ولسمشر غني: موږ لومړی له پاکستان بیا له طالبانو سره سوله کوو

عاقله اسد
2 Min Read

ولسمشر غني وایي افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.

نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی.

د هغه په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل یو شان نه کړي نو افغان حکومت اړ دی چې لومړی له دوی سره د سولې په لټه کې شي او بیا له طالبانو سره سوله وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان لا هم په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او پر دې واقعیت سترګې نه شي پټېدلی.

ولسمشر غني همدا راز وویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره یو ځای شي او ټینګار یې وکړ چې دغه ډله د زور او وسلو له لارې بریا ته نه شي رسېدلی او افغان ځواکونو په وروستیو کې په مخامخ جګړو کې دغه ډله په شا تمبولې ده.

ولسمشر غني د سولې خبرو په اړه وویل، چې بحثونه ښه دي، خو دواړه لوري شکونه لري، بې باوري فضا حاکمه ده او د دې حالت له منځه وړلو لپاره باید ‘لوی ګامونه ‘ واخیستل شي.

هغه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت ته په اشارې وویل، د خطرونو په هکله د بې ځایه اندېښنو پر ځای باید د شته فرصتونو مدیریت په هکله فکر وشي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې روانه اونۍ افغان چارواکو وویل، د سولې خبرو مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکرو لپاره راتلونکې اونۍ دوحې ته ځي.

د یادونې ده چې د دواړو لورو مرکچي پلاوو د روانې میاشتې پر ۱۳ دوحه کې له خپلمنځي غونډې وروسته وویل ‘د روان وضعیت او سولې خبرو د چټکتیا’ په هکله سره غږېدلي دي.

author avatar
عاقله اسد
په کابل کې د یاران خبریاله