سپورټ

بنګله دیشي لوبغاړي لا د وړاندې افغانستان ته وار خطاء شول 

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د جون میاشت کې راتلونکو ۳ شل اوریزه کیدونکې کرکټ سیالیو څخه وړاندې بنګله دیشي لوبغاړي وارخطاء دي.  د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او اوسنی ویکټ کیپر توپ وهونکی مشفیق الرحیم وايي، د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکو ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په سیریز کې د بنګله دیش نسبت افغانستان په ګټه کې دی. نوموړي … نور ولولئ
سپورټ

بنګلور د ډهلي هیلې پای ته ورسولې؛ خو د خپل مخکې تګ لپاره هم حیران دي

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ په ۲۰ اوریزه «IPL» تجارتي سیالیو کې د رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې د ډهلي دریډ ویلز لوبډلې د مخکې تګ چانس پای ته ورسو، خو د خپل مخکې تګ لپاره هم حیرانه ده. بنګلور لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» سیالیو په خپلې یولسمې لوبه کې د ډهلي لوبډلې د ۱۸۲ منډو هدف د لوبډلمشر ویرات کوهلي د ۷۰ او ای بي ډي ویلرز د ۷۲ ناسوځیدلو منډو پرمټ د لوبې په … نور ولولئ
سیاست

د استعفاګانو معما: ګلاب منګل ولې ناکام شو ؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ګلاب منګل وړاندوینه غلطه ثابته شوه، هغه له پوره صلاحیت سره ننګرهار ته نه و استول شوی او که استول شوی هم و، ده ونه کړی شو چې دا صلاحیتونه اعمال او له ننګرهاریانو سره د ټاکل کیدو پر وخت یې کړې ژمنې پوره کړي. ګلاب منګل له حاجي عبدالقدیر، حاجي دین محمد، ګل آغا شېرزي، عطاالله لودین او سلیم کندوزي څخه وروسته شپږم کس و، چې د طالبانو له واکمنۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

منظور پښتین؛ پولیس مو په لار کې ځوروي، خو چې هر ډول وي د کراچۍ غونډې ته به ځان رسوو

راپور: محمد عزيز پردېس منظور پښتين شېبه وړاندې د خپل فېسبوک ادرس څخه په يوه لنډه لايو ويډويي پيغام کې ټولو پښتنو ته ډاډ ورکړ چې د کراچۍ غونډه که په هر ډول وي؛ ترسره کېدونکې ده. منظور پښتين په دې لنډه دوه دقيقه يي ويډیو کې په ټولو پښتنو غږ وکړ، چې نه دې ناهيلي کېږي. هغه وويل: «زمونږ نيکونو تر دې ډېرې ستونزې ليدلي، خو ناهيلي شوي نه دي، پکار ده چې مونږ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې راته ځان سپک او حقیر ښکاري؟ حل لارې او درملنه یې

ژباړه: ساحل منګل لږ تر لږه پنځه نوي سلنه وګړي د حقارت غوټه (احساس) لري او په ميليونونو کسانو کې دغه احساس دومره جدی دی چې هغوی ېې له برياليتوب او خوشالۍ څخه محروم کړي دي. هغه څوک چې د حقارت غوټه لري تل دا احساس کوي او يا هم له نورو خلکو سره دا خبرې کوي، چې زه نشم کولای دا کار سرته ورسوم، زه نه شم کولای په کومه لوبه کې بريالی شم، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له دغو ۴ سبوتاژ کوونکو او بدو خویونو باید ډډه وکړو

لیکنه: کریما مریمه ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل وړاندې له دې چې ځان سبوتاژ کړې، په ځان کې دې نغښتي خویونه یو ځل له نظره تیر کړه. راځئ چې رښتیني واوسو. ځیني وخت موږ پخپله د خپل ځان ترټولو سرسخت دښمنان یوو. ډیری وخت خو بیا په خپل لاس جوړ کړي دام کې لویږو. ځینې تیروتنې حتمي الوقوع دي، نو اړینه نه ده چې موږ خپل څومره وخت او فکر په یوه پلان کې تیروو. بل … نور ولولئ
سپورټ

هغه توپ اچوونکي چې (نوبال) یې نه دی کړی

ژباړه: مدثر دعوت په کرکټ کې د نوبال ترسره کول، د لوبې اړخ بدلولی شي او يوازې يې ګټه توپ وهونکو ته رسيږي، لوبډلې ته مفتي منډي ورکوي او توپ اچوونکی مجبوره دی چې اضافه توپ ترسره کړي. د نوبال په ترسره کولو سره د توپ وهونکي په ګټه پرې هيټ راځي او په دوه توپونو سره توپوهونکی کولی شي بې له کومې وېرې توپونه ولوبوي او غټ شاټونه ترسره کړي. د کرکټ په تاريخ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې مقاومته ښارونه

وړمه ورځ جلال اباد ښار یو بل منظر خپل کړی و؛ په سمندرګي بدل شوی و. ما ویل که جغرافیې تغییر کړی، افغانستان اوس په وچه کې محاط نه دی او له بحر سره یې لاره موندلې ده. ما ویل که د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې له کوم خلیجي هیواد سره سمندري دهلیز پرانیستل شوی او…. خو داسې هیڅ نه و. بس له نیمې ورځې څخه کم باران د ښار نخچه بدله … نور ولولئ
سیاست

برعکس پایله: اندونیزیا کې د سولې ناسته؛ د افراطیت تربیون !

لیکنه: ارشاد رغاند اندونیزیا څو ورځې مخکې د افغانستان د جګړې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د یو شمېر مطرحو دیني عالمانو د کنفرانس کوربه و. د دې کنفرانس لپاره له میاشتو راهیسې افغان حکومت او سولې شورا د ولسمشرانو تر کچې له اندونیزیا سره اړیکې او ګډې هڅې پراخې کړې وې. په دې ترڅ کې د اندونیزیا ولسمشر او مېرمنه یې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکیو سره کابل ته راغلي وو، … نور ولولئ
مخکښان

د کراچۍ په ستره غونډه کې منظور پښتين ته ټکټ ورنکړل شو؛ اوس په اوږده ځمکنۍ لار سره له پلویانو روان شو

راپور: محمد عزيز پردېس تمه ده سبا درېيم د مۍ په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره او تاريخي غونډه ترسره شي. د يادې غونډې لپاره له څو اونيو راهيسي د لر او بر پښتنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو پښتنو له لوري پراخ کمپاينونه دوام لري. د ځينو شنونکو په وينا د کراچۍ ښار به په خپل تاريخ کې د لومړی ځل لپاره د پښتنو له … نور ولولئ