افغانستان

د کمپاینونو کم رنګي؛ ولسمشریزې ټاکنې په کوم لور ځي، ولې یې پخوانی خوند نشته؟

ټاکل شوې، چې د راتلونکي میزان میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د کمپاینونو د پيل باوجود یې لیدل کیږي، چې دغه کار ډېر کمرنګه دی او هغه خوند یې نه دی پاتې، لکه پخوا چې و. دلیل یې څه دی؟ دا طبیعي که عمدي موضوع ده؟ څه پایلې لرلی شي او پر راتلونکو ټاکنو به یې اغېزې څه وي؟ په دې مطلب کې همدې موضوعاتو ته کتنه کوو: د سولې … نور ولولئ
رسنۍ

د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونه

ليکنه: سميع الله درانی په شل اوریزو لوبو کې ځېنو توپ اچوونکو داسې توپ اچونه کړې، چې ریکارډونه یې جوړ کړي دي، په دې لوبغاړو کې لومړی مقام د سریلانکایي اجېنتا مېنډس دی، هغه په شل اوریزو نړیوالو لوبوکې د غوره توپ اچونې ریکارډ جوړ کړی او تر اوسه چا نه دی مات کړی. انجنتا مېنډس مېنډس ۲۰۱۲ م کال کې په سپټمبر میاشت کې د زِمبابوې خلاف یوه شل اوریزه لوبه کې په ۴ … نور ولولئ
سپورټ

هند د ځوانو لوبغاړو په مټ د ویسټ انډيز څخه د شل اوریزو لوبو لړې وګټل.

لیکنه : عبدالله عادل هند کرکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز په سفر تللې چي هلته یې لومړی او د شل اوریزو سېالیو لوبلړۍ په دریو بریاوو سره په خپل نوم کړ. په دغه سریز کي هند خپل ځوان لوبغاړي و ازمایل چي ورته ګټور ثابت سوه او تر دې چي د هند لپاره لوبي ګټونکي سوه. د وروستۍ شل اوریزي لوبي ټاس هند وګټی او لومړی یې د اچوني پرېکړه وکړه او کوربه ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام: د افغانستان معلولینو کرکټ لوبډلي پاکستان ته ماته ورکړه.

لیکنه: عبدالله عادل د معلولینو په نړیوال جام کي تېره شپه د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلي په خپله دویمه لوبه کي د پاکستان معلولینو لوبډلي ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه. دا د معلولینو په نړیوال جام کي د افغانستان دویمه بریا وه افغان لوبډلي تر دې لوبي وړاندي په خپله لومړۍ لوبه کي د بنګلدېش د معلولینو لوبډلي ته ماته ورکړې وه. د لوبي ټاس د پاکستان معلولینو لوبډلي وګټی او لومړی یې … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو: که فوټبالر نه وای، زه به فلمي اداکار یا مُډل وای

ليکنه: صابر حميدي د آیټالیا هیواد د رسنيو د راپورنو له مخي د پرتګال هیواد تکړه فوټبالر د خپل هیواد لپاره تر دې دمه ۸۸ ګولونه لګولي او د هغه ترڅنګ ۶۰۱ ګولوهني ئې بیا د کلبونو لپاره ترسره کړي دي. د ده د ټولو ګولوهنو په اړه یوه خبریال پوښتنه وکړه، چي په دې ټولو ګولونو کي دي تر ټولو مهم او ښه ګول کوم وو. رونالډو د یادي پوښتني په اړه خبریال ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوندانه پر غوښتنو د پوهېدو او اشنا کیدو ۷ ګامونه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي موږ ډېری پرته له دې چي له ژونده پر خپلو واقعي غوښتنو باندي واقف اوسو، خپل عمر تېروو. زموږ څخه ډېری یوازي د عادت له مخي او یا هر هغه څه چي له ماشومتوبه مو زده کړي دي په کارونو آخته یوو او پرته له دې چي هغوی ته د نقد په سترګو وګورو او یا شک وکړو چي آیا زموږ دا پرېکړي زموږ له پاره مناسبي دي کنه. په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه جملې، چې نارینه ډېر زیات غوسه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ښځې په ګډ ژوند کې، په ښځینه سیاستونو سره کولای شي، د ځینو ستونزو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي، خو مېرمنې د ځینو خبرو په کولو سره، چې د نارینه و، نه خوښېږي او هغوی ډېر زیات غوسه کوي، په خپلو اړیکو کې له شخړې، لانجې او نارامۍ سره لاس و ګرېوان کېږي. د دې خبرو په اورېدو سره نارینه د لېونتوب تر کچې غوسه کېږي یو له ښځینه سیاستونو … نور ولولئ
سپورټ

پنځه کرکټران، چې ورزشي اخلاق یې کمزوري دي .

ليکنه: سميع الله درانی د سپورټس کیډا په نامه ورزشي وېب پاڼې پنځه هغه کرکټ لوبغاړي رااخېستي، چې ورزشي اخلاق یې د لوبې پر مهال کمزوري وو، دې لوبغاړو کې ځېنې تقاعد شوي او ځېنې لا هم لوبېږي. ډېوېډ وارنر وېب پاڼه لیکي، کله چې تاسې د عصري کرکټ خبرې کوئ، سملاسي مو ذهن ته د ډېوېډ وارنر نوم راځي. ډېوېډ وارنر د کرکټ ډېر پیاوړی لوبغاړی دی، تل یې د خپل هېواد لپاره له … نور ولولئ
سپورټ

پولارډ د کرکټ نړیوالې شورا اصول مات کړي او جرمانه شو

د ویسټ انډیز هیټر الراونډر کېرون پولارډ، چې د ویسټ انډیز لپاره په شل اوریزو لوبو کې لوبېږي، د غوسه ناکو او بې پروا لوبغاړو څخه دی. نوموړی کله نا کله په لوبو کې د ناروا په لیدلو سره غوسه کېږي او کله کله خپله هم د تېروتنو باعث کېږي. کېرون پولارډ د هندوستان خلاف دوهمه شل اوریزه لوبه کې په ۸ منډو ناټ اوټ ولاړ و، غوښتل یې چې د هندوستان ۱۶۷ منډو هدف … نور ولولئ
سپورټ

مکلم له هر ډول کریکټ سره مخه ښه وکړه

لیکنه:بهار سمسور برینډان مکلم له هر ډول کریکټ څخه لاس په سر شو د نیوزلېنډۍ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی او بریدګر توپ وهونکی، پخوانی لوبډلمشر مکلم،چې ۲۰۱۵ کال کې یې له نړیوال کریکټ سره مخه ښه وکړه اوس یې اعلان وکړ،چې نور نو تجارتي شل اوریزه لوبو ته هم د پای ټکی ګدي. مکلم پر خپل انستګرام لیکلي: “زه نور د کریکټ له هر ډول سره مخه ښه کوم،اوس چې کاناډا لیګ کې بوخت یم،خو … نور ولولئ