جنوبي ګروپ کې لوبېږي. تر د دمه د درې واړو افغان لوبغاړو لوبډلې د جنوبي ګروپ له لومړي مقام څخه تر دریم مقام پورې ځایونه خپل کړي دي. تېره شپه مجیب دې په جنوبي ګروپ کې له سُري لوبډلې سره لوبه وکړه، په دې لوبه کې مجیب الرحمن ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او د وېکټې په اخېستلو بریالی نشو. نن … نور ولولئ
طبیعت

آیا د اوړي په موسم کې ځمکه لمر ته نېږدې کېړي؟

ژباړه: نسیمه محمدي  معمولا خلک فکر کوي په اوړي کې ځمکه لمر ته نېږدې وي او له همدې امله د ځمکې د ګرموالي او سوړوالي لامل د لمر څخه واټن یادوي. دا فرضیه هغه مهال سمه ده چې په دوبي کې د ځمکې ټولې قارې اوړی تجربه کړي. پوهېږئ کله چې مونږ په افغانستان کې چې په نیمه شمالي کره کې ژوند کوو د اوړي موسم وي، د سویلي نیم کرې اوسېدونکي لکه د استرالیا، … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار افغان نظام نامسلمانه ګڼي، خو حشمت غني احمدزی وایي: حکمتیار قاتل او بې سواده دی

د حزب اسلامي ګوند مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار پرون کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال له خپلو پلویانو سره لویه غونډه کړې او پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ورسره غږیدلی. هغه په دې غونډه کې پر حکومت د نورو نیوکو ترڅنګ تور لګولی، چې د افغانستان نظام غیر اسلامي دی. د حکمتیار په وینا هغوی ته شرم او مرګ په کار دی، چې دا نظام اسلامي جمهوریت ګڼي. دی ادعا لري، چې دغه … نور ولولئ