سپورټ

د راشد خان او هندي بالر کولدیپ یداف پرتلنه؛ کوم یو پياوړی او ډیر مخکې روان دی ؟

که څه هم د کرکټ په نړۍ کې ډېر لوبغاړي راځي او بېرته ځي؛ دا لوبغاړي کله تر لومړي مقامه رسېږي او کله هم د درجه بندۍ په لړ کې بېرته وروسته کېږي. راشدخان چې د افغان لوبډلې بهترین بالر دی، د بالېنګ سربېره کله، کله هغه داسې توپ وهنه هم کوي، چې نړیوال ګوته په غاښ کوي. د بنګله دېش خلاف یې په ۲۰۱۸ م کال اسیا جام کې ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. له … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه بد عادتونه چې تاسې بریالیتوب ته نه پریږدي

ژباړه: محمد عزيز پردېس که نن په کوم ځای کې چې بايد تاسو وای، نه ياست؛ ترټولو کوچنی او مهم کار چې د دې پوښتنې د ځواب لپاره يې کولی شئ هغه دی چې د دې نه برياليتوب علت څه دی؟ مطلب دا چې علت يې بايد ومومئ. په لومړيو کې کولی شئ چې څو واړه او معمولي علتونو باندې تمرکز وکړئ، ترڅو وشئ کولی برياليتوب د نه رسېدو لپاره علت ومومئ. په دې ترتیب … نور ولولئ
سیاست

موقت حکومت ښیګڼې او بدګڼې؛ ویې منو که رد یې کړو؟

په وروستیو کې د موقت حکومت د جوړیدو په اړه ګونګوسې او بحثونه تاوده شوي. د دغه حکومت د جوړیدو غوښتنه په ډېرګومان په لومړي ځل مخکیني ولسمشر حامد کرزي وکړه، چې لږو خلکو بدرګه او زیاتو رد کړ. په تازه ګام کې دا بحثونه د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې خبرو له پيلیدو سره بیا تاوده شوي. خو امریکا او وسله والو طالبانو د دا ډول کوم حکومت جوړیدل رد او وویل، … نور ولولئ
سپورټ

په ټي ټېن لیګ کې د کراچیئنز په نوم ولې پاکستان اعتراض وکړ؟

د عربي متحده اماراتو په لس اوریز سوداګریزکرکټ لیګ کې د کراچیئنز لوبډلې په نوم د پاکستان کرکټ بورډ انتقاد کړی او د هغه د بدلېدو غوښتنه یې کړې ده. د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د کراچینز نوم ریښه په کراچۍ ښار پورې تړاو لري او دا دوسیه باید دلته وتړل شي. ښایي پاکستاني کرکټ بورډ دا نوم په دې وجه بدل کړی وي، چې کراچۍ یواځې د یو ښار نماینده ګي کوي؛ خو … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد په پرونۍ طوفاني لوبې سره نړیوالو ریکارډونو کې ځان ثبت کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شهزاد محمدي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ۱۰ اوریزه سیالیو په لمړۍ لوبه کې د سند لوبډلې خلاف خپلې راجپوټ لوبډلې ته ستره بریا ډالۍ کړه. نوموړی په دغه لیګ کې د راجپوټ لوبډلې لخوا اخیستل شوی، چې په لمړۍ لوبه کې حیرانونکې لوبه ترسره کړه. افغان شهزاد محمدي د سند لوبډلې لخوا د ۹۵ منډو هدف په مقابل کې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ماشوم ولې ډېرې پوښتنې کوي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل ماشومان تل د زده کړې او خپل شاوخوا چاپېریال ته د کتلو په حال کې دي او اوسنی وخت په ښه توګه درک کوي، د هغوی خوښېږي، چې د خپل شاوخوا چاپېریال په اړه معلومات ترلاسه کړي، نو له همدې امله ډېرې پوښتنې کوي او دغه راز ډېر غږېږي. ماشومان فکر کوي، چې والدین یې د ټولو پوښتنو په ځواب پوهېږي، نو له همدې امله، له هغوی څخه ډېرې پوښتنې کوي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ځان د هغه باور ترلاسه کول چې اهدافو او بریا ته مو ورسوي

لیکنه: عدنان نجیبي ډېری خلک د یو محدود پټ ځواک سره ژوند پر مخ وړي! زیاتره د خپل پټ قوت نه پوره یقیني نه دي، د دې علت د پوهې کموالی او یا موقع او منابع نه دي؛ مګر یواځینی علت یې په ځان د باور نه! درلودل دي. یا په بل عبارت په ځان د کم باور درلودل دي. له دې پرته، ته لږ څه کولی شې، له دې سره، ته هر څه کولی … نور ولولئ
سپورټ

مبصیرین: د استرالیان د پرلپسې ماتو لامل سمیت، وارنر او بینکرافټ دي

لیکنه: بهار سمسور د اسټرالیا د پخوانیو پیاوړو لوبغاړو سټيو سمېت ډېوېد وارنر او بینکرافټ د بېرته راتلو په اړه د هو او نه خبرو او تبصرو زور اخیستی. لیکنه: بهار سمسور په همدې دوام یو شمېر کریکټ مبصرینو ویلي د دې لپاره چې د استرالیا د کریکټ لوبډلې د ماتو لړۍ پای ته ورسیږي نو په کار ده چې دغه دری لوبغاړي معاف شي او بېرته دې لوبډلې ته راشي. بل پلو؛ دا ځل … نور ولولئ
سپورټ

د استرالیا او هند له لوبو وړاندې، د ویرات کولي په اړه د فینچ او جانس خبرې

لیکنه: بهار سمسور د اسټرالیا او هندوستان تر منځ د لوبو د پیل وړاندې رسنیو د مشرانو لوبغاړو ځينې خبرې چې د دواړو هېوادنو د لوبډلو تر منځ يې د ګیلې مانې بڼه هم لرله خپرې کړې. لومړی هندي لوبډل مشر ویرات کوهلي اسټرالیا ته تر روانیدو وروسته رسنیو ته وویل اسټرالیا يې تر اوسه کوم خاص عزت نه دی کړی، خو تمه لري چې دا سفر به يې ښې خاطرې له ځان سره ولري. … نور ولولئ
سپورټ

هغه ننګونې چې ویل کیږي دا ځل به IPL ورسره مخ وي

د نومبر په ۱۷ مه نېټه د آې پي ایل لوبډلو له خوا د لوبغاړو د بیا اخېستلو یا رېټاین، د لوبغاړو د پرېښودو یا ریلیز کولو په اړه وروستي نوملړونه خپاره شول، په دغو نوملړونوکې ډېری لوبډلو ځېنې لوبغاړي اخېستل شوي او ځېنې لوبغاړي د لوبډلو له خوا لرې کړل شوي دي. اوس د کرکټ ورزشي وېب پاڼې کرېک ټرېکر خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دې کې ځېنې پرېکړې ناسمې … نور ولولئ