د راشد خان د مور جنازې لمونځ نن په جلال اباد کې اداء شو!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي راشدخان مور بي بي د جنازې لمونځ نن د غبرګولې په ۳۰مه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې اداء شو.
د مرحومې د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي، د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان، د ملې ټیم یو شمېر لوبغاړو، علماء کرامو، مخورو، ځوانانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د راشدخان مور پرون پنجشنبه د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
د ملې مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د راشدخان د مور پر مړیني خواشینې وښودله او په یاد غم کې یې ځان له راشدخان سره شریک وباله.
د یادولو ده چې تېر کال د ملې لوبغاړي راشد خان پلار د ورپیښي ناروغۍ له امله وفات شوی و او سږ کال یې بیا مور بي بي هم وفات شوه.
راشدخان ارمان د افغان کرکټ ملې لوبډلې هغه لوبغاړی دی، چې په داخلي او نړیواله کچه پراخ مینوال لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.