کلتور او هنر

مونا بهايي ایم بي بي ایس ، بیرته راستنیږي

دې ورځو کې د سنجي دت مینه والو ته دوه ښه خبرونه دي. یو خو دا چې د راج کومار هیراني له خوا د سنجي دت پر ژوند جوړ شوی ” سنجو“ فلم چې رنبیر کپور په کې د سنجي دت حیرانونکی رول لوبولی په نژدې ورځو کې خپریږي. بل دا چې د همدې فلم جوړونکي ښاغلي هیراني تایید کړې چې (مونابهايي ۳ ) به یې د سنجو وروسته بل فلم وي. فلم جوړونکی وايي … نور ولولئ
سیاست

سي این این: منظور پښتین د پښتنو عوامي اتل د پاکستان د واکمنې طبقې لپاره ژوند سخت کړی دی

د سي این این راپور د یاران ژباړه او لنډیز په داسې حال کې سبا به د پاکستان کراچۍ ښار د پښتون ژغورنې د غورځنګ د یوې سترې غونډې کوربه وي چې ددې ښار په تاریخ کې به لویه غونډه وي، سي این این تلویزون د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین سره د خبرو په بنسټ د نوموړې او دده د غورځنګ په اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی دی. دا راپور … نور ولولئ
خواړه

تازه او خوسا هګۍ څنګه پيژندلی شو؟ دلته یې درته اسانه طریقه ښيو

ژباړه: مریم محمدي هګۍ د ګټورو خوړو په ډله کې راځي چې باید د خپلې ښې روعتیا یې لپاره د خوړلو پر مهال وېش کې ورته ځای ورکړل شي. څیړونو موندلې چې د هګیو خوړل د زړه د ناروغۍ مخنیوي کې رول لري. ډاکتران وايي د هګۍ دوامداره استفاده کولی شي د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي مرسته وکړي. هګۍ د ویټامینD طبیعي سرچینه هم دی. څیړونو ښودلې؛ هغه … نور ولولئ
اقتصاد

ولې ځیني خلک چې ښه شتمني او پیسې لري، خو بیا هم بدبین او خفه وي؟

پیسې د کاغذ ټوټې دي او د افرادو په شخصي انتخاب د وسیلې په توګه کاریږي. زه دا نه وایم، چې بې ارزښته دي، یا د ځینو په وینا د لاس خیری دی. پیسې د ژوند تېرونې لپاره مرستدوی څیز دی. یانې پیسې موږ ته خوښي نه راکوي، خو د خوښۍ د حصول په برخه کې له موږ سره مرسته کوي. په بله وینا، پیسې وسیله ده او خوشالي د ښه ژوند کولو یو هدف. … نور ولولئ
سپورټ

پخوانی هندي کیپتان وايي، د افغانستان سره د ټیسټ لوبې مهال ویش ناسم جوړ شوی

په داسې حال چې په هندي رسنیو کې په دې اړه بحث روان دی چې د هندوستان د کرکټ ټیم کپټان ویرات کوهلي باید د افغانستان سره په تاریخي ټیسټ لوبه کې ګډون وکړي او که په انګلیستان کاونټي کرکټ کې د ګډون لپاره هلته ولاړ شي، ددې هیواد د کرکټ پخواني کیپتان دلیپ وینګسرکار د انګلیستان ته د هند د کرکټ د ټیم له سفر مخکې د افغانستان سره د ټیسټ لوبو د مهال … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د خوځنده او ځلیدونکي ژوند لپاره دا درې کاره حتماً وکړئ

لیکنه: کاترینې ارینس ژباړه: غازي عابد که غواړئ ژوند کې بریالی شو، دلته درې لارې چې اوس وخت کې یې اړتیا ده، باید په نظر کې ونیسو: ۱- د وخت بې ځایه تیرونه (وژنه) ودروئ له ټولنیزو رسنیو لږ لرې شئ؛ ځیني مهم عملي او له مانا ډک کارونه وکړئ. یوازې په ټولنیزه میډیا کې خپل ټول وخت په تش کتلو مه مصرفوئ. بهر نور کارونه وکړئ، له مشرانو، خپلوانو سره مخامخ وګورئ، یو تولید … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د سولې او پخلاینې پراخیدونکې څپې؛ پرون کابل د اوربند او سولې ملي اجتماع کوربه وو

راپور: محمد عزيز پردېس د کابل پرلت په ۵۷ ورځ، د افغان ژغورنې غورځنګ مبارزو ځوانانو له لوري د اوربند او سولې ملي اجتماع تر عنوان لاندې غونډه په جوش او خروش سره ونمانځل شوه. يادې غونډې ته تقريباً د يوې مياشت راهيسې د کابل په شمول د هېواد په مختلفو سيمو کې پراخ کمپاينونه ترسره شول چې د ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه. غونډې ته د کابل په شمول د ننګرهار، لغمان، … نور ولولئ
سپورټ

د راشد دې لوبډله په خپلې ۹ مې بریا دویم پړاو (پلای اف) ته ورسیده

د هندوستان د کورني کرکټ په ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په خپلې یولسمې لوبه کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو او خپلې ۹ مې بریا خپلولو سره د لمړۍ لوبډله په توګه دویم پړاو ته ورسیده.  د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې ډهلي لوبډلې د حیدر اباد لوبډلې ته د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۷ منډې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ کې باران مخکې شوی دی 

د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دواړو د افغانستان او ایرلینډ کرکټ بورډونو د خپلو ملي لوبډلو لپاره د لمړنۍ تاریخي ټیسټ کرکټ سیالۍ لپاره مقابلې لوبډلې معلومې کړې، چې پکې به ایرلینډ د پاکستان او افغانستان د هندوستان خلاف دغه لوبې ترسره کوي. ایرلینډ له افغانستان وړاندې د خپل ټیسټ کرکټ نیټه د پاکستان سره برابره کړه او د روانې مۍ میاشتې ۱۱ مه ټاکل شوې وه، چې نن دغه لوبه ترسره کیږي، خو په سیالۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ښځې چې میړونه یې ډیر ښکلي نه دي خوښ ژوند لري

دا به مو ډير اوریدلي چې وايي” ښکلې نجلۍ د بدرنګ هلک په نصیب وي.“ خو پوښتنه دا ده، چې ایا دغه نجلۍ به خوشاله وي؟ د دغې پوښتنې د ځوابولو په اړه څیړونکو د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه پوهنتون کې یوه په زړه پورې څیړنه کړې. دوی په (۱۱۳) نویو واده شویو جوړو باندې څیړنه وکړه د دې په پار چې ایا فزیکي ښکلا د میرمنې او خاوند د خوشالۍ لامل کیدلی … نور ولولئ