ټولنیز ژوند

د ماضي د هېرولو لپاره دا لارې چارې وازمایئ

ژباړه: بشر دروېش د ماضي هېرول یو مخ نه وي په کار، خو ځينې وخت اړتیا وي چې باید هېره شي. دا مطلب ترډېره هغو ته مخاطب دی، چې رواني ستونزې لري او د خپلې ځپلې ماضي او بدو خاطرو په هېرولو نه بریالي کیږي. ډېر خلک فکر کوي، چې دا کار یانې د ماضي هېرول شونی نه دی، خو دا ناسم تصور دی، ځکه کیدلای شي چې داغداره ماضي او بدې خاطرې یې هېرې … نور ولولئ
سیاست

طالبانو پخوا ولې په هزاره میشتو سیمو یرغل نه کاوه؟

  عمومي وضعیت: اول، هزاره ټولنه د جنبش روشنايي نه وروسته خورا بدله شوې ده او په تېرو څلور کالو کې هلته هم ځوانان راپورته شوي او پخوانۍ رهبري یې تر ډېره حده چلنج کړې ده. کابل کې د هزاره ګانو مظاهره د دوی د دغه نوي ټولنیز سیاسي شعور د بیدارۍ نښه ده، دغه شعوري وده د دوی عنعنوي رهبرانو هم درک کړې او ورنه په ویره کې دي، اوس د هزاره ټولنې رهبري … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د شپې له لورې د ګروپ رڼا ته ويده کېدل، خطر لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس د سپوټنيک د راپور په اساس کومې څېړنې چې د ډاکتر الکسانډر کالينکين د روسيې د ام ګ او پوهنتون د زړه، مغز او اعصابو برخې استاد لخوا ترسره شوي دي، ښيي چې؛ هغه کسان چې په بشپړه تياره کې نه ويده کېږي، په هغوی کې د زړه او عروقو ناروغۍ پيدا کېږي. په اوسني عصر کې ډېری څېړنې ښيي چې د ډېرې روښنايۍ او خوب ترمنځ ژوره اړيکه شتون لري. … نور ولولئ
سپورټ

ریکارډ: په یوه اور کې ۴۳ منډې جوړې شوې !

د نیوزیلېنډۍ لوبډلې د انډرناینټین یا له نولس کلونو د کم عمره لوبډلې پخواني لوبغاړي کارټرچې اوسمهال ۲۵ کاله عمر لري په یو ورځنۍ لوبه کې د یو بل لوبغاړي پرمټ دا ریکارډ جوړ کړ. دوه لوبغاړو په نیوزیلېنډ کې په یو اور کې د ۴۳ منډو ریکارډ خپل کړ. جوکارټر او برېټ همپټن د نیوزیلېنډ د شمالي لوبډلې له خوا د سېنټرل یا مرکزي ولسوالۍ لوبډلې پر وړاندې لوبېدل، چې د تېرې چهارشنبې په … نور ولولئ
کلتور او هنر

بلاخره د رنویر او ډپیکا د واده چمتوالی بشپړ شو

د هندۍ سینما د مشهورې جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډوکون د واده تیاریانې ختمې شوي دي او د واده لپاره د پوره چمتوالي خبرونه یې خپاره شوي. رپوټونه وایي، د واده په نژدې کېدو سره دواړه خپل کارونه مکمل کړي او د هندوستان څخه د ايټالیا په لور خوځيدلي. ټاکل شوې د دوی واده د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه چهارشنبې ورځ پيل شي او په ۱۵ نېټه جمعې ورځ به هم دوام ولري. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوند د هدف په هکله د نړۍ ۱۶ مفکرين څه وايي؟

ژباړن: عمران لمر د ژوند هدف څه دی؟ اوس مې هم ياد دي، کله به چې ماښام ټوله کورنۍ ډوډۍ ته ناست وو، خور به مې له پلاره همدا پوښتل او پلار به مې په ځواب کې ورته ويل: ولې داسې سختې پوښتنې کوې؟ هو، هم دا تر ټولو هوښيار ترين ځواب و، چې پلار مې د هغې پوښتنې په ځواب کې ويلو چې ځواب يې زده نه و. د ژوند د هدف په هکله … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۹ پاکستان کرکټ لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبیدل

دا چې د فبروري په ۱۴ مه نېټه د پاکستان سوپرلیګ سوداګریزې کرکټ سیالۍ پېلېږي؛ نو د افغان لوبغاړو د لوبېدو برخلیک پکې څرګند نه دی. په تېر کې د افغانستان سوداګریز لیګ لپاره پاکستاني لوبغاړي په بولي کې اخېستل شوي وو، چې بیا د پاکستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په دغه لیګ کې د لوبېدو اجازه ورنه کړه. د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ په کرکټ هم اغېز کړی دی او همدا علت … نور ولولئ
سیاست

د پښتنو او هزاره سیمو نا امنۍ؛ د وینې رنګ که ارادې فرق لري؟

له تېرې اونۍ راهیسې د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالیو او له څه مودې راهیسې د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ كې چې درې واړه سیمې د هزاره وروڼو مېشت ځایونه دي، د وسله والو طالبانو د درنو بریدونو خبرونه ورکړل شوي. په دغو بریدونو کې ځایي خلکو او افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو خبر ورکړل شوی. له بریدونو سره هم مهاله د مختلفو سیمو اړوند هزاره مدافعینو د طالبانو د بریدونو او … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ هغه لوبغاړي چې کرکټ یې پریښودو یې مینوال خفه کړل !

د کرېک بز وېب پاڼې داسې یو راپورخپور کړی، چې پکې د هغو لوبغاړو یادونه شوې ده، چې نړیوال کرکټ یې په خورا خفګان پای ته رسولی دی. د لوبو یا ورزش په برخه کې تقاعد یا رېټایرمېنټ هغه مسئله ده، چې هم لوبغاړي خفه کوي او هم د هغوی ننداره کوونکي خفه. مختلفو هېوادونو او د هېوادونو لوبغاړو د ورزش په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي، چې بیا همدغه لوبغاړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد

ژباړه: محمد عزيز پردېس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهان هر کال د امنيت او ارامښت له اړخه هېوادونه درجه بندي کوي، د سپوټنيک د راپور په اساس د امريکې متحده ايالتونو کارپوهانو د يو لړ څېړنو څخه وروسته د ايسلنډ هېواد د نړۍ ترټولو امن ترينه هېواد اعلان کړ. څېړنې ښيي چې په ايسلنډ کې د مېشتو خلکو عمر د نورو اروپايي هېوادونو، امريکا او اسيا د خلکو په پرتله ډېر دی. همدارنګه په دې … نور ولولئ