سپورټ

ویرات کوهلي د انګلستان په کوانټي کرکټ سیالیو کې هم د لوبیدو څخه پاتې شو 

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د افغانستان خلاف په کیدونکې تاریخي ټیسټ لوبه کې د نه ګډون وروسته د انګلستان په کوانټي کرکټ لوبو کې هم د لوبیدو څخه پاتې شو. دغه هندي لوبغاړي د افغان کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون پر ځای د انګلستان د کوانټي کرکټ سیالۍ غوره کړې وې، خو اوس هلته هم د نوموړي لوبیدل ونشول.  د هندوستان کرکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

د راشد په ستاینه سچن ټنډولکر، ویرات کوهلي او نورو لوبغاړو هم خولې راخلاصې کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال شهرت لرونکی ځوان لوبغاړی راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ د «IPL» په مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته د سترې بریا په ورکولو سره د نړیوال کرکټ پیاوړي لوبغاړي د خپل ځان په ستاینه مجبور کړل.  افغان لوبغاړي راشد خان د «آي پي ایل» سیالیو یولسم پړاو پای لوبې ته د رسیدو په موخه د کلکتې لوبډلې هيلې په خپلې هر اړخیزې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ستونزو کې ګیر دوستان مو په دې ۶ لارو خوشحاله کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي موږ ټول کله کله خپه کېږو. اړتیا پیدا کوو، چې یو څوک مو باید په څنګ کې وي، ډاډ راکړي او د زړه راز او خواله را سره وکړي. کېدای شي له داسې پېښې سره مخ شوی یاست، چې ملګري، خپل او خپلوان مو له یوې پېښې ځورېدلي وي، تاسو باید ډاډ او زړه ورکړی وای، خو په چل یې نه پوهېدئ چې څه او څه ډول ورته و وایاست؟ په دې … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان په هر اړخیزې لوبې حیدر اباد لوبډله تر پای لوبې ورسوله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو روانو لوبو په لړ کې پای لوبې ته د رسیدو په موخه په ستونزو کې ګیره سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز خلاف د بریا ترڅنګ پای لوبې ته ورسوله. دواړه سنرایزرز حیدر اباد او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د چینايي سوپر کینګز خلاف پای لوبې ته د رسیدو په … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان هندوستان ته اخطار ورکړ!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اماده ده ترڅو دخپل ټيسټ د سفر لومړۍ تاريخي لوبه له هندوستان څخه را پيل کړي. که څه هم هندوستان د کرکټ دنړيوالي شورا د درجه بندۍ په لومړي مقام کې ځای لري، خو د روان کال دجون ۱۴ نېټې ته په بنګلور لوبغالي کي د افغانستان سره دټيسټ لوبي لپاره د قوي سکواډ تر اعلان وروسته لاهم وارخطا ښکاري. تر دې تاريخي لوبي مخکي لا د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کریم صادق د یوه افغان ژوند وژغوره؛ دې کار یې یو ځل بیا د خلکو زړونه وګټل 

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم خان صادق د هغه کس درملنه وکړه، چې د ژوند امیدونه یې بایللې و. نوموړي د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ۶ مې ناحیې فامیلیو سیمه کې د هغې ناروغ کس درملنې ته سینه ډبولې وه، چې د کورنۍ ۱۰ غړو یې یوازې د مرګ شیبې شمیرلې.  د دغه کورنۍ غړي وایي، د ناروغ سمین ګل د درملنې په خاطر د کریم خان صادق کور ته ورغلي … نور ولولئ
اقتصاد

د کانونو چور؛ له طالب او داعش څخه خطرناک وکیلان څوک دي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې مېرمن نرګس نهان ترهغې وروسته، چې یوې نړیوالې څېړونکې ادارې پر افغان کانونو د پراخ چور چپاول په اړه خپلې څېړنې خپرې کړې، د دغه چور چپاول خبره تایید کړه . مېرمن نهان د یوې خبري ناستې پرمهال د وسله والو طالبانو ، داعش جنګیالیو او زورواکو ترڅنګ د ملي او ولایتي شورا یو شمېر وکیلان هم په دغه چور چپاول کې په لاس لرلو تورن … نور ولولئ
سپورټ

ايرلینډي توپ وهونکي ایډ جوایس له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ وهوونکي ایډمنډ کریسټوپر جوایس (Edmund Christopher Joyce) د نړیوال کرکټ د پرېښودل پرېکړه وکړه او اوسنی وخت یې د خپل کرکټ د کرئیر د پای ته رسولو لپاره غوره وګاڼه. جوایس د ایرلینډ د کرکټ ملی لوبډلې یو له کلیدي لوبغاړو او ډېر کله یې د ایرلینډ لوبډله تر بریاوو ته رسولې. نوموړی اوس مهال ۳۹ کاله او ۲۴۴ ورځې عمر لري. نوموړي وروسته له هغې … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرکټ نړیوالې شورا د کلیوالي کرکټ، جنجالي او ډیرې خپریدونکې ویډیو په اړه پریکړه وکړه

د کرکټ نړیوالې شورا د هغه ویډیو په تړاوو پرېکړه وکړه چې د څو ورځو راهیسي د ټولنیزۍ میډیا د کارونکو تر منځ لاس په لاس کیږي. په دغه ویډیو کې ښکاري چې څو تنه ځوانان د خاورو په پیچ د ټینس بال لوبه کوي او کله چې توپ اچوونکی، توپ وهونکي ته بال کوي او توپ وهونکي دغه توپ لوبوي، نو بال د بیټ په یو څنډه لګیږي، په ځمکه چورلیږي او د پیچ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ډله کسان چې په ملګرۍ نه ارزي

ژباړه: حمیدالله حمیدي تاسو په ژوند کې څو ریښتیني ملګري لرۍ؟ له څو کسانو سره په اړیکه کې یاست او د زړه خواله ور سره کوئ؟ ۳۰۰۰ زره؟ ۱۲۰۰؟ ۵۰ تنه، که فکر کوئ ټول در باندې ګران دي، نو تېروتنه کوئ. دا ټول پېژندګلوی کسان په اصل کې ستاسو اصلي دوستان نه شي کېدای، په کوچنۍ خبره کېدای شي ستاسو له دوستۍ لاس واخلي. خو ژوند بل څه دی او د دوستۍ مدیریت بیا … نور ولولئ