سپورټ

شاپور ځدران له اوږده ځنډ وروسته لومړۍ ټېسټ لوبه کوي

ليکنه: سميع الله درانی شاپور ځدران چې کابو دوه کاله کېږي، له کرکټ څخه لرې پاتې کړل شوی دی، اوس یو ځل بیا په ټېسټ لوبو کې د افغان لوبډلې برخه دی او د بنګله دېش خلاف یواځېنۍ ټېسټ لوبه کې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د بالېنګ لپاره اخېستی دی. شاپور ځدران چې ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې د افغانستان لپآره مخکښ وېکټ اخېستونکی بالر و، له هغې وروسته ورته د کرکټ بورډ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې ولې یو بل سره سیالۍ کوي؟

دا خبره به مو زیاته اوریدلې وي، چې سل نارینه په یوه کوټه کې ګوزاره کوی شي، خو دوه ښځې پکې نه شي کولای. البته دا له عامو قضاوتونو څخه دی، چې ممکن د ښځو ضد کسانو لخوا رامنځته شوی وي او زیات منطقي هم نه وي. دلته مو په دې یاده کړه، چې ښځې تر ډېره په یو بل نه زغملو او سرسخته سیالۍ مشهورې دي. خو ولې دوی یو بل سره په هرڅه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موسمي خپګان او له ویټامین D سره یې اړیکه!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي موسمي خپګان د ویټامین D له کمبوده رامنځ ته کېږي چي دا په ژمي کي چي لمر ډېر نه وي، پېښيږي. همدارنګه موسمي خپګان د فصلي تغییراتو څخه رامنځ ته کېږي او معمولاً په سلو کي ۱۰ سلنه کسان راګيروي. دغه خپګان د مني موسم له پیل سره شروع کېږي او په ژمي کي هم ادامه پیداکوي. دغه مشکل په بېلابېلو بیولوژیکي او رواني میکانیزمونو پوري اړوندېږي. د دغه ډول … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ګډ ژوند عامې تېروتنې؛ ویې لولئ او ډډه ورڅخه وکړئ

تېروتنې له انسان سره همېش ملګري وي. ځینې تېروتنې ډېرې جدي او ځینې عادي وي. په ګډ ژوند کې هم  تېروتنې راځي، چې مخنیوی یې باید په ممکنه ډول وشي. دا تېروتنې له نورو تېروتنو جلا او د زیات بحث وړ ځکه دي، چې ستاسې د ژوند ستنې ورسره زیانمنیدای شي. پښتانه باور لري، چې که د باندې هرڅومره نارامه یاست، خو کور کې مو فضا او ژوند ارامه وي، د باندې ستونزې درنه هېروي. … نور ولولئ
روغه سټه

د پوستکي په ځوان ساتلو کې له یخ ګټه اخیستل

ژباړه: آلماء افغان د یخ څخه استفاده د پوستکې د ښکلا لپاره ډیرې ګټې لري، د یخ ټوټې د پوستکې د طبیعې ښکلا لپاره ډیر پکاریږي. د یخ څخه د استفادې لومړۍ ګټه د وینې د دوران زیاتیدل دي؛ پرمخ د یخ ګرځول د وینې د جریان زیاتیدو سبب ګرځي او د زړښت د نښو او پرمخ د خیرو او ګونځو مخه نیسي. حداقل په اونۍ کې پرمخ دوه ځلې د یخ موښل د پوستکې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تاسو هغه څوک نه یاست چې خلک یې ستاسو په اړه وایي

ژباړه: مریم شریفي کیسه کوي چې د راشل په نوم یوې ښځې د دویم زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. ولادت یې ډېر سخت و نو له همدې یې ډېر سخت درد تېر کړ او مړه شوه. مخکې له دې چې مړه شي زوی یې وزېږد او د (بن اوني- Ben- one) نوم یې پرېکېښود. چې مانا یې (غوسې) ده. مور یې د خپلې تجربې پر اساس پر هغه بندې د منفي افکارو … نور ولولئ
افغانستان

طرزالعمل کله مقرره کېدلی شي؟

لیکنه: محمد صمیم زلمی مخکې له دې چې په اصلي بحث پیل وکړو، لومړی مقرره او بیا طرزالعمل په جلا جلا عنوانونو کې تعریفوو: لومړی: مقرره د تقنیني اسنادو له جملې څخه شمېرل کېږي. تقنیني اسناد: د قواعدو یوه لویه ټولګه ده چې په هغې کې قانون، تقنیني فرمان، د ولسمشر فرمان، مقرره، اساسنامه او په هغو کې تعدیل، ضمیمه، ایزاد، حذف، تعلیق یا تعدیل او د وزیرانو شورا مصوبه چې د تقنیني ماهیت لرونکې … نور ولولئ
خواړه

د مخ لکې څنګه پیدا کیږي او د درملنې لارې يې کومې دي؟

ژباړه: آلماء افغان د مخ لکې په بیلابیلو ډولونو منځته راځي، که چیرې يې د لمنځه وړلو په هڅه کې یاست لومړی يې باید اصلي لامل پیدا کړئ. د لکو د پیدا کیدو د وجې له مخې تاسو کولای شئ درملنه يې وکړئ. د هغه علت له وجې چې لکې پیدا شوي د هماغې ستونزې حل لارې ومومئ او خپل مخ مو د لکو څخه خلاص کړئ. تر ډیره د لمر وړانګو سره پاتې کیدل: … نور ولولئ
خواړه

زنجبیل د امیدوارو مېرمنو لپاره خورا ګټور دی

ژباړه: مریم شریفي پېړۍ کېږي چې په طب او اخلي پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخیستل کېږي؛ زنجبیل د ويټامین اې، سي، اي، د بي د ګروپ ويټامینونو، مګنيزیم، پوتاشیم، فاسفورس، سلیکان، اوسپنې، سودیم، کلسیم او د بتاکروتنینو غوره منبع ده. د تغذیې د برخې متخصصین په دې عقیده دي چې زنجبیل د هاضمې سيستم د ټولو ستونزو لپاره ښه نسخه ده. په غذایي رژیم کې د زنجبیل ور زیاتول په دې معنا دي … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

هلمند کي دديني عالمانو او غريبو کورنيو لپاره د انکلیسي ژبي او کمپيوټر کورسونه پرانيستل سوه.

هلمند کي ۲۰۰ کورنيو لپاره حرفوي او ۵۰ تنه ديني عالمانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې کورسونه پرانېستل شولد هلمند والي په نوښت د توحید ټولنیزو چارو موسسې او ولایت مقام ترمنځ د شوي تړون له مخې دوې پروژې چي یوه يې د نظامي شهیدانو د کورنیو ۲۰۰ تنه نارینه او میرمنو غړو ته د خیاطۍ ، غالۍ اوبدلو ، مبایل ترمیم ، برېښنايي زده کړه، او سولر ترمیم په برخو کې حرفوې زده … نور ولولئ