پریانکا چوړپړا هم واده شوه !

د هندوستانۍ سېنما مشهوره ستورې پریانکا چوپړا او مشهور امریکایي سندرغاړي نک جونز د ملګرتیا اړیکه په واده بدله کړه.
پریانکا چوپړا د بالیوډ مشهوره ستورې ده چې یو ځل یې د ښکلا د ملکې مډال هم اخیستی او نک جونز امریکایې سندرغاړی دی چې دواړه زیات مینوال لري.
دوې هم د د واده په ورځ د ډپيکا او رنویر سنګهـ په پل قدم اېښی و او په خپل واده کې يې د سمارټ موبایلونو په کارولو بندیز ولګاوه.
دوې به دوه ځل واده وکړي یو ځل د عیسوي رسمو رواج سره او بل ځل به یې د هندوستاني دود او دستور سره سم مراسم ولمانځي.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، پریانکا چوپړا او د نک جونز د واده مراسم د هندوستان د راجستان ایالت په جوده پور ښار کې په عیسوي دود دستور تر سره شول چې په کې د چوپړا کورنۍ، دوستانو او نژدې خپلوانو سربېره مشهورو کسانو هم ګډون کړی و.
اټکل دی چې پریانکا چوپړا او نک جونز به د واده دویم ځل مراسم هم نن یکشنبې په جوده پور کې د هندوستان د رسم و رواج سره سم ولمانځي.
په دې مراسمو کې به دا ځل فلمي ستوري هم برخه واخلي چې په کې د سلمان خان، کټرینه کیف، عالیه بهټ او فرحان اختر نومونه شامل دي.

پریانکا د هندوستان د سېنما مشهوره ستورې ده چې د شهرت پیل یې د ښکلا د ملکې د مډالو ګټلو وروسته وشو.
له دې وروسته یې په فلمونو کې کار وکړ او په زیات شمېر کامیابو فلمونو کې یې کامیابه اداکاري وکړه.
له هندوستاني فلمونو هاخوا یې په هالیوډ سېنما کې هم کارکولو ته زړه ښه کړ او په یوه شمېر فلمونو سربېره یې په انګلیسي سریالونو کې هم برخه واخیسته، خو اوس نه یوازې دا چې په هالیوډ کې کار کوي په بالیوډ کې د پروډيوسرې رول هم مخ ته وړي.

د نوي تړون په اساس نیمار ته د ورځې یو لک ډالر ورکول کیږي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د برازیل هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د فرانسوي کلب پاریسن جرمېن تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړي نیمار د پاریسن جرمېن لوبډلې سره تېره شنبه تر ۲۰۲۵م کال پوري تړون وکړ او اوس به ... نور ولولئ