اقتصاد

په هر څه کې هنر په کار دی؛ د تنخوا لوړیدو لپاره 9 دلایل زده کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي کلمات زموږ د افکارو ښکارندویي کوي او زموږ احساسات بیانوي؛ خو غوره ده د هر موقعیت لپاره له ځینو مناسبو او مسلکي کلمو استفاده وکړو. کېدای شي په ډېرو فلمونو کې مو لیدلي وي، چې د فلم اتل د څو کلمو په ویلو سره، څه ډول ټول پر خپل ځان را ماتوي، څو خپلې موخې ته ورسېږي. فکر وکړئ موږ هم دغه ډول واک او ځواک لرو، چې د ادارې رئیس یا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د حیات ضامن

الهي کلام د ژوند ټولې مهمې برخې په بر کې نیسي. زموږ همدا عقیده ده چې که پر دغه کلام پوره پوره عمل وشي؛ نو له سترو ستونزو خلاصیدای شو. زموږ په هیواد کې نن سبا یوه ستره ستونزه د ( حیات) ده. دلته حیات له خطر سره مخ دی او دا ځکه چې په دې اړه الهي ارشاد له پامه غورځول شوی دی. ژوند یا حیات ته د خطر ستره بیلګه پرون د اروزګان … نور ولولئ
اقتصاد

لاچي یا هیل؛ هاضمه ښه کوي، فشار نارملوي او د خولې بدبويي ختموي

ژباړه: مریم محمدي هیل لرونکی چای خو به مو حتمي څښلی وي. هیل یا لاچي د شین چای سره بیره په شیدو چای، کیک، فیرني، درملو او د دیګ د مسالو د خوند لپاره ترې استفاده کیږي. هیل ته ځینې خلک لاچي هم وایي په انګلیسي کې ورته cardamom وايي. هیل یا لاچې نه یوازې د خوند لپاره کارول کیږي، بلکې نورې روغیتایي ګټې هم لري چې د ځینو په اړه یې دلته درته معلومات … نور ولولئ
سیاست

د پاکستان د لوبو دوام؛ اتمر به بریالی راستون شي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د ناندریزو اړیکو په درشل کې افغان دولت د خپل ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته په دې موخه لیږلی څو د اړیکو د ښه والي او افغان سولې پر عملي لارو چارو وغږیږي. له ښاغلي اتمر سره په دغه سفر کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی ریس محمد معصوم ستانکزی هم ملتیا کوي. د افغانستان د بهرنیو … نور ولولئ
مخکښان

له ډیوه نیازۍ سره مرکه: هغه وايي؛ که پارلمان ته بریالۍ شوم، خلکو ته به مې خیر رسیږي

شاوخوا پینځه کاله وړاندې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې ریپوټ خپور شو چې د ډیوې نیازۍ په نوم یوې خبریالې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه کوله، کله چې هغې دا قضیه د محکمې له لارې تعقیبوله، په جریان کې یې یوه قاضي ورته په دې شرط د قضیې د ژر حلیدو ویلي ول، چې له ده سره واده وکړي. اغلې نیازۍ د قاضي دا خبرې ریکارډ کړې وي او بیا یې رسنیو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې ارادې مبارزه

دوه بیلابیلو ادارو ته مې کار بند و. له ډیرو ګرځیدو را ګرځیدو یې ستړی کړم. اخر مې له کمیشنکارانو سره غوږ وجنګاوه، کاغذونه یې واخیستل او په لږ وخت کې یې کار خلاص کړ. په بله اداره کې خو زما کار نا ممکن وګڼل شو، خو چې ځان مې ګناه ګار کړ او پیسې مې ورکړې؛ نو ډیر ژر ممکن شو. د دواړو ادارو له کمیشنکارانو سره مې د پیسو پر سر شخړه راغله. … نور ولولئ
اقتصاد

د غوره او بریالي واده په لرلو کې د کورنۍ رول

د جاوید حیدرزی لیکنه واده د کورنۍ د اړنیو موضوعاتو له مخې باید په ځانګړي ځای او قالب کې تر بحث لاندې ونیول شي او دا چې ویل کیږي وخت تغیر کړی او د دې وخت ځوانانو له پخوانیو ځوانانو سره ځمکه او آسمان فرق لري نشي کولی په دې اړه لازم تصمیم ونیسي. اوسني ځوانان هم د پخوانیو ځوانانو په څیر په همدې کورنیو کې زیږیدلي، تربیه او لوی شوي او یوازې د تکنالوژي … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال مبصرین: که چینايي بریا خپلول غواړي؛ نو راشد خان نه دې ځان وساتي

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه نن ماښام ترسره کیږي، چې پکې دواړه چینايي سوپر کینګز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د اتلولۍ خپلولو په موخه سره مخامخ کیږي. په دغو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او ځوان راشد خان د حیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې پکې راشد خان په مسلسل ډول لوبیدلی دی او د خپلې لوبډلې لپاره یې د … نور ولولئ
سپورټ

د «IPL» سیالیو پای لوبه کې نن چینايي د حیدر اباد مقابله کې؛ خو ډیرې تمې راشد خان ته دي

 د ۲۰۱۸ م کال د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي لوبې تر پای لوبې رسیدلې دي، چې پکې چینایي سوپر کینګز لوبډله د دریم او سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د دویم ځل اتلولۍ خپلولو انتظار شیبې شمیري. دغه لوبې چې د تیرې اپریل میاشتې په ۷ مه نیټه د ۸ لوبډلو په ګډون د هندوستان په ممبيي کې پیل شوې وې، پای لوبې ته چینايي په سیالۍ کې د حیدر … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان په لمړۍ لوبه کې پاکستانی بابر اعظم کور ته رخصت کړ 

د کوربه انګلستان او میلمه پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې خپل پیاوړی توپ وهونکی بابر اعظم وبایلود. د داوړو لوبډلو ترمنځ د لندن په لارډز کرکټ لوبغالي کې د روانې مۍ میاشتې د ۲۴ مې نیټې څخه لمړنۍ ټیسټ لوبه پیل شوې، چې پکې پاکستانی توپ وهونکی بابر اعظم د ټپي کیدو وروسته کور ته ولیږل شو. د کرکټ نړیوالې شورا د ویب پاڼې د معلوماتو له … نور ولولئ