اميتابچن د باهوبلي فلم د ستوري سره

مدثر دعوت
1 Min Read

د هندي سېنما محبوب لوبغاړی اميتابچن بيرته فلمي نړۍ ته راځي.

څو ورځي وړاندې د “کې” په نامه فلم چې امتابچن او پرابهاس يې مرکزي رول لوبوي د شوټينګ چاري يې پيل سوې.

پرابهاس د هند د جنوبي سېنما مشهور ستوری دی، په ۲۰۰۲ز کې يې فلمي نړۍ ته مخه کړه،خو کله چې يې باهوبلي فلم ريلېز سو نو په افغانستان کې يې هم زيات شمېر مينوال پيدا کړه.

د K په نامه فلم په ۲۰۲۲ز کې په تامل،تيلګو او هندي ژبو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د امتابچن او پرباس سره پدې فلم کې ډپيکا پاډوکان هم مهم رول لري او دا فلم د ناګ اشوين لخوا جوړېږي.

د فلم د شوټينګ چارې د جولای مياشتې په ۲۴مه په احمد اباد کې پيل سوې.

author avatar
مدثر دعوت