ټولنیز ژوند

هر نارینه ته د دغو مهارتونو لرل اړین دي

نارینه زموږ په ټولنه کې اوس هم ځينې خلک له بده مرغه هغوی ته وايي، چې د وهلو ډبولو او ان وژلو پورې زورواکي وکړي. موږ «نارینه» اصطلاح متاسفانه ډېر وخت د «ښځینه» په مقابل کې استعمالولو او داسې فکر کوو چې ګوندې «ښځينه» له نارینه وو څخه یو ښکته او اضافي قشر دی. دا یو پخوانی ذهنیت دی، له ښه مرغه زموږ د لوستو خلکو ذهنونه په دې برخه کې بدل شوي. اوس « … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه پنځه ټکي چې د پرون په نسبت، نن ورځ ډیر پرمختګ درکوي

ژباړه: غازي عابد که هغه حالات چې اوس په کې یاست خفه او غمجن کړي یۍ، او واقعاً غواړئ چې بدل او نوي یې کړئ، نو مخکې له دې چې دا حالت بدل کړئ، باید له ځانه سره د بدلون لپاره یوه منظمه تګلاره او قوي هوډ ولرئ. دا هم یاد لرئ؛ هیڅ انسان نه شي کولی په بشپړ ډول هر څه، هر وخت کنټرول کړي، اما دومره کولی شي چې خپل مسوولیتونه تنظیم او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه څه چې په ښه ماشوم روزنه کې اړین دي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ماشومان اړتیا لري، د هغه څه په اړه پرېکنده او قاطع واوسئ، کوم چې غواړي یې. قاطعیت هغوی ته د لید روڼتیا ور بښي، مبهم امرونه او دستورونه ټول په اروایي فشار اخته کوي او ماشومانو ته ډول ډول پیغامونه ورکوي. په روزنه کې دا قاطعیت د رڼو او واضحو تمو په توګه پېژندل شوي دي، له خپلو ماشومانو څخه د ډېرو تمو او توقعاتو لرل، د دې سبب ګرځي، ترڅو … نور ولولئ
خواړه

د ښې روغتیا لپاره ۵ کارونه

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي هغه کسان چې روغتیا نیمه پاچاهي ګڼي نو تل په دې هڅه کې وي، چې تر څو ګتور خواړه وخوري. که غواړئ چې روغتیا مو ښه وي، نو دا لارښونو ته پام وکړئ: ۱- ترکاري وخوړئ سبزيجات یا ترکاري د ويټامينونو او مينرالونو تر ټولو غوره منبع ده او ټول هغه گټور مواد لري چې د بدن عمومي روغتيا ته گټه لري. ۲- مالګه کمه کړئ په خورړو کې د … نور ولولئ
سیاست

د جنرال رازق د مرګ معما؛ امریکا که پاکستان شهید کړ؟

ارشاد رغاند د جنرال رازق پر شهادت چې څومره زیاتې ورځې تېریږي، هغومره یې د مرګ د عاملینو په اړه ادعاوې او تورونه زیاتیږي. رازق څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت ودانۍ کې تر یوې غونډې وروسته په ډزو شهید شو. ځایي چارواکو رسنیو ته وویل، چې پر هغه او له غونډې پر راوتیو نورو یو شمېر کسانو د کندهار د والي یوه نوي ساتونکي ډزې وکړې. پر دغو ډزو د جنرال رازق ترڅنګ د … نور ولولئ
سیاست

حکمت خلیل او استعفا یې؛ دلایل یې څومره منطقي دي؟

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی حکمت خلیل کرزي پرون له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي کرزي پخپله استعفا پاڼه کې ویلي، چې د استعفا لوی دلیل یې د بهرني سیاست د بریالیتوب په برخه کې د حکومت د رهبرۍ ترمنځ ژور اختلافات او د ده د کاري زمینې محدودیت و. د حکمت خلیل استعفا د خلکو او سیاسي فعالانو مختلف غبرګونونه پارولي. د پلویانو دریځ … نور ولولئ
سپورټ

په APL کې مخکښ توپوهونکي او بالران؛ د کریس ګیل پرځای د ډیرو شپږیزو پاچا شهزاد شو

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د اکټوبر په ۵ مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شو. په دغه لیګ کې شا او خوا ۹۴ کورني او بهرني لوبغاړي ولوبېدل، چې ۳۵ پکې مشهور باندني لوبغاړي شامل وو. په دغه لیګ کې ۵۹ کورني لوبغاړي هم اخېستل شوي وو، چې ځېنې یې پکې ډېر ښه وځلېدل. له دې جملې څخه د پکتیا لوبډلې لوبډلمشر او د کرکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی توپ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اولادونو زېږیدل پر مور وپلار دا اغېزې لري

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش هغه خبره به مو په کلي ولس کې ډېره اوریدلې وي، چې پلانی یا پلانۍ نور له زور او شرنګه ولویده، ځکه ډېر ماشومان یې وشول او ځواني یا عمر یې وخوړ. دا خبره بې دلیله نه ده، نه یوازې زموږ او ستاسې ولس او عام خلک د اولادونو تر زېږیدو وروسته په مور وپلار کې د بدلون خبره لري؛ بلکې نړیوال، طب او نوې څېړنې هم دا خبره کوي. … نور ولولئ
په زړه پورې

سپرلۍ په نړیواله کچه پر هوایي شرکتونو دا حقونه لري

په افغانستان کې قانون پر ډېرو برخو او له هغې ډلې پر الوتکو سم نه دی واکمن. له الوتکو څخه موخه سوداګریزې الوتکې دي، چې مساپرین د کرایې په بدل کې له یوې سیمې یا یوه هېواده بل ته لېږدوي. تاسې به هم د افغانستان په الوتکو کې له یوه ځایه بل ته تلي یاست، کړاوونه، د ډېر ځنډ تکلیف او نورې ستونزې به مو تجربه کړې وي، خو د شکایت اوریدو به مو یا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ددغو پنځو ګټو لپاره باید مسکا وکړئ

لیکواله: سانیا پانوار ژباړه: ایمل مړوند په دې لیکنه کې درته پنځه هغه لاملونه وایو، چې له امله يې موږ باید هر وخت او هره ورځ څو ځله مسکا وکړو. مسکا کول هغه څه دي یا هغه عمل دی چې هر وخت او ممکن هر ځای يې وکولی شو. ایا پوهیدئ! چې بالغ کسان لږ تر لږه د ورځې ۲۰ ځله مسکا کوي، یا يې باید وکړي او د یوې مطالعې په پایله کې ښودل … نور ولولئ