سیاست

د کراچۍ پولیس ادعا کوي چې نقیب مسید ترهګر و- ريښتیا څه دي؟

وروسته له هغې چې په کراچۍ کې د یو مسید ځوان وژنې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو سخت عکس العمل راوپاروه، پاکستاني رسنیو د کراچۍ د پولیسو د چارواکي راو انور له خولې ادعا کړي چې وژل شوی نقیب الله مسید د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی و. ایس ایس پي راو انور په یو تفصیلي راپور کې د نقیب الله مسید په اړه ویلي ” ترهګر و، نالوستی و، او د بهادر خیل … نور ولولئ
سپورټ

"زړه يې راته خوړین کړ؛ د لوبغاړو غلطیانې نورې د زغم نه دي"

د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم پیاوړي لوبغاړي ویرات کولي خپل ټيم په ګڼو غلطیانو او نه ژمنتیا تورن کړ. هندوستان او سویلي افریقې ترمینځ د ټیسټ سیالیو دواړه لوبې سویلي افریقا وګټلې. ویرات کولي، چې پرون ناوخته يې د یو خبري کنفرانس پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د خپل ټیم په ژمنتیا شک وکړ او د لوبغاړو غلطیانې يې نه بښوونکې وبللې. ویرات کولي وویل: “لوبه ګټونکی او بایلونکی لري؛ او معمولا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې بوخت ژوند کې د ښه خوب ۵ لارې چارې

لیکنه: کریسټا کټلر ژباړه: غازي عابد د شپې ښه خوب؛ د سالمې غذا خوړلو او سپورټ کولو په څیر مهم دی. خو له بدمرغه دا خوب نه کول، خلکو ته یو ساده او بې زیانه کار ښکاري. ځکه موږ د ورځې په لسګونه کارونه کوو، خو دې ته پام نه کوو چې خوب هم مهم دی. که موږ ټول غواړو چې ښکلي او خوښ اوسو، دا خوښي او ښکلا مو خوب کې ده، ددې لپاره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د زیګ زیګلر څو ویناوې چې هر چا ته هڅوونکې دي

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل هیلری هینټون چې په زیګ زیګلر مشهور دی، یو امریکايي لیکوال، پلورونکی او هڅوونکی ویناوال دی. نوموړی د ۳۳ کتابونو لیکوال دی او ترټولو نامتو او زیات پلورل شوی کتاب یې د (See You At The Top) په نوم دی، چې (۱،۷) میلیونه کاپي یې پلورل شوي دي. ۱. ته د دې لپاره پیدا شوی یې چې ګټونکی شې، خو د ګټونکي کیدو لپاره باید پلان ونیسې، چمتووالی ونیسې او سترګې … نور ولولئ
په زړه پورې

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر: پاکستان ترهګرو ته ځای ورکوي؛ نوم يې زموږ بد کړی

پاکستانۍ اداکاره سبا قمر وايي، چې په نړۍ کې د پاکستان نوم دومره بدنام دی، چې آن زور يې دوی ته رسي. اغلې قمر چې تازه هندي سینما ته راغلې او د عرفان خان سره يې تیر کال لومړی فلم (هندي میډم) هم خپور کړ، اوس یو مشهور نوم دی. میرمن سبا ویلي، چې د یوې پاکستانۍ په توګه دا تل په نړیوالو میدانونو کې له کلکې تالاشۍ او پوښتنو ګروېګنو تیریږي. نوموړې په یوه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د رسنیزې مرکې ارونه؛ مرکه څه شی دی؟

تیره اوونۍ ځوان ټولنیز بنسټ د (رسنیزې مرکې ارونه) موضوع باندې لکچر درلود. دا لکچر د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي مرستیال پوهیالي، استاد خالد ضیا وړاندې کړ. ښاغلي ضیا پر موضوع د لا ښه پوهیدو په موخه پر ژورنالیزم پراخ بحث وکړ او پیل یې د رسنۍ له پيژندلو وکړ. رسنۍ پیژندنه رسنۍ يا ميډيا په هسپانوي ژبه كې منځ، د بوټ د ننې تلي او نيم ساعت او په ايټالوي ژبه كې منځني … نور ولولئ
روغه سټه

د تړمو یا ګرمو اوبو څښلو څلور روغتیايي ګټې

لیکنه: سټیوین ایچیسن ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ځینې کسان تړمې اوبه خوښوي چې ویې څښي او ځینې نور بیا یخې، خو تړمې اوبه څکونکي کسان ښايي له روغتيايي ګټو یې نه وي خبر، چې د دوی بدن څومره خوند ترې اخلي. د غاښونو د حساسیت له وجې ډیری کسان ډیر یخ او یاهم ډیر ګرم مشروبات نه خوري او هڅه کوي تړمې اوبه او یاهم نور مشروبات وڅکي. اوبه؛ چې په هر شکل اوسي (تړمې، … نور ولولئ
کلتور او هنر

په پښتنې ملالې د هندي سینما فلم؛ "ګل مکۍ"

د هندي سینما ځوانې اداکارې ریم شیخ، د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په ژوند د فلم جوړولو چارې پیل کړي. ملاله یوسفزۍ چې د پاکستان اړوند سوات کې زیږیدلې، د نجونو د تعلیم په په برخه کې يې هلې ځلې کوي. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د وسله والو طالبانو اړوند کسانو له لورې تر برید لاندې راغله او په سر يې مرمۍ وخوړه، خو ژوندۍ پاتې شوه. د ملالې یوسفزۍ په ژوند جوړیدونکی … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ پیلیدل او اغیزې یې !

د کرکټ په نړۍ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو غوره لیګونه په بیلابیلو هېوادونو کې ترسره کیږي، چې له ډلې یې د هندوستان «اي پي ایل»، د اسټرالیا «بیګ باش»، د بنګله دیش «بي پي ایل»، د پاکستان «پي ایس ایل» د حنوبي افریقا «ګلوبا کرکټ لیګ» او داسې نور هغه دي، چې د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي. د افغانستان کرکټ بورډ هم د کرکټ نړیوالې شورا سره د پوره غړیتوب اخیستو او … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د سیالۍ خبر ورکړل شو !

د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د دفاعي اتلې ویسټ انډیز او د کرکټ نړیوالې شورا سره په دې وروستیو کې د پوره غړیتوب ترلاسه کوونکې لوبډلې، افغانستان ترمنځ د سیالۍ خبر ورکړل شوی. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالیو مهالویش اعلان شو، چې د ۲۰۱۸ م کال د راتلونکې مارچ میاشتې په ۴ مه … نور ولولئ