ټولنیز ژوند

په ژوند کې څو ډیر مهم خبرداري

لیکنه: ډیالین ووم ژباړه: غازي عابد که چیرته دې خبرداریو ته متوجې شې او د سمون په هڅه کې شي، نو په ژوند کې به نرم او خوښ مخکې تګ ولرې! له ژونده به خوند واخلې او هغه د ژوند اصلي لوری چې درته ښودل شوی، ترلاسه به یې کړئ: ۱- په پيسو کې؛ – که چیرته مو له عایده، لګښت (مصرف) زیات وي؛ نور ژر تر ژره داسې مصرف بند کړئ. – که چیرته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ښې وینا له پاره (۳) مهم ټکي

لیکوال: الن الډا ژباړن: احمد فرهاد توتاخیل که څه هم د ښې وینا کولو سپارښتنې مې نه خوښيږي، ځکه وینا کول یو هنر دی، خو بیاهم دا باید ومنم، چې ځینې ټکي کولای شي چې ګټور تمام شي. · کله چې په یوې غونډه کې غږیږم، هڅه کوم چې له دریو مشخصو ټکو څخه زیات ذکر نه کړم. دا ځکه چې له دریو ټکو څخه زیات کارول د یوې غونډې د ګډونوالو په ذهن کې … نور ولولئ
په زړه پورې

صدام حسین د بغداد تر ماڼیو د دار تر رسیو

د شفیق امیرزي لیکنه سرچینه: مسیر ورځپاڼه صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز (۱۹۳۷م) کال کې د عراق د تكريت په نوم ښارگوټي د العوجه كلي په يوه غريبه كورنۍ كې زېږدلی دی. صدام حسين لس كلن و چې له تكريته بغداد ته ولاړ او د خپل تره احمد حسن البکر كره مېشت شو. ده به په خپله ويل چې ډېر څه یې له خپل تره زده كړي او ور ښودلي یې دي او د تره … نور ولولئ
سپورټ

هغه نړیوال فوټبالارن چې تر ټولو زیات ژیړ کارتونه یې اخیستي

د لوبو په ډګر کې فوټبال هم هغه لوبه ده، چې د نړۍ په سطحه بې شمیره مینه وال لري. که وایو چې د کرکټ په نسبت د نړۍ په سطحه د فوټبال مینه وال زیات دي، نو مبالغه ځکه نه ده، چې کرکټ یوازې د اسیا او اسټرالیا په براعظمونو کې زیات مینه وال لري او د دغه لویو وچو په هېوادونو کې خلک زیات کرکټ کوي لکه په هندوستان، پاکستان، افغانستان، سریلنکا، بنګله … نور ولولئ
اقتصاد

ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې څو مهمې ګټې

د اظهار الحق فضلي لیکنه تاپي نل لیکه له ترکمنستان څخه افغانستان ته رسیدلي، او د جمعې په ورځ یې په هرات کې د افغانستان د برخې کار د پیل پرانیسته په پراخو مراسمو کیږي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف ، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزیر هرات کې ددې پروژې پرانیسته کوي. دا نل لیکه به تر بشپړیدو وروسته … نور ولولئ
اقتصاد

د کرکټ مبصرین د کمینټرۍ پر سر څو میلیونه ډالر او له چا یې اخلي؟

د کرکټ لوبه، چې په ټوله نړۍ کې بې شمیره مینه وال لري او ورځ تر بلې دغه لوبه نوی رنګ او خوند راپیدا کوي، په یو شمیر هغه هېوادونو کې چې کرکټ پکې ډیر نه ترسره کیږي، هلته یې هم مینه وال مخ پر ډیریدو او د دغه لوبې او لوبغاړو سره یې ځانګړې مینه لري. د دغې لوبې خوند هله لا زیات شي، چې د کرکټ پوهان او مبصرین یې په روانه لوبه … نور ولولئ
رسنۍ

یوې نړیوالې خپرونکې ادارې د پښتو د لومړۍ سندرې په توګه د هارون باچا سندره خپره کړه

د پښتو د نامتو سندرغاړي هارون باچا د ګلرنګ البم لومړنۍ سندره ” ګوټ، ګوټ غږیږم“ په نړۍ کې د هنري او سینمايي خپرونو یو وتلي شرکت ( یونیورسل موزیک ګروپ ) خپره کړې ده. یونیورسل پروډکشن چې مرکز یې په امریکا کې دی د هالیوډ فلمونه هم خپروي، او د اوډیو یا موزیک برخه یې د یو نیورسل موزیک ګروپ په نوم کار کوي، چې په نړۍ کې د نامتو او وتلو سندرغاړو سندرې … نور ولولئ
سیاست

د کاناډا لومړی وزیر جسټین تروډو د ممبيي په یو ماښام کې له شاه روخ خان او نورو فلمي ستورو سره

د کاناډا ځوان لومړی وزیر د نړۍ د هغو ګوتو په شمیر چارواکو څخه دی چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې زیات مینه وال لري. هغه کله له سوریايي کډوالو سره اوښکې تویوي او کله د کډوالو هرکلي ته په خپله هوايي ډګر ته ورځي. خو کله ناکله د سینمايي ستورو سره هم په غونډو کې راڅرګندیږي. نوموړې د سه شنبې په ورځ  د هندوستان فلمي او تجارتي ښار ممبيي ته تللی و. او هلته … نور ولولئ
اقتصاد

د ښې سوداګرۍ لپاره دا ۵ ټکي مرسته کولی شي

لیکنه: براین ټراسي ژباړه: غازي عابد لس هغه مهم او په ضمن کې جدي نقاط چې په پراخه کچه به ستاسې د کاروبار او سوداګرۍ بریالیتوب او ناکامي په ګوته کړي. په دغو ټولو برخو کې تر ټولو مهم فکټور د پریکړې کولو دی، که ښه پریکړه وکړې نو ښه پایله به ترلاسه کړی شې. راځئ چې لنډه لیدنه ترې وکړو: ۱- مهم هدف – د مشتریانو پيدا کول. ستاسې د سوداګرۍ اصلي موخه څه … نور ولولئ
په زړه پورې

که مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي د هایکرانو لاس ته ولویږي، نړۍ بربادوي

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت یا Artificial Intelligence چټک پرمختګ د څیړونکو داسې اندیښې ټوکولي، چې ګنې شاید انټرنیټي غله، هایکران او سایبر مجرمین له دې پرمختګ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي. د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت په مټ اوس له موټر چلوونکي پرته موټرې چلیږي، ډرون الوتکې په هوا ګرځي، اتومات وسلې فعالې دي او روباټونه کارونه کوي. دا څیړنه، چې … نور ولولئ