هلمند کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په موخه درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

سپینه تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت

هلمند کې د زراعتي محصولاتو د ښه مديريت په موخه درې مهمې پروژې افتتاح شوې.
د افغان ولسمشر په لارښوونې او د کرنې وزارت له لوري درې کرنيزي پروژې پرانیستل شوې چې د چارواکو په خبره د باغوانانو، ځمکوالو او بزګرانو په کاروبار او په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.
دغه پروژې چې د انګورو د وچولو ۱۵۰ بابه عصري خوني، د پيازو ۵۰ بابه ذخيرې او د سابو وچولو ۳۰ دستګاوو څخه عبارت دې ، ۹۰٪ مالي ونډه يې دولت او ۱۰٪ ونډه يې باغوانان او ځمکه لرونکې ورکوي.
د هلمند والي جنرال ياسين خان رسنيو او ولس ته د يادو پروژو د پوره شفافيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د کليو د شوراګانو د شوراګانو سره به په پوره شفافيت تطبیق شي.
FB IMG 1589357892817 هلمند کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په موخه درې مهمې پروژې پرانیستل شوې
ښاغلي ياسين وويل: “درې واړه پروژې د هلمند ولايت لپاره بنيادي او حياتي ارزښت لري او هرڅوک کولای سې نظارت ورباندي وکړي او داچې هلمند د زراعت اړوند مهم ولايت دی نو ځکه ولسمشر توجه ورته زياته کړې.
د هلمند د کرنې ریيس زلمي الکو هم د يادو پروژ پر اهميت خبري وکړې او زياته يې کړه چې تر غنمو او جوارو وروسته به انګور، رومي بانجڼ او پياز په عاجلو خوراکې توکو کې شميري، سوداګر به د بزګرانو مالونه اوس په ټيټ قيمت نه رانيسي بلکې تر اړتيا اظافه مواد به په ذخیرو کې ساتل کيږي.
FB IMG 1589358059393 هلمند کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په موخه درې مهمې پروژې پرانیستل شوې
ښاغلي الکو وويل چې ددې پروژ په تطبيق سره به مستقيماٌ بزګران برخمن شي او په هر موسم کې به په بازار کې ميوو او سبو لاسرسی وي.
د يادو پروژو په بشپړيدو به د هلمند د ځمکوالو لپاره د کرنيزو محصولاتو بازارموندنه، ۱۸۴۰ کسانو ته په مستقيم او ۴۰۰۰ کسانو ته په نامستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.