افغانستان

د لومړۍ مېرمنې کیدو خوبونه؛ ارزو نورستانۍ د ژوند ملګري د بریالیتوب لپاره خپله کمپاین کوي

په افغانستان کې له ولسمشر غني وراخوا ډاکټر فرامرز تمنا یوازینی بل ولسمشریز نوماند دی، چې مېرمنه یې د سیاست ډګر ته راوتې او د خپل ژوند ملګري د دفاع لپاره عملاً کار کوي. د ولسمشر غني مېرمنه( بي بي ګل غني) خپله په کمپایني هڅو نه ده بوخته، خو د فرامرز تمنا مېرمنه( ارزو نورستانۍ) خپله ټلویزوني بحثونو ته ځي او د سیاسي او ښځینه حقونو د فعالې په توګه د خپل ژوند ملګري … نور ولولئ
افغانستان

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟

د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي: ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي. ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي. ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو … نور ولولئ
افغانستان

بې کمپاینه نوماند؛ د اتمر ټیم پاشل شوی، غني ته ورځي که بله کیسه ده؟

د ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند محمد حنیف اتمر، چې د سولې او اعتدال په نوم یې یو نسبتاً قوي ټاکنیز ټکټ جوړ کړی و، له ټاکنیزو کمپاینونو په شا شوی. د دغه کار دلایل ګڼ ښودل شوي. څوک وایي اتمر له غني سره یو لاس کیږي، څوک یې لامل د ده د ټیم داخلي ټکرونه او پاشلتیا ښيي، خو ځینې نور باور لري چې اتمر د سولې له تړونه ډاډه دی او نه غواړي … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان خطرناک هېټر په شل اوریزو لوبو کې یو قدم نور هم رامخکې شو

د کرکټ نړیوالې شورا د اګسټ میاشتې په ۶ مه نېټه د لوبغاړو د درجه بندۍ نوی لېست یا نوملړ خپور کړی دی، په دې نوملړکې ځېنو لوبغاړو پرمختګ کړی دی. د مخکې تګ په لړ کې افغان لوبغاړی هم شامل دی؛ ځاځی چې په پیل کې ۳۵ م مقام کې و، بیا تر اووم مقام راورسېد، له هغې وروسته بیا شپږم ځای راورسېد او اوس یو قدم نور هم رامخکې شو او په شل … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلن ټیم خپله دوهمه لوبه هم مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون د شنبې په ورځ مازدیګر د ازبکستان فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغانستان د لوبي تر وروستیو شیبو پوري لوبه ۲ ګولونه پر ۰ په تاوان وه، خو په ورستیو ۱۵ … نور ولولئ
سپورټ

د والیبال ملي ټيم په مرکزي آسیايي سیالیو کي ګډون کوي

د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په مرکزي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د تیري جمعې په ورځ سهار لومړی هندوستان ته ولاړه او بیا له هغه ځایه د نیپال په لوري ځي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به درې ورځي په هند کي وي  او له هغه وررسته به له هندوستانه راتلونکې سې شنبه نیپال هیواد ته سفر وکړي. د افغانستان دا لوبډله به د … نور ولولئ
سپورټ

د عادل رشيد د مينوالو لپاره بد خبر!

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان کريکټ لوبډلي ليګ سپينر توپ اچوونکی عادل رشيد د ۲ مياشتو لپاره د هرډول کريکټ څخه منع سو . عادل رشيد د نړيوال جام په لړ کي د اوږې زخم پيدا کړی وو او ترهغه وروسته بیا د انګلستان په کورني ليګ ويټالټي بلاسټ کي ولوبیدی خو ډاکترانو ورته نور د لوبو کولو اجازه ورنه کړه. د ۲ مياشتو په لړ کي چي د انګلستان څه لوبي دي عادل رشيد … نور ولولئ
سپورټ

کرکټ بورډ د نامعلومې مودې لپاره د محمد شهزاد قرارداد وځنډاوه

ليکنه: سميع الله درانی افغان کرکټ بورډ، د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد شهزاد قرارداد د دغې ادارې له اصولو د پرله پسې سرغړونو له امله د نامعلومې مودې لپاره وځنډاوه. افغان کرکټ بورډ وایي، د اصولو له مخې، کله چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي، چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده. د مسئولینو په وېنا محمد شهزاد له دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خپل ځان سره څومره مينه لرئ؟ خپل ځان ته وخت ورکړئ

د خوښۍ يو راز دا دی چې خپل ځان سره مينه وکړئ که له ډېريو خلکو پوښتنه وشي نو ښايې ځواب کې ووايې چې هو؛ مونږ ځان سره مينه لرو خو له کړنو او عکس العملونو يې بل څه ظاهريږي. دا يو ساده حقيقت دی چې مونږ د ځان په پرتله نورو سره ډېر صميمي او په مينه چلند کوو. تل په دې هڅه کې يو چې هغه کار ترسره کړو چې نور له ځانه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له نورو تمه؛ هغه څه چې ناتوانه کوي مو

د تورپیکۍ غرنۍ لیکنه تمه انسان محدودوي، ناتوانه کوي يې او بلاخره په هغه نري تار يې تړي چې هره ګړۍ يې د شليدلو امکان شته. تمه لرونکی په خپل لاس د خپل ژوند د تحرک قوه د بل په لاس کې ورکوي او په لوې لاس ځان د نورو د غوښتنو او حوسونو تابع ګرځوي. له نن مخکې مې ډير اوريدلي او په ډيريو کتابونو کې مې لوستي وو چې انسان بايد بل ته … نور ولولئ