په زړه پورې

انټرپول ( نړیوال پولیس) سازمان ته یوه کتنه؛ څه کولی شي او څه نه شي کولی؟

ژباړه: بشر دروېش ترهغې وروسته چې چین دغه هېواد ته د خپل ورغلي تبعه او نړیوالو پولیسو انټرپول د مشر منګ هونګوري د نیولو اقدام وکړ، د دغو پولیسو نوم په نړیوالو رسنیو کې ډېرمطرح شو. په دې مطلب کې د ښاغلي هونګوري قضیې ته د کتنې پرځای پر دې بحث کوو چې نړیوال پولیس یا انټرپول څومره ځواک لري، څه ډول قدرت دی او د صلاحیت دایرې یې کومې دي؟ انټرپول څه شی دی؟ … نور ولولئ
په زړه پورې

د ټرمپ حکومت او استعفاوې؛ دغو چارواکو ولې ترې لاربېله کړه؟

ژباړه او ترتیب: بشر دروېش د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت یوه ځانګړنه دا ده چې ډېرو چارواکو ظاهرا د ټرمپ د سرزورۍ او حکومت د انحصاري کولو له وجې استعفاوې کړي. ټرمپ لکه زموږ ولسمشرغني هم په لوړپوړو دندو کې د خلکو د زر ټاکنې مهارت لري او هم یې ډېر زر او اسانه له سیستمه ویستو کې نوم وتی دی. په وروستي ګام کې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا … نور ولولئ
خوندیتوب

هر ځای سیلفي اخیستل مو په مرګ ګواښلی شي

سیلفي عکسونه که له یوې خوا یو لوی سهولت ګرځیدلی او په اسانه خلک په دې وسیله فردي او ډله ییز عکسونه اخیستی شي، له بلې خوا یو خطرناک ګواښ هم دی. د څېړنې بایلې د امریکا په یوه مجله کې، چې د کورنیو او ټولنیزو اړیکو په تړاو خپریږي، یوه تازه نشر شوې څېړنه څرګندوي چې د ټولنیزو رسنیو؛ په خاص ډول د انسټګرام شبکې لسګونه مینه وال او کارونکې د نړۍ په مختلفو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بیلګیټس په خپل کور کې د الکترونیکي وسایلو پر کارولو بندیز لګولی

ژباړه راټولونه: مریم محمدي نن سبا کمپیوټر که د ټولنې د پرمختګ هراړخيزې استانياوې برابرې کړي، نو بلې خوا د انسان له روغتيا يې له ستونزو سره هم مخ کړې. ویل کیږي پخوانيو طبيبانو به خپلو مريضانو ته د ارام او سکون يا په کور کې د ناستې، چې بدن یې يو څه ارام وکړي، مشورې ورکولې. په ساده ژبه به یې ورته ويل: بايد څو ورځې کار ونه کړې. خو اوس ساينسپوهانو روغ او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مسټر بین پر سبک خوشحاله ژوند کول زده کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي خوشحاله ژوند کول زموږ ګډه هیله ده او موږ ډېر یې په اړه کوشش کوو. راځئ دا ځل د مسټربین پر سبک خوشحاله ژوند کول ولرو. د مسټربین Mr. Bean له نامه به مو اورېدلي وي، او فلمونه یا لږترلږه تمثیلي کلیپونه به مو ئې حتمن لیدلي وي. موږ نننی مطلب پر دې راڅرخي چي نوموړی ژوند ته له کومي زاويې ګوري. مسټربین چي نې تعلیم کړی، نه شتمن دی او نه … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانیانو له راشد وروسته دا ځل مجیب پسې راواخیسته !

پاکستاني لوبغاړي دا ځل د مجیب په عمر شکي دي. کرېک ټرېکر وېب پاڼې خپاره کړي، د پاکستان ځېنې لوبغاړي وایي، مجیب ځدران په رښتیا هم اوولس کلن نه دی. دوی وایي، چې مجیب ځدران ۲۰۰۰ م کال کې نه دی زېږېدلی بلکې عمر یې زیات دی. د نړۍ په ټولو وېب سایټونو کې د مجیب ځدران د عمر په اړه ویل کېږي، چې هغه ۱۷ کلن دی او یواځېنی لوبغاړی دی، چې په ۲۱ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا خبرې هیڅکله مېرمنې ته مه کوئ

ژباړه: بشر دروېش پښتانه سره له دې، چې ښځو سره په بد چلند تورن دي خو ښځو ته د « کور ودانه» اصطلاح کاروي. له دغې اصطلاح سره څرګندیږي، چې حتا دوی له ټول سخت دریځه ذهنیت سره مېرمنو ته د کور ودانولو د بنسټ په سترګه ګوري او په دې قانع دي، چې کورونه یې په مېرمنو ودان دي. مېرمنه چې «کور ودانه» ده، بیا خو ورسره په چال چلند کې باید پوره احتیاط … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اولاد په روزنه کې د پلار رول

ژباړه: محمد عزيز پردېس په تېرو کې به داسې فکر کېده چې پلرونه يوازې د کور د خرڅ پوره کولو مسول دي او ميندې دي چې د اولاد په روزنه او تعليم کې رغنده رول لوبوي. خو په اوسنی عصر کې ارواپوهان په دې باور دي چې پلار د اولاد په روزنه کې اساسي رول لري. علمي څېړني ښيي چې پر اولادونو ( لوڼو او زامنو ) د پلار اغېز اوږدمهاله دی او د پلرونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عشق ځپلي په دې جملو غم او ماتې هېرولای شي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د مینې پای هغومره ځورونکې ده، چې پيل یې څومره خوندور دی. د داسې عاطفي اړیکو پای ته رسول او درد زغمل یې اسانه نه دي. په افغانستان کې سره له دې، چې ډېرخلک په خوله حال نه وایي خو اکثره د مینې خوږه او ترخه تجربه دواړه لري. دلته به هغه جملې درسره شریکې کړو، چې د عشق ځپلو پام له خپلې ماتې اړوي. « زه مې خپل ځان … نور ولولئ
سپورټ

له پلاره کوچنی پاتی شوی افغان څنګه د کرکټ ستوری شو؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کم عمره لوبغاړی او د نړۍ په کچه ځلېدونکی کرکټ ستوری مجیب ځدران وایي، ما مې خپل پلار نه دی لیدلی او د هغه د مهربانۍ له سیوري محروم پاتی شوی یم. مجیب ځدران د ۳ میاشتو و، چې پلاریې وفات شوی دی، هغه بیا د خپلې نیا یا انا په کور کې له نیکه او نیا سره ستر شوی دی. هغه د خوست ولایت په ښکلې … نور ولولئ