په زړه پورې

عجیبه ډالۍ؛ شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ۲ سپین سپي واستول

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، له محدودو سیاستوالو څخه دی، چې نیږدې هرکار یې عجیب و غریب او د نړیوالو رسنیو د ډېر پام وړ وي. کیم جونګ اون، دا ځل خپل مخالف ګاونډي هېواد (جنوبي کوریا) ته د دوو سپینو سپینو له ډالۍ کولو سره د نړیوالو رسنیو پام خپل کړی. د سولې د هڅو دوام د سپیو؛ هغه هم د سپین رنګو د ډالۍ کولو دلیل له جنوبي کوریا سره سولې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د پاکستان د سټیج اداکاره، نائله په بد وضعیت کې مړه شوه

د پاکستان د تیاتر او ټلویزیون مشهورې اداکارې نائله شاه د یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ژوند پور ادا کړ. نائله شاه د سټیج اداکاره وه او له ډېره وخته له ناروغۍ سره لاس او ګریوان وه. پاکستانۍ رسنۍ وایي، دغه مشهور اداکاره د اوږدې ناورغۍ وروسته په ډېر بد حالت او غربت کې وفات شوې. د رپوټ له مخې، نائله شاه پرون د پاکستان په ملتان ښار کې مړه شوه. ملتان ښار کې د … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په اسیا جام کې نن دویمه سیال هم مات کړ

د نولس کلنو کم عمره ځوانانو په اسیایې جام سیالیو کې افغان کرکټ لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې نیپال لوبډله ماته کړه. دا د اسیایې جام سیالیو کې د افغان نولس کلنو ځوانانو دویمه بریا وه، تر دې وړاندې یې د متحده عربې اماراتو لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه. افغان نولس کلنه لوبډله د دغه سیالیو دفاعي اتله لوبډله ده، خو نن د نیپال لوبډلې د ښه مقاومت سره مخ وه. د سیالۍ … نور ولولئ
سیاست

"عمران خان د پوځ او ترهګرو چپړاسي دی"

د هندوستان د واکدار ګوند بي جي پي یوه لوړ پوړي مشر د پاکستان لومړی وزیر عمران خان “چپړاسي” بللی او ویلي يې دي، چې هغه بې صلاحیته دی. سبرامنیان سوامي د بي جي پي لوړ پوړی چارواکی او د هندوستان د مشرانو جرګې غړی دی. نوموړي پرون په یو خبرې کنفرانس کې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت ټولې واګې د “پوځ، آې ایس آې، او ترهګرو سره دی، او عمران خان … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ناوې لپاره د سمینټو له بوجیو نوې جوړې شوې جامې

په چین کې یوه سړي د مېرمنو لپاره د واده نوی ماډل لباس تیار کړی چې د سمینټو له بوجیو به جوړیږي. واده د انساني ژوند تر ټولو مهمه مرحله ده چې د خوښیو او یادګارونو ډکې شېبې ورسره تړلې وي. هر څوک خوښوي چې په خپل واده کې دې ښه، ښایسته، نوي ماډل او قیمتي جامې واغوندي او ځان تر نورو ډېر ښکلي وښيي. په واده کې مېرمنې تر نارینؤ زیاتې قیمتي او ښکلې … نور ولولئ
خواړه

هډوکو ته پیاوړتیا ورکول او د درد مخنیوي لارې چارې

ژباړه: مریم محمدي ډاکټران وایي، په هرو ۵۰ انسانانو کې یو یې د هډوکو له درده کړېږي. هډوکي د بدن ژوندي غړي دي چې وزن يې کم خو کلکوالی يې ډير دی، چې په مرسته یې د بدن ټولو حرکات ترسره کېږي. روغتیا پالان وايي که چېرې د ۲۵ کلنۍ څخه وروسته د خپلو هډوکو مراقب ونکړو، په دې صورت کې د هډوکو خرابېدل تر دوباره جوړېدو زیاتېږي او د وخت په تېریدو سره هډوکی … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان او هند کرکټ بورډونه د اوږدمهاله شخړو د حل لپاره خبرې کوي

پاکستان او هندوستان غواړي چې د کرکټ په برخه کې اوږ مهاله شخړه له منځه یوسي او خبرې وکړي. د دغو دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ منځګړیتوب اې سي سي یا د کرکټ نړیواله شورا کوي. پاکستان او هندوستان په ۲۰۱۴ م کال کې په دې اړه خبرې کړې وې، چې دوه طرفه لوبه به ترسره کوي؛ خو دې موافقې تر ۲۰۱۸ م کال پورې هم د عمل جامه وانغوسته. پاکستاني کرکټ بورډ د دې شخړې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د تنوشري، د جنسي ځورونې په اړه د هندۍ ژونالیستي شاهدي او د فلمي ستورو غبرګونونه

په هندۍ سینما کې د دغې سینما د مشهور فلمي ستوري نانا پټيکر او نوموتې فلمې اداکارې تنوشري دته تر منځ وروستیو جنجالونو د بالیوډ د سترو فلمي لوبغاړو غبرګونونه راپارولي دي. وړمه ورځ تنوشرې دته تور پورې کړ چې کلونه وړاندې د یوه فلم پر مهال د نانا پټيکر لخوا جنسي زورول شوې وه. ویل کیږي دغه مسئله په ۲۰۰۸مېلادي کال کې پېښه شوې وه چې له نن څخه لس کاله وړاندې حسابیږي. خو … نور ولولئ
په زړه پورې

د ایران اسلامي جمهوریت او تقلبي شراب؛ ۱۰۰ نه زیات کسان یې ځپلي

ایران، چې تر هرچا ډېر ځان (اسلامي جمهوریت) ګڼي، له ټولو سخت دریځو قیوداتو سره پکې د نیشه یي توکیو استعمال په لوړه کچه دی. هلته نه یوازې هیروین او نور مخدره توکي ګڼ کارونکي لري او حتا اغېزې یې تر افغانانو رسیدلي؛ بلکې د نیشه یي توکیو نور ډولونه هم پکې په پراخه کچه استعمالیږي. د یونیم سل تنو نیشه ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په عباس بندر کې تر۱۵۰ زیاتو … نور ولولئ
سیاست

قیرغیزۍ سندرغاړې یوې سندرې د مرګ له ګواښ سره مخ کړې

زرې اصیل بیگ (Zere Asylbek) د قزاقستان یوه مشهوره فیمینسټه( د نارینه او ښځینه وو د حقونو د برابرۍ غوښتونکې) ده. هغه په یوه تازه ګام کې، د ښځو د حقونو د دفاع لپاره سندره ویلې، چې ورته د مرګ د ګواښ سبب شوې ده. د قزاقي ښځو غږ زرې اصیل بیگ ۱۹ کلنه ده او لږه موده کیږي، چې سندرغاړې شوې ده. هغه د (نجلۍ) په نوم د یوې سندرې په ویلو ډېره مشهوره … نور ولولئ