ټولنیز ژوند

نارامه ماشومان داسې کرار کړئ

ماشوم روزنه یو له لویو ستونزو څخه ده، چې په کورني ژوند کې میندې او پلرونه ورسره مخ دي. د دې لپاره، چې دا ستونزې مو حل شي، د ماشوم ارواپوهنې له مخې یو شمېر مشورې درسره شریکوو. هیله ده په ژوند کې یې وکاروئ او کورنی ژوند مو پرې خوشاله کړئ. مه ژاړه! ماشومانو ته مو د ژړا پر وخت یې مه وایئ، چې مه ژاړه. دا خبره هغه نور هم ژړیدو او تاسې … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان ؛ ټسټ کرکټ تاثیر لري خو موږ ورته اماده یوو!

لیکنه : عبدالله عادل د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي نوي لوبډلمشر راشدخان تېره ورځ جمعه ویلي چي لوبډلي یې د بنګلدېش خلاف یواځنۍ ټسټ لوبي ته چمتوالی نیولی. د افغانستان لوبډله پرون جمعه ډهاکې ته ورسېده او تر هغه یو ساعت وروسته چیتاګونګ ته ولاړه تر څو د سپټمبر پر پنځمه د پيلېدونکي ټسټ لوبي وړاندي ځانونه د یادي سیمي له اب و هوا سره بلد کړي. افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو کي راشدخان د … نور ولولئ
خواړه

مستې په ښکلا کې څومره ونډه لري، دلته یې ولولئ

ژباړه: مریم شریفي ۱- مستې وېښته ښکلي او قوي کوي مستې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه مغذي مواد لري چې پر وېښتانو سربېره مو نور بدن هم ورته اړتیا لري. مستې د معدني موادو لکه پر کلیسم، پوتاشیم سربېره ګڼ مغذي مواد لکه ويټامین بي او پروټینونه هم لري، په مستو کې شته طبیعي پروټین د وېښتانو د پیاوړتیا لامل کېږي. څرنګه چې پروټینونه په استحکام او کلکېدو کې مرسته کوي، دغه راز … نور ولولئ
خواړه

ګازرې د روماتیزم ناروغۍ لپاره غوره درمل

ژباړه: مریم شریفي خامې، پخې او یا هم د جوسو په ډول د ګازرو خوړل د بدن لپاره ګټورې تمامېږي. کلونه کېږي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګازرې کرل کېږي تر څو په پخلنځیو کې ترې خلک په زړه پورې او خوندور خواړه تیار کړي. پر خوند او رنګ سربېره ګازرې د انسان په ښکلا کې پوره ونډه لري او له پوستکي څخه ساتنه کوي. که مو د ینې او کولمو سلامتیا ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جنسي بلوغ؛ نښې یې څه دي، هلکان او نجونې کله ور رسیږي؟

د سیاسي، علمي او نورو بلوغو بحث به مو زیات اوریدلی وي، خو د دغو مسایلو په شان جنسي بلوغ هم یوه مرحله ده، چې باید پرې پوه شوو. جنسي بلوغ هغې مرحلې ته وایي، چې ورته له رسیدو سره هلکان او نجونې له جنسي پلوه بالغان کیږي. دغه ًپړاو ته له رسیدو وروسته دوی جنسي تعامل او نسلي زیږون کولای شي. دغه پړاو یا مرحلې ته د نجونو او نارینه وو رسیدل سره فرق … نور ولولئ
ادبیات

پشتو شعر او نوښت !

پشتو شعر او نوښت! نوښت لکه د ماشومانو خبرې نه دي هغه نوې وي خو نوښت نه لري نوښت باید له تیرو پنځونو نه سره یو شعري منطق ولري. نوښتونو ته پام نه دی شوی پخوانیو په بیان کې تشبیه مجاز کنایه څه او څه وموندل په بدیع کې یې په سلګونو صنعتونه وموندل معنوي او لفظي خو اوس د فنونو یو استاد هم د هیچا په شعر کې یو نوی صنعت پیدا نه کړ … نور ولولئ
افغانستان

د ولسمشریز نوماند د ښځې طلاق؛ فرامرز تمنا وایي پښېمانه پرې نه دی

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ډاکټر فرامرز تمنا په لومړي ځل د خپلې طلاقې کړې ښځې په اړه خوله پرانیسته. هغه تازه د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و، چې د نورو مسایلو ترڅنګ پر یادې موضوع وغږیده. یاران یې د مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. فرامرز څوک دی؟ اصلي نوم یې عبدالبصیر دی، په هرات کې ۴۲ کاله پخوا د مېنانو په نړیواله ورځ زیږیدلی. پلار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وزن له لاسه ورکول؛ په دې ډول کور کې ډنګر شئ

د وزن زیادښت په نړیواله کچه د انسانانو یوه عامه ستونزه ده. زیات خلک زیات وخت پردې فکر کوي، چې څنګه خپل وزن کم او په دې ډول د اندام ښکلي کولو ترڅنګ ځان له ګڼو ناروغیو وساتي. دلته هغه مشورې شریکوو، چې عملي کول یې اسانه او ستاسې وزن کمیدو ته زیات ګټور دي. پروتین وکاروئ د وزن کمولو لپاره پروتین لرونکي خواړه وخورئ. ګټه یې دا ده،چې پروتین کارول ستاسې د وجود اضافي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ضدي او سرتمبه خلکو سره مناسبه رویه

ژباړه: نسیمه محمدي لکه څنګه چې پوهېږئ، سرتمبه ګي په خپل نظر او عقيدې ټینګار کول او په خبره یا نا خبره توګه د نور د نظر او عقیدو سره مخالفت کول دي. سر زوري د دې لامل ګرځي چې شخص په یواځې توګه په یوې ځانګړې موضوع ټینګار وکړي مګر کم شمېر خلک بیا ذاتاً سر زوري دي او د بدلون په وړاندې مقاومت کوي. د سر زورۍ لاملونه په بشپړه توګه ضدیت او … نور ولولئ
سپورټ

پنځه هغه کريکټران چې خپلوانو سره یې ودونه کړي دي.

ليکنه: سميع الله درانی دې لیکنه کې د پنځه هغو لوبغاړو په اړه معلومات درکوو، چې له هغو انجونو سره یې ودونه کړي، چې له مخکې یې خپلوانې وې. شاهد افریدي او واده یې: شاهد افریدي چې د کرکټ په نړۍ کې یوه وتلې پښتنه څېره ده، دی د ۱۵۷ متره شپږیزې ریکارډ لري او تر کرېس ګېل وروسته په شپږیزو کې دوهم نمبر دی. افریدي د خپلې ترور لور نادیه افریدۍ سره شا او … نور ولولئ