سپورټ

نړیوال جام کې په جسپرېت بومرا یوه شپږیزه لګېدلې او هغه هم افغان وهلې

نړیوال جام چې د افغانستان په ۹ ماتو او د هندوستان د نیمه پایلوبې په ماته مخته ولاړ؛ د هندوستان چټک بالر او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو لومړي نمبر توپ اچوونکي پکې ۶ سوه توپونه ترسره کړي او په دې توپونو کې په ده یواځې یوه شپږیزه لګېدلې؛ چې دا شپږیزه هم افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل پرې وهلې ده. د جون په ۲۲ مه نېټه افغانستان او هندوستان د نړیوال جام ۲۸ … نور ولولئ
افغانستان

د ګندهارا تاریخي مخینه – مصطفی سالک

ګندهارا د سیمې په تاریخ کې د یوې ټاکلې جغرافیې نوم دی. د موندل شویو اثارو له مخه موږ د لومړي ځل لپاره ګندهارا کلیمه په توري نیم بدلون سره په ویدي سندرو کې وینو. ریګویدا چې د اریایانو د هندي څانګې مذهبي سندرې دي چې د لیکلو زمانه یې له میلاده ۵۰۰ کلونو مخکې څخه واخله ان تر ۱۸۰۰ قبل المیلاد پورې رسیږي. د ګندهارا کلیمه په کې د ګندوهره او ګندهرب په بڼو … نور ولولئ
سپورټ

انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ له غوراوي کمېټې استعفا وکړه

د پاکستان پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر انضمام الحق چې د افغان لوبډلې له روزنې وروسته د پاکستانۍ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی و، پرون د چهارشنبې په ورځ د جولای په ۱۷ مه نېټه له خپلې دندې استعفا وکړه. انضمام الحق په پاکستاني کرکټ بورډ کې په خپلوۍ پاللو هم تورن و، په هغه تور و چې خپل وراره امام الحق ته یې په لوبډله کې ډېر وخت ورکړی و. ۴۹ کلن انضمام … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شکتي کپور: د لور واده ته مې ما هم بیا وغواړئ

د هندي سینما مشهور فلم ستوری او ولن شکتي کپور د خپلې لور د واده خبرونه رد کړي او حیرانوونکی عکس العمل یې ښودلی. نوموړي د خپلې لور د واده په تړاو ویلي چې د لور یې واده تیار دی او دی خبر نه دی؟ په بالیووډ کې په دې ورځو کې د ښکلې فلمي لوبغاړې شردها کپور د واده اوازې دي او ویل کیږي چې شردها به راتلونکی کال د فوټوګرافر روهن شریستها سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو ډوله انساني هوښ او ذکاوت لرو؟

ژباړه: نسیمه محمدي  په معمولي توګه کورنۍ د زېږېدلو له نېټې په اولادونو کې د هوښیارتیا د نښو په موندلو پسې وي، د دې هدف لپاره له ډول، ډول آزمایښتونو څخه کار اخلي، نا خبره له دې هغه څه چې عام یې ګڼي او پېژني، متفاوت دي او هوښیارتیا د هوښ یوه جنبه ګڼل کېږي. هوښیاري هوښیاري، د یو شخص وړتیاوو څخه کار اخیستل د منطق، د شمېرو کار کول، فضايي تجسم او د کلام … نور ولولئ
سپورټ

ایم ایس ډوني د ویسټ انډيز سفر ته نه ځي

د هندوستان ویکټ ساتونکی هېټر توپ وهونکی ایم ایس ډوني چې به نړیوال جام کې ولوبېد او ډېره پورې اوازې وې، چې هغه به استعفا وکړي؛ خو لا یې هم استعفا نه ده کړې. د هندي رسنیو راپورونه وایي د ډوني پرځای لومړنی انتخاب رېشاب پنټ دی. د هندوستان کرکټ بورډ ویلي د ۳۸ کلن ایم ایس ډوني کارکرده ګي د نړیوال جام پر مهال مثبته نه وه او وخت دی، چې هغه نور له … نور ولولئ
افغانستان

ټاکنو په بهیر کې د رسنیو، رول، اغېز او مسوولیتونه!

لیکنه: ایمل مړوند ټاکل شوې شاخوا یوه اوونۍ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان خپل کمپاینونه پیل کړي، د ټاکنو قانون نوماندانو ته اجازه ورکوي چې ۶۲ ورځې وړاندې د ټاکنو تر ورځې خپلې کمپاینزې منډې تړلې شروع کړي. خو اوس هم د ټاکنو ځينې د څار بنسټونو خپلې اندېښنې ښکاره کړي چې یو شمېر نوماندانو تر وخت مخکې خپلې ټاکنیزې مبارزې پیل کړي دي. خو په رسمي ډول د کمپاینونو پلیدو ته لا هم … نور ولولئ
سپورټ

پي ایس جي لوبډلي نیمار ته جدي اخطار ورکړی

راپور: صابر حمیدي ۵ ورځي مخکي د برازیل هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او پي ایس جي تکړه بریدګر لوبغاړي د خپلي لوبډلي پي ایس جي په اړه یو ډول حیرانونکي خبري وکړې، چي له هغه وروسته پرون نیمار فرانسې ته ولاړ او د لومړۍ ورځي تمرینونه ئې ترسره کړل. د ESPN ورزشي شبکې د راپور له مخي تر تمرینونو مخکي د پي ایس جي ورزشي مدیر لئوناردو د هغه سره ۵ دقیقې مجلس وکړ، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سپین ږیری نقاش – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل په پخوا زمانه کې په یوه کوچني کلي کې، یوه نقاش ژوند کاوه، چې ډېرې ښکلې تابلو ګانې به یې جوړولې او خلکو به په ډېره لوړه بیه ترې اخیستې. یوه ورځ د نقاش یو له ګاونډیو څخه هغه ته وویل: هره تابلو چې جوړوې، نو ډېره پیسې پرې تر لاسه کوې، څومره بېوزله ګاونډیان لرې، ولې له دوی سره مرسته نه کوې؟ د سیمې له قصاب څخه یې زده کړه، … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د انګلیسي زده کړه؛ غوره لارې چارې یې دا دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق د انګلیسي ژبې زده کړه هم یوه جدي اړتیا ده او هم ځینو ته یوه لویه ستونزه ښکاري. د بهرنۍ ژبې زده کول طبیعي ده، چې اسانه نه ده او ستونزې لري. دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې کړو، چې د انګلیسي ژبې په اسانه زده کړه کې درته ګټور تمامیږي. د انګلیسي ژبې پياوړتیا هره ورځ د ډېر لږ وخت لپاره هم چې وي، په انګلیسي ژبه وغږیږئ. … نور ولولئ