سپورټ

اسټرالیا انګلستان، خو پاکستان افریقا له نړیوال جام څخه بهر کړه !

د کرکټ ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د اسټرالیا کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې انګلینډۍ لوبډله د دغه جام د مخکې تګ څخه پاتې کړې، خو په ورپسې لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې د جنوبي افریقا د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام څخه کور ته ولیږله. د نیوزیلینډ په کوربه توب د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ۱۶ ګډون کوونکو لوبډلو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه هیوادونه اعلان شول چې په نړۍ کې د ژوند لپاره ښه ځایونه نومول شوي

لیکنه: فیاض عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري پرمتخګ په تازه راپور کې د هغو يوولسو هېوادونو نومونه راغلي، چې خلک يې اوږد او د روغتيا له پلوه ډاډمن ژوند کوي. يا په بله وينا هغه هېوادونه، چې د ټولې نړۍ په کچه د ښه ژوند لپاره تر ټولو ښه ځايونه نومول شوي دي. د ملګرو ملتونو دغه ريپوټ د نږدې 200 هېوادونو څخه د ارزونې پايله ده، چې بېلابېلې برخې په نظر کې نيول … نور ولولئ
کلتور او هنر

هندوستان: سبا پاډماوتي خپریږي؛ لاریونونه شیبه په شیبه زور اخلي

د پاډماوتي فلم معتریضین، بیګاه د احمداباد لارو کوڅو ته راوتي، مرکزي مارکیټ کې يې ځینې دوکانونه، موټرې او موټرسایکلې سوځولي او سیمه کې ځینې لویې او کوچنې سینماګانې زیانمنې کړې هم دي. ګجرات کې د پولیسو مشر د مظاهرچیانو د تیت و پرک کولو او په سیمه کې د وضعیت د کنټرول لپاره د پولیس شمیر زیات کړی. د معلوماتو له مخې، د تیرې شپې په لاریونونو کې تر ۱۵۰ ډيرې موټرې او موټرسایکلې … نور ولولئ
کلتور او هنر

"غله انډیا" فلم د هند په تعلیمي سیستم کې د فساد کیسې راسپړي

د هندي سینما نوموتی ستوری عمران هاشمي دا ځل هندوستان په ښوونیز سیستم کې د فساد په موضوع فلم جوړوي. د هندوستان ټایمز په حواله، دا فلم چې غله انډیا یا Cheat India نومیږي، د هندوستان د تعلیمي سیستم په داخل کې د رشوت، جنسي زورونې او د فساد اړوند ټولې معاملې تصویروي. عمران هاشمي چيټ انډیا فلم د خپل سینمايي فعالیت په برخه کې تر ټولو نوی او په زړه پورې بولي. هغه زیاتوي، … نور ولولئ
ټیکنالوژي

ساینس پوهانو داسې اله جوړه کړه چې لرغوني اسناد پرته له پرانیستو لولي

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د لرغونو اسنادو او سوانحو پرانیستل پرته له دې چې زیانمن شي، یو ستونزمن کار دی، خو په سویس هیواد کې ساینس پوهانو ویلي، چې دوی داسې یوه طریقه راباسلې چې له مخې یې کولی شي ان پرته له لمس کولو لرغوني اسناد او سوانح ولولي. د سویس په ټکنالوژۍ فدرال انسټیټوټ کې څيړونکي د اسنادو د انځورونو اخیستو لپاره د ایکسرې (X-Ray) په قالب کې له “وړانګې اچونې” … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ۷ منفي کارونه چې د ۹۹٪ منفي احساساتو مسوول دي

ليکنه: محمد عزيز پردېس ۱- وارخطايي وارخطايي تقريبا د انسانانو يو طبيعي عادت دی، خو په مشق او تمرين سره کولی شو له دې بد عادت څخه ځانونه وژغورو. معمولا چې کله پر موږ يو زېری کېږي ( که هغه مثبت يا منفي وي ) نو وارخطا کېږو، خپل ځان نشو کنټرولولی. د بېلګې په ډول که څوک مو د يوه دوست د مړينې څخه خبر کړي؛ خپل حواس له لاسه ورکو او بې واکه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

"پلاټو" د خبریال د پای لاسلیک

لیکنه: زاهد “صدیقي” د ژورنالېزم په نړۍ کې داسې ډیر نوي او پخواني مفاهیم، موضوعات او ژانرونه ترسترګو کېږي چې، په وروسته پاتې هېوادونو کې د ډیری ژورنالیستانو او خبریالانو له لوري په رسنیز ډګر کې په اکاډمیک او علمي بڼه نه کارېږي. د ژورنالیزم ډیری معیارونه د خبریالانو او ژورنالیستانو له لوري وژل کېږې او په هغه سبک خپل رسنیز فعالیتونه پرمخ وړي، کوم چې یي په ناسمه بڼه او پرته له مطالعې له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شاه روخ خان د ښځو په وړاندې د زورزیاتي ختمول د ټولو هڅې او کار غواړي

د هندي سینما نامتو ستوري شاه روخ خان تیره ورځ د سویس په داوس ښار کې و او دغلته ورته د نړیوال اقتصادي فورم له خوا د ښځو او ماشومانو په برخه کې د ښیر ښیګڼې د کارونو له کبله د کریسټال جایزه ورکړل شوه. دا جایزه د نړیوال اقتصادي فورم له خوا هر کال یو شمیر هغو مخکښو کسانو ته ورکول کیږي چې په نړۍ کې یې د ښځو او ماشومانو د ژوند د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه کولى شو، معلومات تر ډېره په حافظه کې وساتو؟

ژباړه: فياض عزيزي موږ تاسې ټول په ژوند کې ډېر څه زده کوو، مګر بيا هم په ډېرو څيزونو نه پوهېږو، ځکه موږ ډېرى معلومات هېروو. دا چې ولې داسې کېږي او ددې ستونزې د حل لاره څه ده، نو د يو الماني ارواپوه (هېرمن اسيبنغوس) له نړيوال يا عمومي فرمول څخه کار اخلو. ددغې فرمول په عملي کېدا به مو دغې ځورونکي ستونزې ته د پاى ټکی کېږدئ. ددغې الماني ارواپوه څېړنه ښايي، چې؛ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه نورو خلکو ته ډاډمن او پیاوړي ښکاره شو؟!

لیکنه: ویویک ګوپټا ژباړه: غازي عابد دا یو څو ځانګړنې چې په ژوند کې مهمې دي، که دې ولرلې نو خلکو ته به په ځان متقي او ډاډمن ښکاره شئ. هیله ده عملي توجه ورته وکړئ: ۱- یوه خندونکې او خاموشه څیره یا مخ. کله چې موږ له نورو سره خندونکي مخ شو، نو مقابل لوري ته ډ‌اډ، روغ او خوښ ښکارو. زموږ دا خاموشي او نورو سره مسکي مخ کیدل، نورو ته هم ځواکمنتیا … نور ولولئ