سپورټ

پکتیا په ولایتي سېالیو کي کندهار ته په شپږ ویکټو ماته ورکړه.

لیکنه: عبدالله عادل د افغانستان کورني کرکټ د چېلنج کپ په نوم لومړۍ درجه ولایتي سېالۍ تر نیمه پایلوبو رسېدلي چي لومړۍ او دوهمه نیمه پایلوبي به یې راتلونکې چهارشنبه په خوست او جلال اباد کي ترسره سي چي ګټونکي لوبډلي به د یو بل په وړاندي پایلوبه ترسره کړي. پرون د یادو سېالیو په لړ کي د پکتیا لوبډلي کندهار ته ماته ورکړه چي دا تر دوو پرلپسې بریاوو وروسته د کندهار لومړۍ ماته … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان د فوټبال ستر لیګ ۳ ورځي وروسته پېلیږي

د انګلستان د فوټبال لیګ )پرېمرلیګ) ۲۷ کاله مخکي په ۱۹۹۲م کال کي پرانیستل سو، چي تر اوسه ۲۷ ځله ترسره سوی او بېلابېلو لوبډلو پکښي اتلولي خپله کړې. ددې لیګ ۲۸م پړاو لوبي د روان ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتي په ۹مه نېټه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پېلیږي. یادي ۲۰ لوبډلي منچسټر سیټي، منچسټر یونایټیډ، لیورپول، چلسي، آرسنال، آسټون ویلا، اې ایف سي بورنیمونت، برایټون، برنلي، کرسټال پلاس، ایورټون، لیسټر سیټي، نیوکاسټل یونایټیډ، نوریچ … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکا او چین اقتصادي جګړه: ټرمپ خپله پښه په خپله ویشتلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا غږ کړی چې پر چینایي توکو به تعارفه لوړه کړي. د او پر چینايي توکو د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت چې لس سلنه کیږي پخوانۍ تعارفې د امریکایي سواداګرو غوسې راپارولي. ځکه د دوی په وینا پر چینایي توکو د تعارفو د لوړولو زیان به تر ډېره بیرته امریکا ته ورسیږي، که امریکا پر نورو چینايي توکو ګمرکي تعارفې لوړې کړي، نړیوال بازار به هم اغیزمن … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، باید دا کارونه ترسره نه شي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، د هغوی له خوا ځینې ناسم کارونه ترسره کېږي، چې د جوړو ترمنځ خواشیني اوږدوي. ښایي ورته پام مو نه وي شوی، هغه څیزونه، چې له لانجې وروسته یې په ژبه راوړئ، کولای شي، د ژوند په شریک باندې مو ډېره زیاته بده اغېزه وکړي، داسې چې هېڅکله یې هېر نه کړي. په دې لیکنه کې په هغو کارونو باندې رڼا اچوو، چې … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه په شاعرۍ کې د مینې نفسیات

لیکنه: مصطفی سالک ما شاوخوا ۱۵ کلونه مخکې پر دې اړه یوه بله مقاله هم لیکلی خو هغه د یوه بل کتاب برخه ده دلته یوازې د حمزه بابا یو شمیر هغه شعرونه تر خپله وسه راسپړم چې دغه ارزښت په کې راغلی، ځکه که شعرونه تجزیه نه کړو پر دې مضمون پوهیدل به یو څه ستونزمن وي. مینه خپل نفسیات لري ، او دا نفسیات بیا دوه برخې لري یوه برخه نړیواله وي ځکه … نور ولولئ
سپورټ

افغان تنکي ځوان پاکستانی غوره توپ وهونکی کلین بولډ کړ

د انګلستان بلاسټ سیالۍ چې د جولای په میاشت کې پیل شوي دي، په جنوبي ګروپ کې یې د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۴ مه نېټه د درې واړو افغانانو لوبې وې. مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس له سمرسېټ لوبډلې سره مخ شوه، په سمرسېټ لوبډله کې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر توپ وهونکی پاکستانی بابراعظم اوپننګ ته راښکته شو. مېډل سېکس لوبډلې په شل اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو … نور ولولئ
سپورټ

د محمدنبي لوبډله د انګلستان په ليګ کي تر ټولو مخته ده.

ليکنه: مدثر دعوت په انګلستان ليګ کي د کينټ لوبډلي خپله شپږمه لوبه هم وګټله. د ويټلاټي بلاسټ لوبو په لړ کي تيره شپه هامپشير او کينټ لوبډلي سره مخ سولې. د لوبي پچه کينټ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه یې وکړله. هامپشير لوبډله په ۱۹.۰۲ اوورونو کي ټوله وسوځيده او کينټ لوبډلي ته يې ۱۳۶ منډي هدف ورکړ. د هامپشير لپاره ډاوسن ۱۲، موریس ۱۷ او فولر ۱۷ منډي وکړې. د کينټ … نور ولولئ
سپورټ

په ويټالټي بلاست سياليو کي د راشدخان لوبډلي د ګلوسټشير لوبډلي ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان په ويټالټي بلاسټ سياليو کي د سوسيکس لوبډلي ګلوسټشير لوبډلي ته په ۳ ويکټو ماته ورکړه. د لوبي پچه د راشدخان سوسيکس لوبډلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. د ګلوسټشير لپاره براسي ۳۰، ککبين ۶۱ او هوول ۲۸ منډي وکړې. د سوسيکس لپاره بيا روبینس ۲، همدارنګه راشدخان، ټوپلي،برجز او جوردن يوه يوه ويکټه واخيسته. ګلوسټشير لوبډلي په ۶ ويکټو ۱۶۰ منډي هدف وټاکی. د سوسيکس لپاره کيري … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان په لیګ کي د مجيب لوبډلي څلورمه لوبه وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان په ويټالټي بلاسټ ليګ کي ميډليکس او سمرسيټ لوبډلي سره مخ سولې. د لوبي پچه سمرسيټ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړله. ميډليکس لوبډلي په پوره شل اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۲۱۶ منډي هدف وټاکی. سټرلينګ ۳۱، ملان ۵۶ او اې بي ډيويلرز ۸۸ منډي وکړلې. د سمرسيټ لپاره ټایلر او اورټن يوه يوه ويکټه واخيسته، همدارنګه لامنبي ۲ ويکټي ترلاسه کړې. د ۲۱۶ … نور ولولئ
سپورټ

د ډوني ځای ناستی، رېشاب پنټ په لومړۍ لوبه کې د ډوني رول ادا نه کړ

ایم ایس ډوني چې اوس د هندۍ لوبډلې برخه نه دی او کشمیر کې له پوځ سره په دنده بوخت دی، د غوراوي کمېټې له خوا د ویسټ انډیز درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو لپاره نه دی اخېستل شوی. د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني پرځای، ځوان ۲۱ کلن کیڼ لاسی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی رېشاب پنټ اخېستل شوی دی. ایم ایس ډوني چې لوبډلمشرۍ او وېکټ ساتنه کې نه هېرېدونکی … نور ولولئ