سپورټ

کریکټ لوبډلې د مشر روزونکي دندې لپاره شپږ کسان شارټ لېست شوي دي

لیکنه:بهار سمسور هندی راوی شاستري د دې هېواد کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی(هیډ کوچ)دی،چې دنده یې له یو بریالي او غښتلي مدریت وروسته پای مومي،خو نوموړي بیا هم د هند کریکټ ملي لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث د بیا ځل لپاره د دندې اخیستو لپاره ځان نوماند کړی او په لس شارټ لېست کسانو کې راغلی و،خو نن دغه لس کسیز لېست په شپږ کسانو بدل او راوی شاستري د دې شپږ کسانو … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلن فوټبال ټیم د بریا پرته سفر پای ته ورساوه

ليکنه: صابرحميدي په مرکزي آسیايي سیالیو کي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني لوبډلي په خپلو ۴ لوبو کي دوې مساوي کړې او دوې لوبي ئې بیا وبایللې، خو هیڅ بریا ئې خپله نکړه. د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو ګډون کړی وو. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ترکمنستان، دوهمه لوبه د ازبکستان، درېيمه لوبه د تاجکستان او څلورمه لوبه ئې بیا … نور ولولئ
سپورټ

افغان معلولینو په نیمه پایلوبه کي د انګلستان څخه ماته وخوړه

ليکنه: صابر حميدي د معلولینو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال سریز کي د سې شنبې په ورځ افغانستان او انګلستان معلولینو ملي لوبډلو نیمه پایلوبه ترسره کړه، چي افغانستان په کم توپیر ۱۰ منډو د انګلستان څخه ماته وخوړه او د مخکي تګ څخه پاته سوه. په یاده لوبه کي انګلستان پچه وګټله او لومړی ئې توپوهنه وکړه. انګلستانۍ لوبډلي په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ ویکیټو په تاوان ۱۴۷ منډي جوړي کړې او … نور ولولئ
سپورټ

هاوکس لوبډله د کاناډا د ليګ اتله سوه.

ليکنه: مدثر دعوت د ګلوبل کاناډا د شل اووريز ليګ پايلوبه د وينپيګ هاوکس او ونکوور نايټز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. د لوبي پچه ونکوور نايټز لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. هاوکس لوبډلي په پوره ۲۰ اوورنو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره ۱۹۳ منډي هدف وټاکی. کريس لين ۳۷، شیمن انور ۹۰ او جی پي ډومني ۳۳ منډي وکړې. د نايټز لوبډلي لپاره انډري رسل ۴ ،پټان او علي … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د ۵۹ منډو په توپير ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه تيره شپه ترسره سوه. د لوبي پچه هندوستان وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه. هندوستان د ويرات کهولي په سليزي په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۲۸۰ منډي هدف وټاکی. خو داچي لوبه د ډير وخت لپاره باران درولې وه اوورنه ۴۶ ته راکم سوه او د DLS میتود په خاطر هدف ۲۷۰ منډي وټاکل سو. که … نور ولولئ
افغانستان

د غني اختریز پیغامونه؛ وایي د سولې پریکړه به بهرنیان نه؛راتلونکی حکومت کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې د سولې د روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نوې خبرې لرلې. یاران یې د خبرو مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره د ځینو اړینو تبصرو او معلوماتو په ملتیا شریکوي. ملي او هراړخیزه سوله غواړو! ولسمشر غني د سولې په اړه ملت ته ډاډ ورکړ، چې نیږدې ده او خامخا به راځي، خو ځينې نوې خبرې یې … نور ولولئ
رسنۍ

زندانیانو په زندان کي د شطرنج نړیوالي سیالۍ ترسره کړې

د روسیې د زندانیانو لوبډلي د زندانیانو ترمنځ د جوړو سوو نړیوالو شطرنج سیالیو اتلولي خپله کړه. د زندانیانو ترمنځ د شطرنج دا نړیوالي لوبي د ۷ هیوادونو ترمنځ د امریکا شیکاګو ښار په کوک کانتي زندان کي د زندانیانو ترمنځ ترسره سوې، چي پکښي روسي زندانیانو لومړی مقام خپل کړ. روسیې یاده اتلولي د ۲۲،۵ نمرو په خپلولو سره ترلاسه کړه. په دې سیالیو کي د روسیې سربېره د کوربه آمریکا، آرمنستان، بلاروس، انګلستان، … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: منچسټر یونایټیډ ـ چلسي ته سخته ماته ورکړه

د انګلستان د فوټبال غوره لیګ ۲۸م پړاو د تیري جمعې په ورځ پیل سو، چي په جمعه، شنبه او یکشنبه ئې د لومړۍ اونۍ لوبي ترسره سوې. تیره شپه د یادو سیالیو له ډلي منچسټر یونایټیډ او چلسي فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي منچسټر یونایټیډ ۴ ګولونه پر ۰ چلسي ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د منچسټر لپاره دوې ګولوهني مارکوس راشفورډ، ډانیل جېمز او مارسیال بیا یو ـ یو ګول … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوي خوبونه؛ معتصم آغاجان د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه لري

د سولې خبرو له تودیدو سره دا بحث تود شوی، چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی څرنګوالی به څه ډول وي؟ د دغو بحثونو په منځ کې د وسله والو طالبانو یوه مخکیني لوړ پوړي مقام د دغه راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړي. دا طالب چارواکی په مختلفو مرحلو کې د خپلې ډلې لوړپوړی سړی و. دی ملامعتصم آغاجان نومیږي، چې د طالب واکمنۍ پرمهال د دوی د مالیې وزیر او … نور ولولئ
افغانستان

د ګلاب منګل د ژوند کیسې؛ وایي غني ښه رهبر نه دی خو بیا هم رایه ورکوي

د ولسمشر غني یو برحاله سلاکار وزیر او نیږدې سړی محمد ګلاب منګل په یوه تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ د ښاغلي غني، تېرو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، خپل سیاسي او شخصي ژوند او مختلفو دولتي ماموریتونو په اړه غږیدلی. دا مرکه له منګل سره د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې شوې، چې یاران یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي. ګلاب منګل څوک دی؟ ګلاب منګل د پکتیا ولایت … نور ولولئ