کلتور او هنر

د کرن جوهر په تلویزیوني پروګرام کې د ځوانې ستورې شردها کپور د نه ګډون لامل !

د بالیوډ ښکلي او ځواني هيرویني شردها کپور د مشهور فلم پروډیوسر کرن جوهر د زیاتو لیدونکو لرونکي ټلویزیوني پروګرام کې له ګډونه څخه انکار کړی. د کرن جوهر دغه شو (کافي ود کرن) نومیږي چې په کې یوازې د فلم مشهور لوبغاړي مېلمانه کوي او ترې پوښتنې کوي او ساعتیرې ورسره کوي. د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې، شردها کپور ته نژدې سرچینو ویلي، چې د کرن جوهر په ټلویزیوني پروګرام کې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مثبت فکر ساتلو او د فکرونو د کنټرول لپاره ۸ خبرې

ژباړه: عمران لمر د مثبت فکر ساتل هغه موخه ده چې کله کله هېرېږي او په دې ترتيب د منفي فکر الګوګانې زمونږ په ورځيني ژوند کې د ستونزو سبب ګرځي. د فشار زېږوونکو عواملو په هکله تشويش کول او د خپلو تېرو تېروتنو په هکله فکر کول له راتلونکي سره ستاسې اړيکه زيانمنوي، د دې جزياتو زيات څېړل او سپړل مونږ په حال کې له ژونده منعه کوي. که په دې هکله له حده … نور ولولئ
خواړه

نوې څېړنه: زیاتې اوبه مه څښئ، تاوان لري؛ څومره باید وڅښل شي؟

مخکې د اوبو د زیات څښاک په اړه زیات ټینګار شوی او ګټور ګڼل شوی، خو اوس په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي، چې له حده د زیاتو اوبو څښل وجود ته د ګټې پرځای ګڼ زیانونه لري. د نوې څېړنې پربنسټ له حده د زیاتو اوبو څښاک ان خبره د انسان تر مرګه پورې رسولای شي. د پښتورګو ستونزه د څېړنې له مخې د انسان پښتورګې یا ګردې په یوه ساعت کې له … نور ولولئ
کلتور او هنر

د سلمان خان د پلار ګواښوونکی، کس پولیسو ونیو !

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوري سلمان خان کورنۍ او د هغه شخصي سکرټر ته اخطار ورکوونکی کس د هندوستان پولیسو نیولی. ویل کیږي دغه کس د سلمان خان کورنۍ ته له زنګ وهلو وروسته هغوی ته اخطارونه ورکړي چې سلمان خان دې ورته په فلم کې کار ور کړي که نه نو بدې نتیجې به ولري. د رسنیو د رپوټ له مخې، دغه کس شاه رخ غلام نبي نومیږي چې د هندوستان د اتراپردیش … نور ولولئ
سپورټ

د لوبې پرمهال د لوبڅارانو سره د ویرات کولي جنجال

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي؛ خو کله کله د لوبڅارانو او لوبغاړو پر وړاندې هم تېز چلند کوي. نوموړي د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ مه نېټه د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې د دوهمې شل اوریزه لوبې پرمهال له لوبڅارانو سره لانجه وکړه. کيسه: هندوستان د دوهمې شل اوریزه لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې وټاکله، اسټرالیا توپ وهنه وکړه، اسټرالیایي لوبډلې په ۱۹ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سارا علي خان څه ډول نیږدې ۱۰۰ کلیو وزن ۵۰ ته راکم کړ؟

د هندۍ سېنما ځوانه ستورې او د سیف علي خان لور سارا علي خان چې تازه تازه یې د فلم نړۍ ته ږدم ایښی له یوې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره چې لا تر اوسه هم پرې اخته ده خبرې کړي. د فلم (کیدار ناتهـ) په واسطه فلم نړۍ ته داخله شوې ځوانه ستورې اوس پر ټلویزیون دنګه او ښکلې بدن سره ښکاري. هغې د خپل مخکې ژوند په تړاؤ ویلي چې څو کاله وړاندې … نور ولولئ
په زړه پورې

د انرژۍ سیاست او امنیت، کتاب په اړه څو خبرې

دا لیکنه عبدالمالک عاصم د خپل نوي کتاب چې په پورته سرلیک کې یې نوم ذکر شوی، له سریزې راخیستې. انرژي د ژوند چینه بلل کیږي او د شلمې پیړې له لومړیو راهیسې یې ژوند ته لوری ورکړی. په دې برخه کې ترټولو ډیرپام د انرژۍ پرزیرمو، مارکیټونو او د لارو پرامنیت ورټول دی. په ۲۱مه پیړۍ کې هغه هیوادونه خوندي او د پرمخ تلو وړبلل کیږي، چې د انرژۍ پراخو منابعو او بازارونو ته … نور ولولئ
سیاست

یوه له پامه لویدلې موضوع؛ ولسمشریزې ټاکنې به پرخپل وخت وشي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسون ژمنه کړې، چې د راتلونکي لمریزکال د حمل په ۳۱مه به د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ټاکنې ترسره کړي. د حکومت مشران هم وخت په وخت پردې ټکي ټینګار کوي. ولسمشرغني خو لا ویلي، چې یوه ورځ هم د اساسي قانون له ورکړي وخت څخه زیات د واک دوام ته لېواله نه دی. د دې باوجود هره ورځ دا وړاندوینه او اندیښنه جدي کیږي، چې … نور ولولئ
سپورټ

په ټین لیګ کې شهزاد او ځاځی د نورو افغان لوبغاړو په پرتله چټک روان دي

افغان لوبغاړو د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ رنګینې کړې دي؛ له شهزاد وروسته ځاځی رامیدان ته شو ! د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ تیز ترینه فارمټ ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ په روانه نوامبر میاشت کې پيل شوې دي، چې پکې د افغان لوبغاړو ګډون دغه سیالیو ته ځانګړی رنګ او خوند ورکړی دی.   د دغه سیالیو د پیل لوبه کې لمړی افغان ویکټ کیپر توپ وهونکي شهزاد … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له څلوېښت کلنۍ وروسته دا خبرې مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې د خپل ژوند ۴۰ کلنۍ ته ننوځئ، نو دا احساس کوئ، چې د خپلې ځوانۍ دوران مو تر شاه پریښی دی، له همدې امله، له ډېرو کارونو څخه ځان محروموئ، خو د بایدونو او نبایدونو لپاره هېڅ قانون شتون نه لري، کله چې تاسو د خپل ژوند نوي پړاو ته داخلېږئ، نه یوازې باید ځان محدود نه کړئ، بلکې په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ، له دې چې یوه بله … نور ولولئ