سپورټ

پاکستانی عبدالرزاق؛ په دوه اونیو کې له هارډیک پنډیا قوي الرونډر جوړوم

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر عبدالرزاق وایي دی په دې کې شکمن دی،چې له کلونو ځنډ وروسته د کریکټ کومه برخه کې کار وکړي. دې پخواني الرونډر د پاکستان لپاره په ۴۶ ټېسټ، ۲۶۵ یوه ورځینیو او ۳۲ شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی. نوموړي پر خپل ټویټر په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي دی له هارډېک پنډیا سره مرسته کولی شي،چې تر دې هم ښه لوبه وکړي،هغه ځینو مشورو … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د فوټبال لوبډله سختې لوبې په مخ کې لري

د فوټبال راتلونکي نړیوال جام ته د غوراوي پړاو پچه اچونه ترسره سوه. د ۴۰ آسیايي هیوادونو ترمنځ په قطر کي د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته پرون ماپښین پچه اچونه ترسره سوه، چي افغانستان اي ګروپ کي د سختو سیالانو سره راوتلی. یادي ۴۰ لوبډلي په ۸ ګروپونو ویشل سوي، چي د یادو ګروپونو څخه ۱۲ ټیمونه بل پړاو ته لاره پیداکوي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په اي ګروپ کي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د فیس اپ کاروونکو ته خبرداری: دا اپلیکشن خطرناک دی

تازه په افغانستان  او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د فیس اپ FaceApp په نوم یو اپلیکشن خپور شوی، چې له یوې اوونۍ په کمه موده کې خورا ډیر مشهور شو. دا اپلیکشن د مصنوعي زکاوت په مرسته د انسان څهره ځوانه او یا هم بوډا ښيي او له تفریح پرته هیڅ نلري. د فیسبوک ګڼ شمیر ځوانو کاروونکو په دې اپلیکشن کې خپله زړه څهره اټکل کړې ده. دا اپلیکشن په ۲۰۱۷ کال … نور ولولئ
ژوند بڼه

خوشاله جوړه داسې ګډ ژوند کوي

ځینو نه به اورئ، چې ګډ ژوند او پکې خوشاله اوسیدل اسانه کار نه دی. خو دا خبره سمه نه ده؛ هغوی چې داسې وایي خپله شخصي ستونزه لري او د هغو ستونزو له وجې د ګډ ژوند له ملګري / ملګرې سره سمه ګوزاره نه شي کولای. دلته به د خوشاله ګډ ژوند ځینې هغه ځانګړنې شریکې شي، چې خوشاله خلک یې لري. هیله ده ستاسې د ګډ ژوند په ښه کولو کې مرسته … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان بلاسټ سیالۍ د مجیب الرحمن دې په لوبه پېلېږي

بلاسټ سیالۍ چې نن د جولای په ۱۸ مه نېټه پېلېدونکي دي، لومړۍ لوبه د مېډل سېکس او اې سېکس لوبډلو ترمنځ پېلېږي. دواړه لوبډلې په جنوبي ګروپ کې لوبېږي. دا لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۶ نیمې بجې پېلېږي او لوبه هم په لارډز لوبغالي کې کېږي. دا د دې سیالیو دریم پړاو دی، چې په شل اوریز ډول ترسره کېږي. ۲۰۱۷ کال کې د دې سیالیو اتلولي نټېنګ همشایر لوبډلې ګټلې وه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پلار که مور؛ د ماشوم څېره چا ته ډېره ورته وي؟

د ډېرو میندو او پلرونو هیله ده، چې د ماشومانو څېرې یې په خاص ډول دوی ته ورته وي. تاسې به ډېرخلک لیدلي وي، چې څېرې یې یا مور یا پلار ته شوي وي. د دې کار دلیل څه دی او د دې بحث نورې خواوې کومې دي؟ دلته به همدې موضوع ته نظر واچوو. لامل څه دی؟ د پلار و مور څېرو ته د ماشوم د څېرې ورته والی ډېر ژنټیکي دلیل لري. د … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ مشهور سیاستوال له سهاره تر بېګا څه خوري او څښي؟

ګیډه ځوان، زوړ، سیاستوال، مزدورکار او بل نه پېژني؛ دا له هرچا سره شته او ترې تمه لري، چې څه ور ولیږي څو فعاله وي او دا ورسره ژوندی او ګړندی پاتې شي. خلکو ته به دا جالبه وي، چې پوه شئ د نړۍ مشهور مشران او سیاستوال له سهاره تر ماښام څه خوري؟ دلته به د ځینو مشهورو دغو څېرو د خوراک په اړه معلومات درکړو. ډونالډ ټرمپ ټرمپ په ۲۰۱۶ کې د امریکا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ۳ تر ۷ کلن ماشومانو لپاره د اړتیا وړ خوب باید څومره وي؟

ژباړه: نسیمه محمدي  کله چې ماشوم د نوې زېږېدلو له پړاو تېرېږي کم خوب ته اړتیا لري. خو باید پوه شئ چې څومره کم! ټول کوچنیان له یو بل سره توپیر لري. خو په ټولییز او کلي ډول، د ماشومانو د خوب اندازه په مختلفو عمرونو کې، روښانه ده. له ۳ تر ۵ کلن ماشومان شاوخوا ۱۲ ساعت خوب ته اړتیا لري. ځينې ماشومان تر ۳،۵ کلنۍ پورې ممکن د ورځې یو ځل هغه هم … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام پای لوبه؛ سوپر اور او انتقادونه

لیکنه: بهار سمسور د کریکټ نړیوال جام په پای لوبه کې،چې د انګلستان او نیوزلېنډ تر منځ وشوه، د نیوزلېنډ ۲۴۲ منډو هدف انګلستان مساوي کړ، ۲۴۱ منډې یې تر لاسه کړې چې بیا سوپر اور (یو اور) تر سره شو. تر دې لوبې وروسته،د لوبې پر دوه برخو او اور ترو او هم سوپر اور، د کریکټ ځینو پخوانیو لوبغاړو،مبصرینو او هم کریکټ بنسټونو انتقادات وکړل. دا جام کوربه انګلستان پورته کړ،خو ځینې یې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نجونو ته! په دې خبرو جنسي غوښتنې رد او ځان وژغورئ

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق جنسي اړیکې د دې ترڅنګ، چې تحمیلي اړخ لري؛ عاطفي اړخ هم لري. ډېرې هغه نجونې، چې په زوره، رضا یا غولول شوې بڼه د جنسي اړیکو قرباني شوي، عجیب و غریبې کیسې لري. څېړنې څه وایي؟ څېړنې ښيي، چې د دوی یو نه ویل او یا د نه ویلو د جرئت لرل سبب شوي، چې له دوی ناوړه استفاده وشي او ژوند یې تباه شي. د څېړنو په حواله … نور ولولئ