ټولنیز ژوند

څنګه یو همدله غوږ نیوونکي اوسئ؟ ۸ حللارې دلته ولولئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي ډېری کسان فکر کوي چي دوئ ښه غوږ نیوونکي دي خو په حقیقت کي دوئ ښه غوږ نیوونکي نه وي. څېړونو ښوولې ده چي افراد یوازي ۱۷ ثانیې د نورو خبرو ته غوږ ږدي… دا د ټولو انسانانو مشترکه فطري اړتیا ده چي د خپلو خبرو ور اورولو ته ښه غوږ نیوونکي ولري. ښه غوږ نیول هنر دئ. په حقیقت کي غوږ کېدل د خبرو کولو په نسبت دوه چنده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هېره؛ لاملونه او د درملني حل لارې یې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي تر اوسه مو پام کړی دئ چي څوندي په آسانۍ سره د ۲۰ کلونو په هاخوا غزله یا د شعر متن در په یادوئ، خو د یوه خاص کس نوم مو له تېري اونۍ څخه تر اوسه هېر دئ؟ د ماشومتوب او ځوانۍ د وخت غزلي او شعرونه له احساساتو سره زموږ په حافظو پسي نښلېدلي دي او نه بېلېدونکي دي. پخواني یادوونه په خورا عمیق ډول زموږ مغزو ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دې تګلارو سره، په خپل کار ځای کې درنښت او مقام تر لاسه کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل   که غواړئ، په کار ځای کې مو، له تاسو سره ښه او غوره چلند وشي، نو باید لومړی په خپل ځان کې بدلون رامنځته کړئ، تر څو د نورو په نظر ښه او غوره ښکاره شئ. زموږ ټولو خوښېږي، چې په کار ځای کې راته درنښت وشي، یانې د هغه کار له کبله، چې ترسره کوو یې او د غه راز د هغو باورونو او نظریو له امله، چې لرو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له هېڅ ډول بدو حالاتو مه وېرېږئ

ژباړه: مریم شریفي دا سمه ده چې په هېواد کې له بحراني حالاتو سره کېدای شي ستاسو ژوند هم اغېزمن شي، خو خبره دومره هم د اندېښنې وړ نه ده. ځکه خدای پاک په خپله وایي، زه ستاسو ساتنه کوم. خدای پاک وایي، ان د قحطۍ په کال کې هم زه کولی شم یو څوک غني کړم. خدای پاک وایي، زه خپل نعمتونه له بنده ګانو نه لرې کوم. هڅه وکړی تل پر دغه ډول … نور ولولئ
په زړه پورې

موګابه؛ هغه رهبر چې د نجار زوی و، خو هېواد یې خپلې دیکتاتورۍ ته ازاد کړ!

د زیمباوې مشهور سیاستوال او پخوانی ولسمشر رابرت موګابه څه موده مخکې د ۹۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه ځینو دیکتاتور باله، خو ده به ویل چې په زیمباوې کې یې ماموریت پر دغه  هېواد د اسماني چتر بڼه لري. په دې مطلب کې به د نوموړي ژوند او فعالیتونو ته نظر واچوو. موګابه څوک و؟ موګابه په ۱۹۸۰کې د زیمباوې لومړی وزیر او بیا له ۱۹۸۷ څخه تر ۲۰۱۷ … نور ولولئ
اقتصاد

دویم لاس خریداري؛ کوم شیان دویم لاس واخلو، کوم وانخلو؟

ډېر شیان داسې دي، چې اول لاس یانې سم نوي باید واخیستل شي، خو داسې شیان هم زیات دي، چې دویم لاس یانې کارول شوي وي، خو اخیستل یې بد نه دي. د دغو شیانو کیفیت به له نویو هغو سره حتماً فرق کوي، خو بیه یې هم فرق لري او ارزي، چې له بدل شوي کیفیت سره یې بیا هم واخلئ. دا کوم شیان دي، چې دویم لاس اخیستل یې چندان تاوان نه را … نور ولولئ
سینما او موسیقي

پر کرن جوهر یو ځل بیا د خپلوۍ پاللو تور

کرن جوهر یو ځل بیا د هندیانو لخوا په بالیوډ یا هندي سینما کې د خپلوۍ پاللو او د خپلوانو په لوبولو باندې تورن کړی. کرن جوهر ډېر کله په بالیوډ په خپلولۍ پاللو باندې تورنیږي او د هندیانو له لوري ورته سختې خبرې هم کیږی. نوموړي باندې ځکه ډېر کله نېوکې کیږي چې په سینما کې دخیلو او مشهورو کسانو د کورنیو غړو ته په فلمونو کې موقع ورکول کیږي. خو اوس یې بیا … نور ولولئ
سپورټ

افغان تنکي ځوان د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې نوی ریکارډ قایم کړ!

سمیع الله درانی نوراحمد د کرکټ په نړۍ کې ۱۴ کاله عمر لري، دی لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکی دی، هغه د اسیا نولس کلنو کم عمره جام سیالیو کې د هند خلاف هندۍ لوبډله د زوال تر کرښې رسولې وه. نوموړي په لس اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخېستې او د ځوانو لوبغاړو په نوملړ کې یې ریکارډ ثبت کړ. هغه په هندي توپ وهونکو یو اوور مېډن هم کړ او … نور ولولئ
سپورټ

انډي مولز؛ د بنګله دېش خلاف زمونږ بریا مونږ پر ځان لا باوري کړو

سمیع الله درانی د افغان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر او د لوبډلې روزونکي انډي مولز، په تاکید سره ویلي، چې د بنګله دېش پر وړاندې ستره بریا د دې لامل شوه، چې مونږ او زمونږ لوبغاړي په ځان لا باور پېدا کړي او د سترو لوبډلو ماتولو ته ملا وتړي. انډي مولز په تېر کې افغان لوبډلې سره ۵ کاله دنده ترسره کړې او مل ورسره پاتې شوی دی. د ګلبدین نایب لوبډلمشرۍ او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د شپږو بریالیو کسانو د بریا شپږ رازونه

ژباړه: نسیمه محمدي مونږ ټولو تر اوسه د بریالیو کسانو د بریالیتوب او څرنګوالي په اړه بېلابېل مطالب لوستي؛ هغه څه مو چې مخې ته ايښي شاید په لږ څه توپير چې لیدلي او اورېدلي مو دي، وي. ۱: له خوب وړاندې یو ساعت مطالعه کول بل ګېټس د مایکروسافت شرکت مشر هره شپه یو ساعت مخکې له خوب، د ټولو موضوعاتو د سیاست په ګډون مطالعه کوي. د اسکس پوهنتون د ۲۰۰۹ کال څېړنې … نور ولولئ