کلتور او هنر

د شاه رخ خان زوی او د سري دیوي دوېمه لور فلمې نړۍ ته راځي

د هندۍ سینما مشهور فلم جوړونکي او فلم لارښوود کرن جوهر فلمي نړۍ ته د شاه رخ خان د زوی او سري ديوي د د دويمې لور د راتګ چمتووالی نیسي. شاه رخ خان دباليووډ هغه نوم دی چې نه یوازې هندوستان بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې فلمونو مینوال لري. سري دیوې هم مشهوره فلمي ستوری و، هغه څه موده وړاندې په دوبۍ کې د یوه پروګرام پر مهال په تشناب کې … نور ولولئ
سیاست

د پوځي اډې غوښتلو اوازه؛ چین له افغانستانه څه غواړي؟

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یینگ هغه راپور رد کړ، چې هېواد یې د افغانستان په واخان سیمه کې د یوې پوځي اډې د جوړولو کار پيل کړی. د دغې پوځي اډې د جوړولو راپور پرون د چین یوې ورځپاڼې ورکړی و. ورځپاڼې د خپلو پټو سرچینو په حواله ویلي و، چې دا پوځي اډه د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان په واخان سیمه کې جوړیږي. له دې سره هم … نور ولولئ
سپورټ

  ایرلینډ د غچ اخیستو، خو افغان لوبډله بیا د سریز ګټلو په تمه ؛ خو څه باید وشي ؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ایرلینډ کې د کوربه لوبډلې ایرلیڼد سره د دوه پرلپسې لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سبا یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف بخت ازمايي. که څه هم د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه، خو ایرلینډۍ لوبډلې په دویمه ۵۰ اوریزه لوبه کې بیرته د افغانستان خلاف بریا خپله کړه او دغه … نور ولولئ
سپورټ

  انګلیستانی تیز بالر تاریخي ریکارډ او یادګار ثبت کولو ته شیبې شماري

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر جیمز انډرسن چې تر دې مهاله د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ټیسټ کرکت کې د تاریخ تر ټولو کامیابه بالر شمیرل کیږي، د نړیوال ریکارډ خپلولو او یاد ګار ثبت کولو ته شیبې شماري. نوموړي د انګلستان لپاره په ټیسټ کرکټ کې تر دې مهاله ۵۵۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې لا بل کوم یو توپ اچونکي دومره ویکټې نه دې اخیستې. انډرسن د تاریخي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ۲۵ کلن پولینډی ځوان چې د ۱۲ کلن ماشوم په شان ښکاري

ژباړه: پلوشه فضلي د پولېنډ یو ځوان چي اصلي عمر یې ۲۵ کاله دی، خو دی د ۱۲ کلن ماشوم غوندي څېره لري چي وجه یې د Fabry په نوم مریضي ښووله سوې ده. ماشومتوب خوږ وي او ټول غواړي چي یو ځل بیا ماشومتوب ته ور ستانه سي خو دا شوني نه دي؛ د عمر په تېرېدو سره انسان د ژوند نوو پړاونو ته داخلیږي. ټوماسز نیډولسکی پولېنډي ځوان ۲۵ کلن دی، خو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

یوه ویتنامي نجلۍ چي له پوستکي یې د خولې پر ځای وینه ځي

ژباړه: پلوشه فضلي د ویتنام یوه روغتون ته را وړل سوې نجلۍ چي یوه جالبه ناروغي لري، ددې نجلۍ د پوستکي څخه د خولې پر ځای وینه روانیږي. ډاکټران وايي نوموړې ۱۱ کلنه ماشومه په ټائډروسس نومي ناجوړۍ اخته ده. دا یوه داسي ناروغي ده چي مریض پکښي د خولې پر ځای ویني کیږي. په ټائډروسس نومي ناجوړۍ دغه مبتلا یوولس کلني ماشومي ۳-۴ میاشتي وړاندې د ازموینې د چمتوووالي لپاره پر ځان ډېر بوج … نور ولولئ
سیاست

د غزني سوځېدل، بدبختي که بې غوري ؟!

لیکنه: سپين روان نورزی د بشر تاريخ د غزني په اړه ډېرې خبرې لري، ځکه زرګونه کاله دلته تمدونونه هست او نيست شوي دي، خو د عام ولس په منځ کې په دې وروستيو کې د غزني د بدبختۍ او بدمرغۍ خبره ډېره لاندې باندې کېږي. کېدای شي د خلکو دا ذهنيت له هغو دريو پېښو سرچينه اخيستې وي چې زما په ذهن کې ګرځي را ګرځي. په دې دريو پېښو کې يو تاريخي واقعيت … نور ولولئ
خواړه

هره ورځ د روغتیا لپاره باید څو ګیلاسه چای وڅښل شي؟

ژباړه: پلوشه فضلي چای یو پخوانی مشروبات دي چي ویل کیږي د روغتیا له پاره ګټور تمامیږي. په چای کښي کیفین او فلورایډ شتون لري. د یوې څېړني په ترڅ کښي دا په ډاګه سوي دي چي په ورځ کښي درې ګیلاسه چای چښل مو د زړه د حملې خطر ۱۱ سلنه را کموي. په افغانستان کې د چای څښل خو بیخي عام دي، دلته ځیني د چای معتادین چې یې ونه څښي، نو سر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

یوه ځوان د انسان کوپړۍ ته ورته څيرې لپاره پزه،غوږونه پرې او ژبه یې دوه ځایه کړه

ژباړه: پلوشه فضلي تاسي به ډېر اورېدلي يي چي خلک د خپل مخ د ښکلا له پاره بېلابېل جراحي عملیات کوي. خو تر اوسه به مو نه يي اورېدلي چي داسي کس هم سته چي د انسان کوپړۍ ته ورته څېره جوړول یې د ژوند لوی ارمان او غوښتنه وه. د کولمبیا یو ځوان چي مکمل نوم ئې ایرک یانر یهنکیپی ریمرز دی او د کالاکا په نوم مشهور دی، نوموړ پر بدن باندي د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جالب: هغه درې کلن ماشوم چي په ورځ کي ۴۰ دانې سګرېټ څکوي

ژباړه پلوشه فضلي د اندونیزیا یو درې کلن ماشوم د ورځي ۴۰ دانې سګرېټ څکوي چي مور یې هم د نوموړي ددې کار په وړاندي بې وسه ده. د راپی پامونګ کاس نومي درې کلن ماشوم مور په بازار کښي ترکاري او سبزي پلورونکې ده. په لومړیو وختونو کښي یاد ماشوم چي کله لا درې کلن و په بازار کښي د سګریټو کوچنۍ کوچنۍ ټوټې څکول شروع کړل او بیا وروسته به یې د خلکو … نور ولولئ