رسنۍ

کپل شرما یو نوی مزاحیه ټلویزیوني پروګرام پیلوي

د هندوستان مشهور مزاحیه خپرونو وړاندې کوونکی کپل شرما به ډېر ژر په یوه نوي مزاحیه ټلویزیوني پروګرام کې راښکاره شي. وروسته له هغې چې کپل شرما وروستۍ پیل کړې شو (ټلویزیوني پروګرام) کې ښه ونه ځلید، نو د څه مودې راهیسي یې د پروګرامونو درک هم نه وه. خو په تړاو یې اوس هندۍ رسنۍ وايي چې ټاکل شوې ډېر ژر به د یوې نوې شو سره د خپلو مینوالو تنده خړوبه کړي. کپل … نور ولولئ
سپورټ

اسټرلیاوي ډیرن بیري، د پاکستاني کرکټ ټیم سره له کار کولو انکار کړی

اسټرالیاوي لوبغاړي ډيرن بیری د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د روزونکي په توګه له دندې اخیستو انکار کړی. څه موده وړاندې پاکستان کرکټ بورډ ویلی ول چې د کرکټ لوبډلې د روزنې لپاره یې دا ځل له اسټرلیاوي کرکټ لوبغاړي سره خبرې اترې پیل کړي دي. ټاکل شوې وه دغه اسټرالیاوي لوبغاړی به د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ نیونې روزونکي شي. خو اوس پاکستانۍ رسنۍ وایي چې نوموړي د توپ نیونې په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

غزني کې وحشت

د احمد جواد لیکنه غزنی يو مهال د يوې داسې امپراتورۍ مرکز و چې لوېديځ کې د بغداد تر حدودو او په ختيځ کې د هند په نيمه وچه کې يې فرمان او راج چلېده او په بغداد کې د عباسي خلافت د اقتصادي ملاتړ يوه لويه سرچينه د دغه پياوړي ښار ماليات و. له همدغه ښار څخه په ۱۱ زېږدي پېړۍ کې په غور کې د سوريانو د واکمنۍ برجونه ولړزېدل او په ختيځ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ماماجانه! سوالګره نه یم ! د یوې راستنې شوې کمکۍ کیسه

لیکنه: ناصرخان شیرزی سهار مهال دفتر ته پرلاره وم ، یوې وړې نجلۍ چې شاوخوا نهه کال عمر یې درلود راته غږ کړ. ماما! وړوکی ورور مې ناروغ دی ، که د خدای په رضاء څو روپۍ راکړې. مورکۍ مې راته سهار وویل ، ته د دغه سړک په سر ودریږه کیدای شي، څوک لږ لږ روپۍ درکړي او بیا په هغې باندې ورور ته دې علاج وکړو. دغه وړه نجلۍ ډیره ځیرکه او هوښیاره … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال ټیسټ کرکټ کې ویرات کوهلي لومړی مقام له لاسه ورکړ

د ټیسټ کرکټ په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د هندوستان مخکښ توپ وهونکی ویراټ کوهلی د لومړي پوزیشن څخه غورځیدلی. د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندې کې اسټرلیاوي توپ وهونکی سټيو سمیت لومړی ځای نیولی. وروسته له هغې چې هندوستان کرکټ لوبډلې په انګلستان کې د دغه هېواد د کرکټ لوبډلې خلاف ښې لوبې ترسره نه شوې کړای، د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر هم د کرکټ نړیوالې شورا په … نور ولولئ
کلتور او هنر

د رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده نېته اعلان شوه

بلاخره د هندوستان د سینما د مشهورو ستورو او ښکلې جوړې رنویر سنګهـ او ډپیکا پډکون د واده نېټه معلومه شوه. له ډېره وخته د دغو دواړو د ملګرتیا او اړیکي ډنډورې غږیدلي او ان کله کله به یې په ټولنیزه مېډیا کې د واده نېټه هم مینوالو له خپله زړه لیکله. خو تازه هندوستانۍ رسنۍ وایې چې د واده نېټه د دواړو مئینانو او د دوب د کورنبو په خوښه ټاکل شوې. رسنۍ دا … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ غبرګ جامونه؛ افغان لوبډله به پکې له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي 

د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالیو راتلونکی پړاو په بنګله دیش کې ترسره کیږي، چې پکې به افغان کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي. د اسیا جام په نوم د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د تیر په څیر بیا هم ۸ لوبډلې شاملې دي، چې لا تر دې مهاله یې ګروپونه نه دي په ډاګه شوي. د دې پړاو سیالیو کوربه توب … نور ولولئ
کلتور او هنر

د بیګ باس ټلویزیونې پروګرام (شو) ۱۲م پړاو پیلیږي

د مشهور هندوستاني ټلویزیوني پروګرام بیګ باس ۱۲م پړاوو د پيلیدو په درشل کې دی، خو لا هم د دغه پروګرام د پيل لپاره وخت شته. بیګ باس د هندوستان د مشهورو ټلویزیوني پروګرامونو څخه دی چې زیات مینوال او لیدونکي لري. تر دې وړاندې د دغه پروګرام ۱۱ پړاوونه په کامیابۍ سره پای ته رسیدلي دي. اوس رسنۍ وایي چې د دغه پروګرام پرومو (له پروګرام وړاندې برابرې شوې لنډې برخې) خپریږي. دا ځل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له دې ۱۰ ډوله خلکو لېري اوسئ، کنه ژوند مو بربادوي !

ژباړه: نور احمد فضلي زموږ په ژوند کښې حتمن سټریس زیاتوونکي لاملونه شته. ددې له پاره چې زیات ګټورتوب ولرو اړینه ده هغه خلک چې په ژوند کښې زموږ د سټریس زیاتېدو سبب کیږي؛ له خپل ژونده لېري کړو. پر لومړیتوبونو تمرکز او ددې خلکو له شر نه خلاصېدل زموږ د پرمختګ له پاره ګټور ثابيتېدای شي. خو په پیل کښې باید دغه کسان وپېژندل شي: ۱- ځان خوښه کسان ځینې وختونه تکبر یو اخلاقي … نور ولولئ
سیاست

عامر خان او سیاست؛ څومره کار چې اوس کوم، اړتیا نشته چې سیاست ته مخه کړم

د هندوستان د سینما ستوري امیرخان په اړه په وروستیو کې ویل کیږي چې د فلمي نړۍ څخه د سیاست په لور د تلو نیت لري او غواړي په راتلوونکي کې د دې تر څنګ چې يو ښه فلمي ستوری دی غواړي ښه سیاسي څېره هم اوسي. په تېر کې مو لیدلي چې ځيني سپورټي لوبغاړي او یا فلمي ستوري د خپل شهرت څخه په استفادي یې سیاست ته هم مخه کړې چې وروستۍ بیلګه … نور ولولئ