ټولنیز ژوند

که دغه نښې مو درلودې، له بې خوبۍ سره مخ یاست

ژباړه: حمیدالله حمیدي د عمر په لوړېدو سره د شپې لخوا ښه خوب کول ورځ تر بلې سختېږي. هغه ورځې چې کاري بوختیاوې مو زیاتې وي او له ذهني اړخه ډېر ستړي کېږئ بیا نو په هېڅ ډول ژور او ښه خوب شونی نه دی. عمر، دندې او شخص ته په کتو د خوب ساعتونه هم توپیر کوي. د ځینو خوب کم او د ځینو بیا دومره زیات وي، چې په هغه ټاکلي وخت کې … نور ولولئ
سیاست

د افغان ـ پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته ولې بې پایلې وه ؟

لیکنه: ارشاد رغاند د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د چین په دې ژمنه پای ته ورسېده، چې د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکاروي . دا ناسته، چې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په فضا کې ترسره شوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پکې د … نور ولولئ
سپورټ

نیپالي سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن ځای ونیو

د نیپال د کرکټ ملي لوبډلې لیګ بریکر بالر سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن په نشتون کې د کرکټ نړۍ په غوره یولس کسیزه لوبډله کې د لوبیدو زیری ترلاسه کړ. د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز او  د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه کرکټ خیریه سیالي پلان شوې … نور ولولئ
اقتصاد

که د تنخوا ټاکلو پرمهال مو دا ۱۳ ټکي وکارول، دنده به مو په اوبو لاهو کړي وي

لیکوال: حسام پور ژباړه: حمیدالله حمیدي د معاش ټاکل د مذاکرې تر ټولو مهم اړخ دی، چې لازم مهارت او هنر ته اړتیا لري. د معاش په اړه بحث کول هغه هنر دی، چې باید ښه یې زده کړئ. مهمه نه ده چې نوې دنده اخلئ، یا دا چې په یوه شرکت کې مو درې کاله کار کړی، خو هر کله چې د معاش یا تنخوا لوړېدل غواړئ باید په ښه ډول د مذاکرې دغه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ هغه ۴ لوبغاړي چې هیڅکله په ټیسټ لوبو کې نه دي سوځیدلي

ليکنه: مدثر دعوت ډېری کسان دا مني چې ټيسټ کرکټ تر نور کرکټ ښه دی، ځکه ددې پنځه ورځنيو لوبو په ترڅ کې د لوبغاړو مهارتونه او وړتياوي ډېريږي او معلومېږي. ټيسټ د شل اووريزو په څېر لوبه نده چې يو لوبغاړی يې هم اړخ بدلولای شي. په ټيسټ کې بايد هر لوبغاړی له ځانه وړتيا وښيي، ترڅو لوبډله تر خپل منزله ورسوي. هر هغه لوبغاړی چې ډېر زغم ولري او په ډېر ښه تخنيک … نور ولولئ
خواړه

قهوه مو پر وزن اغیز لري او د بدن غوړ مواد سوځوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي لومړی باید دا ومنو چې قهوه د کافیینو درلودونکې ده. کافیین نن سبا تر ټولو ډېر کارېدونکي کېمیاوي مواد دي چې له کارولو وروسته د انسان د مغز کړنو ته بدلون ورکوي. دغه بدلون په ټوله کې بیا د انسان د درک، سلوکو او رفتار د بدلون لامل کېږي. نن سبا ټول هغه مواد چې د بدن د وازګو وېلې کولو لپاره کارول کېږي، کافیین به پکې ارو مرو موجود وي. د … نور ولولئ
خواړه

څېړنه: د ځیګر ناروغیو نوې وړیا، کورنۍ درملنه

ژباړه: محمد صادق کریمزی ځیګر (hepar)دبدن دمهمو غړو له ډلې هغه نازک غړی دی چې د وینې د تصفیه کولو او له بدن څخه د زهري موادو خارجول، د غذايې موادو په انرژي بدلول او ګڼې نورې مهمې دندې پر مخ وړي. دا چې زیات انسانان او په خاصه توګه زمونږ هېوادوال د ځیګر له ناروغیو ډیر شکایت کوي، خو له دې نه دي خبر چې کوم لاملونه دي چې انسان په ځیګر ناروغیو اخته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو شیبې د یوه ځوانیمرګ له پلار سره

ټوله لاره را سره همدا سودا وه چې لومړۍ جمله به مې څه وي؟ څنګه یې پیل کړم؟ ایا خپله جمله به تمامه کړای شم او که نه؟ شاوخوا لس کیلومتره لاره مې ووهله؛ خو خپلو پوښتنو ته مې ځواب ونشو موندلی. د انګړ مخې ته خلک راغونډ وو. جوپه جوپه نور کسان هم راتلل. هوجرې ته رهنمايي شوم. پر توشکو خلک ناست وو. ټولو پر مخامخ سپین ږیري سترګې ګنډلې وې. زما په لیدلو … نور ولولئ
رسنۍ

د روژې دنياوي او اخروي ګټې؛ ځینې یې دلته ولولئ

راټولونکې: مریم محمدي روژه نيول په مسلمان فرض ده. الله تعالى فرمائي: ژباړه: (اى مومنانو! فرض شوې ده په تاسو روژه لکه چې په مخکنيو مسلمانانو فرض شوې وه. ددې لپاره چې په تاسې کې تقوا او پرهيز ګاري پيدا شي.) رسول الله (ص) فرمائي: چې په روژه کې د انسان د هر نيک عمل په مقابل کې نيکي زياتېږي. د يوې نيکۍ په مقابل کې لسو څخه تر ٧٠٠ ځلو پورې نيکۍ زياتېږي. کله … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستاني جوز بټلر د مسلسل نیمه سلیزو ریکارډ پای ته ورسید 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی جوز بټلر، چې د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه لوبیږي؛ په دغه لیګ کې یې په ۵ مسلسل لوبو کې ۵ نیمه سلیزې جوړې کړې. جوز بټلر په دغې کارنامې سره د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لیګ کې د هندي ویرندر سیهواګ د ۵ مسلسل نیمه سلیزو ریکارډ ته ځان ورسو. له … نور ولولئ